تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سويډن کې د اختر پر ورځ د قرآن کريم سوځول د اسلامي هېوادونو له خوا غندل شوي
د نړۍ په کچه بېلابېلو مسلمانو هېوادونو د سويډن پلازمېنه سټاکهوم کې د يوه شخص له خوا د قرآن کريم د نسخې سوځولو پېښه په کلکه غندلې ده.
پېښه چهارشنبې د لوی اختر پر لومړۍ ورځ د سټاکهوم جومات مخې ته رامنځ ته شوه. د قرآن کريم د سوځولو پېښه کې يو عراقي الاصله کس هم لاس لري چې د احتجاج لپاره یې له محکمې رسمي اجازه اخيستې وه.
که چېرې سويډني چارواکو دې ډول احتجاج ته اجازه ورکړې وي، داسې شونتيا شته چې ترکيه به يو ځل بيا ناټو کې د سويډن له غړيتوب سره مخالفت وکړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي د سویډن په ستاکهوم کې له یوه جومات د باندې د قرآن کریم سوځول کېدای شي له ناټو سره د سویډن د یو ځای کېدو پروسه پېچلې کړي. سويډن د ناټو د غړيتوب لپاره د ترکيې ملاتړ ته اړتيا لري.
ده په یوه ټویټ کې د قرآن کریم سپکاوی غندلی او ویلي یې دي چې د بیان د ازادۍ په نوم د اسلام ضد مظاهرو اجازه ورکول د منلو وړ نه دي.
د طالبانو حکومت هم په سویډن کې د قران کریم سوځول غندلي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، "د بیان ازادۍ تر نامه لاندې مقدساتو ته سپکاوی په کلکه غندي."
په بیان کې دا هم راغلي چې "د مسلمانانو په سپېڅلو ورځو کې د دې ډول اعمالو اجازه ورکول د نړۍ نژدې دوو میلیاردو خلکو ته سپکاوی دی. "
دغه وزارت په ټولو اسلامي هېوادونو او سازمانونو غږ کړی چې په ټوله نړۍ کې د دا ډول ناوړه کړنو په ځواب کې اړین ګامونه پورته کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، د بیان د ازادۍ او احتجاج په پلمه د تاوتریخوالي هڅول په هېڅ صورت د توجیه وړ نه دي.
د مراکش د بهرنیو چارو وزارت دغه پېښه غیر مسؤلانه عمل بللې او ویلي یې دي، دا ګام داسې حال کې شوی، چې مسلمانان د خپل یوه سپېڅلي اختر لمانځنه کوي.
سعودي هم دغه پېښه غندلې او په خپله اعلامیه کې یې ویلي، چې دا ډول کړنې د کرکې او توکم پالنې د زیاتېدو لامل کېږي.
د روان کال په جنورۍ مياشت کې په سويډن کې د قرآن کريم د سوځولو په اړه هم مسلمانو هېوادونو توند غبرګون ښودلی و.
په ورته وخت په عراق کې د سويډن سفارت مخ ته لسګونو کسانو د قرآن کريم د سوځولو پر ضد لاريون وکړ او د دغه سفارت انګړ ته ورننوتل. په ټولنيزو رسنيو خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې لسګونه کسان د سفارت انګړ کې دننه ګرځي.
سټاکهوم کې د اختر پر ورځ د اسلام ضد مظاهرې
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې د دغې پېښې شاوخوا ۲۰۰ عيني شاهدانو ويلي، له جوماته بهر له دوو اعتراض کوونکو يوه یې د قرآن کريم يوه نسخه وڅیرله او بيا یې د مسلمانو سپېڅلي کتاب پاڼو ته اور ورته کړ.
په عيني وخت کې دويم کس په لوډسپيکر د اعتراض کوونکي خبرې ژباړلې.
ځينو موجودو کسانو د قرآن کريم د سوځولو په اعتراض کې "خدای لوی دی (ګاډ اېز ګرېټ)" نارې وهلې.
اعتراض کوونکي له دې پېښې وړاندې له امريکایي تلويزيون سياېن اېن سره په مرکه کې ويليوو چې پنځه کاله مخکې له عراق څخه سويډن ته راغلی او د سويډن تابعيت لري. نوموړيزياته کړې چې له دينه منکر (اېتيېست) دی.
د يادونې وړ ده چې د سويډن پولیسو د مسلمانانو پر ضد د لاريونونو څو غوښتنې رد کړې دي. خو يوې سيمه يیز محکمې د پولیسو دا پرېکړه رد کړه او دا یې د بيا له ازادۍ سرغړونه بللې.
د سټاکهوم د جومات مشر او امام محمود خلفي ويلي، د لوی اختر پر مهال لاريونونو ته د اجازې ورکولو پرېکړې د جوماتونو استازيمايوسه کړي دي.
نوموړي په يوه بيان کې ويلي، د جومات چارسمبالو له پولیسو وغوښتل چې لږ تر لږه اختجاج بل ځای ته چې د قانون له مخې شونی دی ولېږدوي خو په هر صورت دوی دا کار ونکړ.
د خلفي په وينا، هر کال شاوخوا لس زره کسان د ستاکهوم جومات ته د اختر د لمانځه لپاره راځي.