تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عراقي چارواکو د قران کریم سوځولو موضوع پر سر د سویډن سفیر له هېواده ایستلی
- Author, نادین یوسف
- دنده, بي بي سي
عراق حکومت په سویډن کې د قرآن کریم سوځولو موضوع پر سر له دیپلوماتیکو ناندریو وروسته له بغداده د سویډن سفیر شړلی دی.
سویډن چارواکو د جمعې پر ورځ د امنیتي ملحوظاتو له کبله په بغداد کې د خپل سفارت کارکوونکي سټاکهولم ته لېږدولي دي.
بغداد دغه راز له سویډنه خپل شارژدافئیر هم بېرته غوښتی او له سویډني شرکتونو سره یې ټوله کاروباري راکړه، ورکړه لغو کړې ده. له دې مخکې دوه ځله په عراق کې احتجاجیانو د سویډن پر سفارت یرغل وکړ او ودانۍ ته یې اور ورته کړ.
د سویډن بهرنیو چارو وزیر دا چاره د ''نه زغملو وړ '' بللې.
پر پنجشنبه احتجاجیانو اورېدلي و، چې سویډن پولیسو یوه عراقي مسیحي کډوال ته اجازه ورکړې، چې دویم ځل قرآن کریم وسوځوي او له هغه وروسته یې یو ځل بیا پر سفارت یرغل وکړ. سلوان مومیکا د عراق سفارت مخې ته پر قرآن کریم پښې کېښوولې، خو اور یې ورته نه کړ. تېره میاشت ده د سټاکهولم مرکزي جومات مخې ته قرآن کریم ته اور ورته کړی و.
سټاکهولم غونډې ته له هغه وروسته اجازه ورکړل شوه، چې محکمې د غونډو قانوني حق له مخې د پولیسو لخوا لګول شوی بندیز لغو کړ.
په بغداد کې بیا احتجاجیان چې ډېری یې د شیعه دیني عالم مقتدی الصدر پلویان وو، د سفارت پر دېوالونو ورواوښتل او د ودانۍ ځينو برخو ته یې اور ورته کړ. عراق حکومت پر سفارت برید سخت وغانده او په وینا یې په دې تړاو یې ۲۰ کسان نیولي دي.
خو عراق حکومت دغه راز سویډن ته خبرداری ورکړ چې که یې سلوان مومیکا ته د قران کریم سوځولو اجازه ورکړه، په دیپلوماتیکو اړیکو کې به له سختۍ سره مخامخ شي.
د عراق لومړي وزیر پر پنجشنبه سویډن سفیر ته امر وکړ، چې له هېواده یې ووځي. د عراق دولتي خبري اژانس ای، این، اې په رپوټ کې ویل شوي، عراق حکومت د مخابراتي شرکت ایرکسن په ګډون له سویډني شرکتونو سره کاروباري راکړه ورکړه هم بنده کړې.
ایران، ترکي، قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عرب هم سویډن ته له دې کبله احتجاج کړی، چې د قرآن کریم بې حرمتي اجازه یې ورکړې.
د سویډن بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلسټروم بیا ''په سختو ټکیو '' په عراق کې د خپل هېواد پر سفارت برید غندلی. امریکا متحدو ایالتونو، بریتانیا او اروپايي ټولنې هم پر سفارت د برید غندنه کړې. امریکا ویلي، دا ''د منلو وړ نه ده '' چې عراقي امنیتي ځواکونو د سفارت ساتنه نه ده کړې.
دې پېښې د ګڼ شمېر مسلمان اکثریت هېوادونو تر څنګ د عیسویانو مذهبي مشر پاپ پام هم د سلوان مومیکا عمل ته اړولی او دا کړنه یې غندلې ده. دې پېښې په سویډن کې د بیان ازادۍ قوانینو په هکله هم پوښتنې راپورته کړې.
د یادونې ده، چې سویډن پولیسو په لومړي سر کې د سلوان مومیکا غوښتنه رد کړې وه، چې د قرآن کریم سوځولو اجازې لپاره یې غوښتله، خو وروسته ځايي محاکمو د پولیسو پرېکړه لغو کړه.
روانه میاشت یوه سړي ته اجازه ورکړل شوه، چې په سټاکهولم کې د اسرائیل سفارت مخې ته تورات ته اور ورته کړي. هغه سړي خپل ګواښ عملي نه کړ، خو ویې ویل دی غواړي وښيي چې د فکر څرګندول هم یو برید لري او دوی باید په دې پوه شي.