سویډن؛ د قرآن کریم سوځولو پلان پر سر څلورمه ورځ هم تاوتریخوالي دوام درلود

په سویډن کې په پرله پسې څلورمه ورځ د پولیسو او هغو مظاهره چیانو تر منځ نښتې شوې، چې د یوې سخت دریځې ښي اړخې ډلې د قرآن کریم سوځولو تکل ته په غوسه دي.

په ختیځ ښار نورکوپینګ کې درې تنه هغه مهال ټپیان شول، چې پولیسو د مظاهره چیانو د خپرولو لپاره هوايي ډزې وکړې.

د مظاهرو په لړ کې شویو بلواوو کې ګڼ موټر سوځول شوي او اوولس تنه نیول شوي دي.

د رازموس پالودان په نامه یو ډېنمارکی- سویډنی سخت دریځی وايي چې مخکې یې هم قرآنکریم سوځولی او په وینا یې بیا هم غواړي چې په عامه غونډو کې دا کار وکړي.

د هغه د دغو ادعاو له کبله د ایران او عراق حکومتونو په خپلو هېوادو کې د سویډن سفیران د اعتراض لپاره ور احضار کړي دي.

رپوټونو کې ویل شوي، په هغو سیمو کې چې دغې سخت دریځې ډلې پکې د غونډو پروګرام درلود، د پنجشنبې، جمعې او شنبې پر ورځو ناارامیو کې ۱۶ پولیس افسران ټپیان شوي او د پولیسو یو شمېر ګاډو ته زیان اوښتی دی.

په دې کې د سټاکهولم څنډې سیمې او دغه راز لینکوپینګ او نورکوپینګ سیمې هم شاملې دي.

د دویچه ویله په رپوټ کې ویل شوي، پالودان پر یکشنبه په نورکوپینګ ښار کې د یوې بلې غونډې ګواښ کړی، چې په غبرګون کې یې هلته احتجاجونه ډېر شوي.

ځايي پولیس وايي، کله چې پرې برید وشو، د خبرداري لپاره یې هوايي ډزې وکړې. په دې پېښو کې د درې کسانو ټپي کېدو رپوټونه ورکړل شوي، چې په ظاهره په پلاستیکي مرمیو لګېدلي دي.

د سویډن ملي پولیسو مشر اندیرس تهورنبیرګ د شنبې پر ورځ یوه اعلامیه کې ویلي، مظاهره کوونکو د پولیسو ژوند ته د متوجه خطر په هکله بې پروايي څرګنده کړې.

په ۲۰۲۰ کې مالمو ښار کې په ورته مظاهرو کې له تاوتریخوالي وروسته موټرو ته اور ورته کړل شوی و او د ځینو دکانونو دروازې ماتې شوې وې.

پالودان چې په ۲۰۲۰ کال کې په ډنمارک کې د توکمیز تبعیض په ګډون د ورته جرمونو له کبله د یوې میاشتې لپاره زنداني شوی، د فرانسې او بلجیم په ګډون یې د اروپا په ځینې نورو ښارونو کې هم د قران کریم سوځولو لپاره د ورته غونډو هڅه کړې.