اوکراییني ډرون د روسیې 'سوپر سونیک' بم غورځونکی لمنځه وړی

د عکس سرچینه، X (TWITTER)
د رپوټونو له مخې د روسیې یو اوږد واټنه بم غورځونکی د اوکرایین د ډرون په برید کې لمنځه تللی دی.
پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې چې د بيبيسي څېړنو هم تایید کړي، یو توپولېف-۲۲ بم غورځونکی ښکاري چې د اور لمبو کې سوځي.
دا برید د سنت پیترزبورګ د سویل په سولڅي-۲ هوايي اډه کې شوی.
مسکو ویلي اوکرایینی ډرون تر برید وړاندې د وړې وسلې په ډزو ویشتل شوی و، خو بیا یې هم یوې الوتکې ته زیان اړولی دی.
اوکرایین بیا تر اوسه پر دې پېښې تبصره نه ده کړې.
توپولېف-۲۲ د غږ دوه برابره چټک مزل کولی شي او د روسیې لخوا په پراخه کچه د اوکرایین ښارونو کې د بریدونو لپاره کارول کېږي.
دغه الوتکې د ۲۴ زره کیلوګرامه په اندازه د وسلو، بمونو او توغنديو د لېږدولو وړتیا لري.
روسیې دا الوتکې لومړی ځل د سړې جګړې پر مهال جوړې کړې او تر اوکرایین وړاندې د سوریې، چیچنیا او ګرجستان په جګړو کې هم کارول شوې دي.
د اوکراییني چارواکو د ادعا له مخې د روان کال جنوري په دنیپرو ښار کې د استوګنیزو اپارتمانونو پر یوه بلاک د توغندیو برید هم توپولېف-۲۲ الوتکې کړی و، چې ۳۰ کسان پکې وژل شوي وو.
د روسیې دفاع وزارت یوه بیان کې ویلي چې دغه برید د یوه شنبه د مسکو پر وخت شاوخوا ۱۰ بجې شوی.
په دې اعلامیه کې هم د پېښې ځای په نووګرود سیمه کې یوه پوځي مرکز ښودل شوی.
سولڅي-۲ هوايي اډه هم په همدې سیمه کې پرته ده.
د روسیې د دفاع وزارت اعلامیه وايي "یو یواېوي (ډرون) د هوايي اډې د څارونکې پوستې لخوا کشف او د وړې وسلې په ډزو ویشتل شوی و... یوه الوتکه زیانمنه شوې، خو د دې ترهګریزې کړنې پایله کې مرګژوبله نه ده اوښتې."
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د هوايي اډې پارکېنګ کې لګېدلی اور ژر بېرته ووژل شو.
خو د خواله رسنیو پر ټېلېګرام پلتفارم خپرو شویو تصویرونو کې بیا ښکاري چې اور یوې جنګي جټ الوتکې اخیستی دی.

د عکس سرچینه، EPA
د بيبيسي د څېړنې برخې موندنې پر دې باور دي چې دغه عکسونه کره او باور وړ دي.
اوکرایین په وروستیو میاشتو کې د روسیې پر اهدافو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډېر کړې دي.
دغه ډرون الوتکې وخت ناوخت د څو سوه کیلومترو سفر کوي او ځان ان تر مسکوه هم رسوي.
سولڅي-۲ هوايي اډه هم د اوکرایین له پولې شاوخوا ۶۵۰ کیلومتره واټن کې پرته ده.
د یادونې ده چې د اوکرایین دفاع وزارت اړوند استخباراتو یوه ویاند دوشنبه وویل چې د روسیې په کالوګا سیمه کې هم د ډرون په یوه برید کې د روسیې یوه پوځي الوتکه له منځه وړل شوې ده.
روسیې رسنیو که څه هم دغلته د برید پخلی کړی خو د زیانونو اوښتل یې رد کړي دي.











