تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د قرآن کریم سپکاوي ته غبرګون؛ طالبانو افغانستان کې د سویډن پر ټولو فعالیتونو بندیز لګولی
په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه هېواد کې د سویډن د هر ډول فعالیت درېدو امر کړی دی.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي، دا پرېکړه د دې لپاره شوې، چې سویډن خپله خاوره کې د قرآن کریم او د مسلمانانو عقیدې ته د سپکاوي اجازه ورکړې ده.
هغه زیاته کړې، "د اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] اړوند ارګانونه مکلف دي چې د یادې لارښونې د تعمیل لپاره په عاجل ډول لاس په کارشي."
د یادونې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د تېر لوی اختر پر لومړۍ ورځ د سویډن پلازمېنه سټاکهولم کې یوه په خټه عراقي سړي د قرآن کریم یوې نسخې ته اور واچاوه.
دا پېښه د نړۍ لروبر کې د مسلمانانو له توند غبرګون سره مخ شوه.
د طالبانو حکومت هغه مهال هم دا کار غندلی و.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي وو، "د بیان ازادۍ په نوم مقدساتو ته سپکاوی په کلکه غندي."
په بیان کې دا هم راغلي وو چې "د مسلمانانو په سپېڅلو ورځو کې د دې ډول اعمالو اجازه ورکول د نړۍ نژدې دوو میلیاردو خلکو ته سپکاوی دی."
دغه وزارت په ټولو اسلامي هېوادونو او سازمانونو غږ کړی و چې په ټوله نړۍ کې د دا ډول ناوړه کړنو په ځواب کې اړین ګامونه پورته کړي.
د یادونې ده چې یو شمېر توندلارو ښي اړخو لاریون والو تېر کال هم سویډن کې د قرآن کریم یوه نسخه سوځولې وه.
د طالبانو حکومت هغه مهال هم په یوه خبرپاڼه کې په سویډن کې د قرآن کریم سوځول غندلي او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه کړې وه.
دوی د سویډن له حکومته غوښتي وو چې په راتلونکي کې دې داسې کسانو ته اجازه نه ورکوي چې ورته عمل ترسره کړي او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې حساسیتونه راوپاروي.
له مسلمانانو بښنه
اوس د ښاغلي مجاهد لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې "تر څو چې د دې شوم عمل له امله له مسلمانانو څخه بښنه نه وي غوښتل شوې، اسلامي امارت په افغانستان کې د سويډن هېواد د هر ډول فعالیت د درېدو امر کوي."
د یادونې ده چې د سویډن یو شمېر اړوندې مرستندویه ادارې او بنسټونه له کلونو راهیسې په افغانستان کې په تعلیمي، روغتیايي او د بشر دوستانه مرستو برخو کې فعالیت کوي.
په دوی کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه هم ده، چې پر خپله ویب پاڼه یې لیکلي،"په افغانستان کې شاوخوا ۸۷٫۰۰۰ تنه زدکوونکي د سویډن کمېټې ښوونځیو ته ځي. د دې کمېټې په کلنیکونو او روغتونونو کې هر کال له دوه میلیونه څخه زیاتو افغانانو درملنه کېږي."
دې کمېټې زیاته کړې "د دې تر څنګ د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه په هېواد کې معلولیت لرونکو کسانو سره مرسته کوي تر څو روغتیایي خدماتو ته لاسرسي ولري. دا کمېټه په لېرې پرتو سیمو کې د پرمختګ لپاره هم مرسته کوي."
د طالبانو په اعلامیه کې د نړۍ له نورو مسلمانو هېوادونو هم غوښتل شوي، چې "د سويډن د ګستاخانه عمل"غبرګون کې له دغه هېواد سره پر خپل تعامل غور وکړي.