کابل چاودنې ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر غبرګون: "له افغانستان سره د داسې لوبو پایلې ښې نه وي"

د عکس سرچینه، Getty
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي چې هند ته په سفر تللی د کابل چاودنې او پکتیکا برید په هکله ویلي، زما معلومات دا دي، چې په کابل کې د یوې چاودنې غږ اورېدلی شوی، خو د شپې تر پایه له لټون وروسته کوم تلفات نه دي موندل شوي، او موږ تر اوسه نه پوهېږو چې دا غږ د څه شي و، ایا دا هلته د معادن کارکوونکو کومه چاودنه کړې یا بله څه خبره وه."
هغه زیاته کړه: "خو په لېرې پرتو سرحدي سیمو کې ځینې بریدونه شوي دي چې موږ یې غندنه کوو، او دا د پاکستان د حکومت یوه تېروتنه بولو. دا ډول مسائل د زور له لارې نه حل کېږي."
ښاغلي متقي وویل: "موږ د تفاهم او خبرو دروازې پرانیستې ساتلي دي. زموږ جغرافیایي موقعیت موږ ته دا فرصت راکوي چې یوه مهمه تجارتي لاره ولرو، نو باید له دې فرصته ګټه واخیستل شي. موږ چې څنګه له هند سره ښې اړیکې غواړو، همداراز له پاکستان سره هم ښې اړیکې غواړو، خو دا یوازې د یوې خوا له لوري نه کېږي، بلکې د دواړو خواوو له لوري کېدای شي.
ښاغلي متقي زیاته کړه: "نو ځکه باید راتلونکي کې دا ډول تېروتنه تکرار نه شي، او د افغانانو زغم باید و نه ازمویل شي. که څوک داسې عمل کولو ته زړه ښه کوي، نو باید یو ځل له انګرېزانو، شوروي اتحاد (یو اېس اېس ار)، امریکا، او ناټو وپوښتي. هغوی به تاسو ته ووایي چې له افغانستان سره د دې ډول لوبو پایله ښه نه وي."
د طالبانو دفاع وزارت: پاکستان ''د کابل قلمرو نقض'' کړی او په پکتیکا کې یې پر یوه بازار بمباري کړې

د عکس سرچینه، Getty
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وايي پاکستان ''د کابل قلمرو نقض'' کړی او په پکتیکا کې یې په یوه بازار بمباري کړې ده.
تېره شپه په کابل کې د درنو چاودنو غږ واورېدل شو او ځینو اوسېدونکو بي بي سي ته وویل چې جیټ الوتکې یې لیدلې دي.
په دغو پېښو کې د ځاني او مالي زیان په اړه لا کره معلومات نشته.
پاکستان لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
د طالبانو دفاع وزارت دا عمل د دوی په وینا کرغېړن ګام بولي او ګواښ کوي چې د عواقبو مسوولیت یې پاکستان ته راجع کېږي.
د طالبانو حکومت دفاع وزارت پر خواله رسنۍ، اېکس، یوه پیغام کې په دې هکله لیکلي: "پاکستان ډیورنډ 'فرضي' کرښې ته څېرمه د پکتیکا په مرغه سیمه کې پر یوه ملکي بازار بمبار کړی او د افغانستان پلازمېنې قلمرو یې هم نقض کړی دی."
د طالبانو حکومت په دې ټویټ کې لیکلي دي چې دا د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو "بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن اقدام دی."
د طالبانو دفاع وزارت په دې ټویټ کې زیاته شوې، چې دوی د افغانستان پر حریم دا تېری غندي.
په دې ټویت کې لیکل شوي چې "له خپل حریم څخه دفاع زموږ حق دی او له دې اقدام وروسته که وضعیت هر څومره ترینګلی کېږي نو عواقب به یې د پاکستان پوځ ته راجع وي."
پاکستاني ځواکونو له دې مخکې هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي. دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې هم د یوه بل پر خاوره د بریدونو ادعاوې کړې، چې مرګژوبله یې هم درلوده، خو که هغسې چې طالبان ادعا کوي، تائید شي، دا به تاریخ کې لومړی ځل وي، چې پاکستان د افغانستان پر پلازمېنه برید کوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د پاکستان پوځ څه وايي؟

د عکس سرچینه، ISPR
پاکستان رسماً په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د جمعې پر ورځ پېښور کې د یوې خبري غونډي په ترڅ کې د پاکستاني پوځ له ویاند ډګر جنرال احمد شریف چودري په دې هکله پوښتنه وشوه، چې نوموړي له څرګند ځواب ورکولو ډډه وکړه او یوازې دومره یې وویل: ''د پاکستان خلکو د سر او مال خوندیتوب لپاره به اړین اقدامات وشي او کېږي به.''
جنرال چودري په کابل کې د تېرې شپې چاودنې له یادولو پرته د پاکستان هغه تورونه تکرار کړل، چې کواکې پاکستان کې د ناامنیو د لاملونو په لست کې، په افغانستان کې، د هغو وسله والو شتون دی چې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه کوي.
نوموړي، ''د نشنل اېکشن پلان نه عملي کېدل، د ترهګرۍ پر موضوع سیاست، د هند له لوري د مرکز په توګه د افغانستان خاوره کارول، په افغانستان کې ترهګرو لپاره د خوندي پټنځایونو او وسلو شتون، د ترهګرۍ تر شا د ترهګرۍ جرمونو یوه ټولګه، چې سیاسي ملاتړ هم لري'' هغه لاملونو یاد کړل، چې د نوموړي په وینا له کبله یې اوس هم پاکستان کې د ناامنۍ پېښې کېږي.
د پاکستاني پوځ ویاند ادعا وکړه، چې افغان وګړي پاکستان کې د سخت دریځۍ په پېښو کې لاس لري.
د پېښور په کور کمانډر هاوس یا قول اردو کې د خبرو پر مهال نوموړي زیاته کړه، په دوحه هوکړه کې ویل شوي و، چې افغان خاوره به ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي، خو د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې وسلې پرېښوول شوې، چې د سخت دریځو لاسونو ته ورسېدې.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا بیا ویلي چې دا د اسلام اباد تورونه دي او دغه ادعاوې یې په کلکه رد کړې دي.
تېر ماښام کابل کې څه پېښ شول؟
تېر ماښام له ځايي مهال سره سم نژدې لس بجې د افغانستان پلازمېنه کابل کې د راپورونو له مخې د دوو درنو چاودنو غږونه واورېدل شول.
له دې چاودنو لږ وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو وویل، دوی په دې هکله معلومات راټولوي.
ځايي اوسېدونکو ویلي وو، دوی د چاودنو له غږونو سره د ډرون یا الوتکو غږونه هم اورېدلي دي.
له دې سره داسې ناتائید شوي رپوټونه خپاره شول، چې ګواکې د پاکستاني پوځ جنګي الوتکو د افغانستان پلازمېنه کې د پاکستاني طالبانو پر مشر نور ولي مسېد برید کړی، خو هغه مهال نه هم پاکستان او نه افغانستان کې د طالبانو حکومت سملاسي په دې هکله څه ویلي و.
وروسته پاکستاني طالبانو هغه رپوټونه رد کړل، چې ګواکې د دوی مشر نور ولي مسېد د افغانستان پلازمېنه کابل کې په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د پاکستاني طالبانو له لوري یو غږیز پیغام خپور شوی، که څه هم بي بي سي ته لا روښانه شوې نه ده چې دغه غږیز پیغام واقعا د پاکستاني طالبانو د مشر لخوا دی او که نه خو په دې کې د ادعا له مخې د دوی مشر غږېږي او وايي، چې دی نه دی وژل شوی، بلکې ژوندی دی او د خیبر پښتونخوا ایالت په قبایلي سیمه کې دی.
په کابل کې د بيبيسي خبریال څه ولیدل؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په کابل کې د بي بي سي خبریال یما بارز لږ مخکې په خپل استولي رپوټ کې وايي، د ماسپښین تر دوو بجو پورې د طالبانو د حکومت چارواکو د تېرې شپې د چاودنې د غږونو په تړاو چې په پلازمېنه کې اورېدل شوي وو لا هم څه نه وایي.
داسې رپوټونه وو چې ګواکې پېښه د کابل د عبدالحق څلورلارې شاوخوا سیمه کې شوې.
دا سیمه د استخباراتو له یوه مرکز او د دفاع وزارت له مرکز سره نږدې ده.
د بي بي سي خبریال یما بارز په خبره: "زه تېره شپه شاوخوا یولس بجې دې سیمې ته ولاړم. د امنیتي ځواکونو شمېر تر معمول ډېر و، او لږ تر لږه په یوه ځای کې یوه ګرځنده تلاشۍ هم جوړه شوې وه. هغه سړک چې د زړو مکروریانو پر لور غځېدلی، د موټرو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله بند شوی و خو کله چې د موټرو ګڼهګوڼه کمه شوه او موږ مخکې تلو، د استخباراتو او دفاع وزارت شاوخوا سړکونو کې د چاودنې یا پېښې هېڅ نښه ونه لیدل شوه."
کابل ښاریان څه وايي؟
د کابل ښاریانو ویلي تېره شپه یې د کابل په زړه کې د دوو قوي چاودنو غږ واورېد.
د خیرخانې، شیرپور او مکروریانو د سیمو عیني شاهدان وايي، له لومړۍ چاودنې وروسته یې د یوې جنګي جېټ الوتکې غږ واورېد او بیا دویمه چاودنه وشوه.
غبرګونونه
په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، پاکستاني ځواکونو د پلازمېنې کابل هوايي حریم 'نقض' کړی او د پکتیکا په برمل کې یې پر یوه بازار بمباري کړې ده.
دې پېښو ته ځینو مخکینیو افغان چارواکو، سیاستوالو او نورو افغانانو غبرګونونه څرګند کړي دي.
د طالبانو حکومت چارواکو دا په تاریخ کې د پاکستان له لوري په لومړي ځل د کابل هوايي حریم نقض بللی دی.
د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي پر خپل فېسبوک پاڼه دا پېښې غندلې او ''د نړیوالو قوانینو او د ملي حاکمیت برالا سرغړونه'' او ''د افغانستان پر حریم یې برالا تېری'' بللی دی. ښاغلي کرزي د افغانستان په هکله د پاکستان پر سیاست نیوکه کړې او په خبره یې ''هغه څه چې اوس پاکستان ورسره لاس او ګرېوان دی، د هماغو ناسمو پالیسیو پایله ده.''
ښاغلي کرزي له پاکستانه غوښتي چې ''د هغو پالیسیو ناوړه پایلو د مخنیوي او د خپلو تېروتنو د جبران لپاره دې د ګاونډیتوب حقونو او نړیوالو اصولو ته درناوی وکړي.''
د افغانستان د پخوانۍ ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم په کابل ښار کې چاودنه او پر پکتيکا ولایت د پاکستان وروستي هوايي بریدونه د هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تېری بللی او غندلي دي. هغه ویلي: ''په هېواد کې دننه هر ډول نظامي اقدام، د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی، او د ښه ګاونډيتوب له اصولو او د ملګرو ملتونو له منشور سره په مستقیم ډول تضاد لري.''
ښاغلي عبدالله زیاته کړې چې د افغانستان خلک غواړي چې د پولو او خاورې بشپړ درناوی وشي، او د هر ډول شخړې د حل لپاره ديپلوماتیکې او رغنده خبرې اترې غواړي.
د افغانستان بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر هم په ټولنیزه شبکه اېکس (پخوانی ټویټر) لیکلي دي: ''هیڅ افغان ته د بهرنیانو وسله وال بریدونه، زموږ د هېواد پر زړه کابل د هېڅ ډول پلمې لاندې، د منلو وړ نه دي.''
ښاغلي اتمر د تېرې شپې پېښه دښمنانه او ښکاره تېری بللی دی. هغه ادعا کړې چې ''په تېرو لسیزو کې، د افغانستان خلک تل د پاکستان له لورې د تروریزم قربانیان پاتې شوي. اوس چې پاکستان خپله د خپلې جوړې کړې بلا ښکار شوی، هڅه کوي چې په نوې بڼه بې ثباتي بېرته افغانستان ته صادر کړي.''
د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا لیکلي دي: ''موږ باید اجازه ور نه کړو چې د سیمې د خونړیو سیالانو نیابتي جګړه زموږ د خلکو د لا زیاتو وژنو لامل شي.''
هغه لیکلي: ''د جمهوریت د سقوط پر وخت، د پاکستان د دفاع وزیر امریکا ته ولیکل، تاسو بې پېلوټه الوتکې لرئ، خو موږ خدای لرو.''
هغه د طالبانو بریا ''د پاکستان بریا بلله، خو نن کابل پخپله پاکستان بمباري کړ.''
سپنتا د امیر خان متقي د هند له سفر سره په تړاو ویلي: ''د هند او پاکستان د حکومتونو پالیسۍ د افغانستان پر وړاندې د سیمې سولې ته نه، بلکې د خپلو نیابتي ځواکونو پیدا کولو ته معطوفې دي.''








