د اسرائیل او غزې جګړه؛ بایډن: نتانیاهو "تېروتنه" کړې

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ښاغلي بایډن ټینګار کړی، غزه باید تر راتلونکو شپږو تر اتو اونیو پورې "خوراکي توکو او درملو ته بشپړ لاسرسی" ولري.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، د هغه په باور د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې په اړه په معامله کې "تېروتنه" کړې ده.

هغه په یوه مرکه کې ویلي: "زه فکر کوم، هغه څه چې هغه (نتنیاهو) یې کوي غلط دي." زه د هغه له چلند سره موافق نه یم."

ښاغلي بایډن ټینګار وکړ، غزه باید تر راتلونکو شپږو تر اتو اونیو پورې "خوراکي توکو او درملو ته بشپړ لاسرسی" ولري.

هغه تېره اونۍ خبرداری ورکړ چې په جګړې کې له اسرائیلو څخه د امریکا دوامدار ملاتړ به په اسرائیلو پورې تړلی وي، چې نورو خوراکي توکي او درملو ته اجازه ورکړي.

اسرائیل دا ردوي چې غزې ته یې د مرستو د ننوتلو یا وېشلو مخه نیولې ده.

د اونیو خبرې او بحثونه لا تر اوسه نه دي توانېدلي چې د اوربند په اړه کومې موافقې ته ورسېږي. په داسې حال کې چې ورځ تر بلې نړیوال فشارونه هم مخ په زیاتېدو دي.

له ښاغلي بايدن سره دا یو ساعته اوږده مرکه تېره چهارشنبې وروسته تر هغه ثبت شوې، چې یوه ورځ مخکې یې د نړیوال مرکزي پخلنځي په نوم د یوې نړیوالې خیریه ټولنې د کارکوونکو پر موټر د اسرائیلي پوځیانو له خوا برید وشو او اووه تنه مرستندویه کارکونکي یې ووژل. دا مرکه د سې شنبې په شپه د هسپانوي ژبې چینل یونیویژن کې خپره شوې ده.

ښاغلي بایډن په دې خبرو کې پر لویه لار د دغې خیریه موسسې پر موټر د بې پیلوټه الوتکې برید "ټکان ورکونکی" بللی دی.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو تر هغه وروسته ویلي، "سترې تېروتنې" د دې لامل شوې چې د خیریه موسسې اووه مرستندویه کارکونکو موټر وژونکې پېښې لامل شي.

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

ښاغلي بایډن په دې خبرو کې پر لویه لار د دغې خیریه موسسې پر موټر د بې پیلوټه الوتکې برید "ټکان ورکونکی" بللی دی.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو تر هغه وروسته ویلي، "سترې تېروتنې" د دې لامل شوې چې د خیریه موسسې اووه مرستندویه کارکونکو موټر وژونکې پېښې رامنځ ته شي.

تر هغه برید وروسته اسرائیلو تر اوسه دوه لوړپوړي افسران له دندو ګوښه کړي دي.

ښاغلي بایډن په دې مرکه کې ویلي: "هغه څه چې زه یې غواړم دا دي، چې اسرائیل د اوربند غوښتنه وکړي او د راتلونکو شپږو، اتو اونیو لپاره خوراکي توکو او درملو ته د بشپړ لاسرسي اجازه ورکړي."

د امریکا ولسمشر مخکې ویلي و، حماس باید د جګړې د بندولو او د یرغملو له خوشې کولو سره موافقه وکړي.

اسرائیل په وروستیو کې ژمنه وکړه چې د غزې په شمال کې به یوه پوله پرانیزي او د نورو مرستو د لېږلو لپاره به یو بندر خلاص کړي.

ښاغلی بایډن له اسرائیلو د ملاتړ له امله له جدي کورني فشار سره مخ دی.

هغه په وروستیو اوونیو کې یې څو ځله پر اسرائیلو نیوکې کړې دي.

په همدې حال کې امریکا اسرائیلو ته د بمونو، توغندیو او مهماتو په ګډون د پوځي تجهیزاتو استولو ته دوام ورکوي.

اسرائیل وايي، په غزه کې د ۱۳۰ یرغملو له ډلې لږ تر لږه ۳۴ یې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د حماس طبي چارواکي هم وايي، چې پر غزې د اسرائیلو په برید کې تر ۳۳ زره ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.

امريکا: په رفح کې د عملیاتو نېټې ټاکل کېدو په اړه معلومات نه لري

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

بل پلو امريکا د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې رفح کې د عملياتو د پيلېدو لپاره نېټه معلومه ده.

د دوشنبې په ورځ د اسرائیلو لومړي وزیر وویل، په رفح کې د اسرائیلي پوځ د عملیاتو د پیل نېټه ټاکل شوې او عمليات کېدونکي دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د سې شنبې په ورځ له خپل بريتانوي سیال سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل، "موږ رفح کې د عملياتو لپاره ټاکلې نېټه نه لرو، لږ تر لږه موږ ته د نېټې په اړه څه نه دي ويل شوي او زه فکر نه کوم چې په نژدې راتلونکې کې دې عملیات دې ترسره شي." ښاغلي بلېنکن زياته کړه، دواړه هېوادونه په رفح کې د بې ګناه ملکي وګړو ژوند په خطر کې اچولو پرته په بديلو لارو غور او خبرې کوي.

د امریکا د سپينې مانۍ د ملي امنيت سلاکار جېک سليوان هم خبريالانو ته وويل، "که (نتنياهو) د دې عملياتو لپاره نېټه تاکلې هم وي خو موږ ته يې په اړه څه نه دي ويلي."

د اسرائيلو لومړي وزير د سې شنبې په ورځ وويل، "د نړۍ هېڅ ځواک نشي کولی چې رفح ته د اسرائيلي پوځيانو د ننوتلو مخه ونيسي."