تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د قرآن کریم سوځولو پېښې د سویډن بیان ازادۍ قانون له ازمایښت سره مخامخ کړی
- Author, ایلګن کارلیداګ
- دنده, سویډن
امنیتي چارواکي وايي، په سویډن کې د قرآن کریم سوځولو پېښې نه یوازې په بهر کې د دې هېواد تصور زیانمن کړی، بلکې په کور دننه یې هم د امنیت وضعیت ګډوډ کړی دی.
په ډېری مسلمان اکثریتي هېوادونو کې په دې هکله احتجاجونه وشول. په عراق کې بیا له هغه وروسته چې احتجاج کوونکو ته معلومه شوه، د سویډن پولیسو دویم ځل د قرآن کریم سوځولو اجازه ورکړې، د سویډن سفارت ودانۍ ته اور ورته کړل شو.
خپله د سویډن خلکو لپاره هم دا پېښه ځکه یو امتحان ته ورته ده، چې د ۱۷۶۶ کال ترلاسه کړی تاریخي او بنسټیز حق یې له ګواښ سره مخامخ دی. د سټاکهولم پوهنتون د حقوقو څانګې مشر مارټین شولتز په دې هکله وايي: ''سویډن په نړۍ د بیان ازادۍ په تړاو د قانوني خوندیتوب له خورا پیاوړو قوانینو یو لري.''
سویډن دغه راز په ۱۹۷۰ کال کې مذهب ته د سپکاوي په تړاو خپل قانون هم له منځه وړی. د دې هېواد په اساسي قانون کې پر هره موضوع د بیان ازادۍ حق تضمین شوی دی. په دې کې ''د مذهبي پیغام په هکله د پوښتنې'' حق هم شامل دی او داسې پوښتنې هم پکې شاملې دي، چې ''د باور لرونکو کسانو لپاره د ازار او اذیت سبب ګرځي.''
خو د سویډن ښی اړخه مرکزپال حکومت اوس په هغو قوانینو کې پر بدلون غور کوي، چې له مخې یې د سویډن په سټاکهولم کې د قرآن کریم سوځولو اجازه ورکړل شوه.
د یادونې ده، چې سویډن پولیسو سږ کال لومړی دوه ځله د قران کریم سوځولو له اجازې ورکولو انکار کړی و او دلیل یې دا و، چې دې سره به سویډن د احتمالي بریدونو په مهم هدف بدل شي.
دوی د امنیت په هکله قانون یا ارډنینګسلاګ هم د اجازې نه ورکولو لپاره یو دلیل باله. خو محکمې بیا د پولیسو بندیز له دې کبله رد کړ، چې په وینا یې په داسې غونډو کې د احتمالي امنیتي ګډوډۍ خبره له اجازې نه ورکولو سره پیاوړی تړاو نه لري. د سویډن قانون له مخې پر غونډو یوازې داسې وضعیت کې بندیز لګول کېدای شي، چې د ولس امنیت له خطر سره مخامخ وي.
کله چې تېره اونۍ یوه عراقي مسیحي کډوال ته اجازه ورکړل شوه، هغه د خپل هوډ له عملي کولو څو شېبې مخکې د قرآن کریم له سوځولو ډډه وکړه.
معترضین وايي، په ۱۹۴۹ کال کې د هولوکاسټ له غبرګون وروسته سویډن د لږکیو پر وړاندې د شرخوښونې پر ضد قوانین نه لري. خو یو شمېر ماهرین بیا د دې قانون ننګه کوي. پروفیسر شولتز په دې هکله وايي: ''د بیان ازادي زموږ د قانوني کلتور یوه برخه ده، دا نه یوازې یو قانون دی، بلکې یو ارزښت هم دی.''
د سویډن دا پرېکړه چې دا ډول غونډو ته اجازه ورکړي، د دې هېواد لپاره یوه بیه هم لري. همدې پرېکړې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان دومره غوسه کړ، چې نژدې وه، په ناټو پوځي ائیتلاف کې د سویډن غړیتوب ترلاسه کولو بهیر مخه ونیسي.
بل لور د سویډن امنیتي اداره وايي، د قران کریم سوځولو پېښې او ''د ناسمو معلوماتو خپرونکو د سویډن په هکله عامه تصور له یوه داسې هېواده چې زغم لري، په یوه داسې هېواد بدل کړی، چې د اسلام او مسلمانانو مخالف دی.''
د سویډن ملي امنیت ادارې (ساپو) په داسې حال کې چې په سویډن کې یې د مخامخ ترهګریزو بریدونو درجه له پنځو نه درې ته کړې، زیاته کړې ده: ''امنیتي پولیس اوس په سویډن کې او د سویډن پر ګټو د مخامخ بریدونو له ګواښ سره لاس او ګرېوان دي.''
سویډن حکومت دغه راز پر مسکو تور پورې کړی، چې د جعلي معلوماتو خپرولو یو کمپاین یې پیل کړی دی. د دې هېواد لومړي وزیر اولف کریسترسون په دې هکله وویل: ''موږ له نورو شیانو سره سره داسې هم ولیدل چې روسيان د داسې ناسمو ادعاوو تر شا لاس لري، چې ګواکې سویډن د یوه دولت په توګه بېلابېلو سپېڅلو متونو ته د سپکاوي تر سا لاس لري. بې له شکه چې دا ناسم معلومات دي.''
ساپو مسوولین وايي، جعلي معلوماتو کې دا هم ویل کېږي چې ګواکې د سویډن امنیتي ادارې پر مسلمانانو بریدونو کې لاس لري او یا یې ماشومان تښتوي.
د یادونې ده، چې له ۲۰۰۷ وروسته چې سویډني کارټونیسټ لارس ویلکس د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) کاریکاتور ترسیم کړی و، د سویډن بیان ازادۍ قوانینو په هکله دومره ناندرۍ نه وې رامنځته شوې.
له هغې پېښې وروسته لومړی په سویډن کې د نوموړي پر کور او وروسته په ګاونډي هېواد ډنمارک کې ۲۰۱۴ کال خونړي بریدونه وشول. په تېره جنورۍ میاشت کې بیا یوه سخت دریځي ښي اړخي فعال ته چې راسموس پالودان نومېد د ترکیې سفارت پر وړاندې د قرآن کریم سوځولو اجازې ورکولو سره غوغا رامنځته شوه.
د سویډن برعکس ډنمارک کې بیا د غونډو لپاره اجازې ته اړتیا نه شته. همدا اونۍ په ډنمارک کې د ښي اړخو یوې ډلې چې (ډنمارکي هېواد پال) نومېږي په کوپنهاګن کې د عراق سفارت پر وړاندې قرآن کریم ته اور ورته کړ.
په ملګرو ملتونو کې بیا هغه مهال غم او غوسه خپاره شول، چې یو شمېر اروپايي هېوادونو وویل، د سپېڅلو کتابونو سوځول له سپکاوي ډکه حمله ده، خو له نړیوال قانونه سرغړونه نه ده.
ترکیې بیا پر نړیواله ټولنه غږ وکړ، چې د داسې ''کرکجن جرم پر ضد چې د میلیاردونو مسلمانانو زړه ازاروي، یو موټی شي.''
د سویډن اپوزیسیون ګوندونو پر خپل حکومت غږ کړی، چې باید د مشرتابه له څرګندونو سره پارلمان ته ووايي، چې دوی د دې (کړکېچ) په هکله څه کوي.
په دودیز ډول سویډن ځان د لږکیو پر وړاندې درناوی کوونکي بولي او په نړیواله کچه احتجاج په دې هېواد کې دننه هم د خلکو پر آندونو او نظرونو اغېز کړی دی.
د اېس، وې، ټي ټلویزیوني شبکې په یوه نظر پوښتنه کې د سویډن خلکو څرګند اکثریت (۵۳ سلنه) د قرآن کریم او اینجل په څېر مقدسو کتابونو له سوځولو سره مخالفت کړی، ۳۴ سلنه سویډنیانو بیا د داسې کړنو اجاز ورکولو په حق کې نظر څرګند کړی او ۱۳ سلنه خلکو په دې موضوع کې بې پرېتوب څرګند کړی دی.