کورمه کې جګړه؛ پوځ یې کابو کولو ته ورغلی، منظور پښتین وايي د جګړې تر شا د نورو لاس دی

پښتونخوا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کورمه کې پخوا هم خونړۍ قومي او مذهبي نښتې شوې دي

د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې د بېلابېلو قومونو تر منځ روانې جګړې حالت ترینګلی کړی او د وضعیت کابو کولو لپاره پوځ لاس په کار شوی.

د صوبایي حکومت په وینا په کورمه کې د وضعیت تر عادي کیدو به په سیمه کې پوځيان وي.

د رپوټونو له مخې په کورمه کې له تېرو څو ورځو راهیسې د جګړې له کبله لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او له ۳۷ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا د قومونو تر منځ دا جګړه د ځمکې پر سر له دعوو را پورته شوې خو په سیمه کې اوس ۱۴۴ قانون اعلان شوی دی.

پښتونخوا

د عکس سرچینه، Manzoor Ahmad Pashteen

اخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په ټولنیزو رسنیو یوه ویډیویي وینا خپره کړې او له خلکو یې د اوربند غوښتنه کړې.

منظور احمد پښتین ادعا کړي چې د قوم، مذهب او ډلو په نوم دا جګړه د یوه دریم قوت په اشاره چې ده یې نوم نه دی اخیستی ګرمه شوې.

هغه ویلي د جګړې دواړو خواوو ته پښتانه او د یوې ژبې خلک دي او په وینا یې د خپلو خلکو وینه تویول د خورا خواشینۍ او زیان خبره ده.

منظور احمد پښتین اعلان وکړ چې د جګړې د بندولو او خلکو ته د انصاف ورکولو لپاره به د مشرانو له یوې لویې جرګې سره ډېر ژر کورمې ته سفر وکړي.

پښتونخوا

د عکس سرچینه، Getty Images

د تېرې جمعې په ورځ (جولايي اوومه) پیل شوې په دې وسله واله نښته کې دواړه لوري د یوه بل پر ضد سپکې او درنې وسلې کاروي او د رسنیو د رپوټونو له مخې تر اوسه پکې یوولس تنه وژل شوي او تر اویا ډېر ژوبل دي.

دې جګړې د خلکو تر منځ وېره خپره کړې او د ځينو لارو د بندښت له کبله اړینو توکو ته لاس رسی سخت شوی دی.

هلته پرون سې شنبې هم په پېواړ، ګېدو، بالېشخېل، خوار کلي، صدې، پاړه څمکني، مقبلو او علي زي سیمو کې جګړه شوې.

پاکستاني رسنۍ وايي، ایالتي حکومت د دغه هېواد له لومړي وزیر شهباز شریف غوښتي چې دې سیمې ته لا ډېر امنیتي ځواکونه ولېږي او په دې قبایلي سيمه کې د جګړې د لا پراخېدو مخه ونیسي.

په همدې ترڅ کې د خیبر پښتونخوا د قبایلي چارو ادارې ویلي، د دېرشو تنو یوه جرګه یې د منځګړیتوب لپاره کورمې ته لېږلې چې د دواړو لورو تر منځ‌ سوله او جوړجاړی وکړي.

په کورمه کې د شیعه او سني پښتنو تر منځ دا جګړه کومه نوې هغه نه ده بکې تر دې مخکې هم په ځلونو د دواړو لورو تر منځ‌ خونړۍ نښتې شوې دي او وروسته پاکستانی پوځ اړ شوی چې مداخله وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د محرم لسمه راروانه ده او د نورې مسلمانې نړۍ په څېر د کورمه شیعه هم دا ورځ د لویو غونډو او "جلوسونو" په ترڅ کې لمانځي او د کربلا د پېښې ویر کوي.

جګړه څنګه پیل شوه؟

افغان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کورمه کې د تحریک حسیني پخواني مشر عابد حسین ویلي پر ډیورنډ کرښې هم د دوو قومونو ترمنځ ډزې شوې

شخړه لومړۍ د کورمې د بوشهرې ډنډر سیمه کې د بنګښ قوم د ځايي خلکو ترمنځ د ځمکې د مالکیت پر سر راپورته شوې‌ او وروسته د برې، کوزې او مرکزې کورمې نورو سیمو ته غځېدلې ده.‌

د رپوټونو له مخې یوه اړخ غوښتل چې پر دې ځمکه ابادي وکړي خو بل یې مخه نیولې ده چې بیا یې ترمنځ ډزې شوې دي.

ځايي اوسېدونکو ویلي، دا چې په لومړۍ نښته کې ځینې ښکېلې کورنۍ شعیه مذهبه او پاتې سنيان دي، د نورو ورڅېرمه سیمو خلک د دې انګېرنې له مخې ورښکېل شوي چې ګوندې شخړه مذهبي ده.

د خیبرپښتونخوا په کورمه، کوهاټ، هنګو او نورو سیمو کې پخوا هم په وار وار د شیعه ګانو او سنيانو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې دي.

د روان کال می میاشت کورمه کې د ناپېژانده وسله والو په یوه برید کې د پنځو ښوونکو په ګډون ۸ کسان وژل شوي وو او تر هغې وروسته له دواړو خواو په خواله رسنیو بیانونو کې داسې ادعا کېده چې ګواکې دغه پېښه د فرقه‌يي تاوتریخوالي په لړ کې شوې.

تر هغې لږ ور وړاندې یو بل ښوونکی هم دلته په ورته برید کې وژل شوی و.‌

پاکستاني رسنیو ویلي چې د دې وروستیو نښتو له کبله لارې تړل شوي‌ او خلک د خوراکي توکو، درملو او تېلو سره سخت کمښت سره مخامخ دي.

کورمه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په خلکو کې د نښتو له کبله ویره خپره ده

کورمه کې د روان کړکېچ پر خلاف په پېښور، اسلام اباد، کراچۍ او څو نورو ښارونو کې احتجاجونه هم شوي چې ګډونوالو له حکومته ژر تر ژره د دې ستونزې حل لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې.

پر دې سربېره ملي عوامي ګوند هم سې‌شنبه د پاړه چنار ښار د پرېس کلب مخې ته یوه ناسته رابللې.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د دغه ګوند د یوه مشر نوشي بنګښ په حواله ویلي، دوی پر دې خواشینې دي چې د پاکستان مرکزي او د پښتونخوا ایالتي حکومت د دغو شخړو او مرګژوبلې مخینوي لپاره کوټلي ګامونه نه دي اخیستي.

خو رسنیو د کورمې د پولیسو مرستیال سید سیف الاسلام شاه له خولې راخیستې چې د ځايي قومي مشرانو په همکارۍ د روانو نښتو د پای ته رسولو هڅې روانې دي.

د پاکستان مرکزي کابینه کې د بهرمېشتو پاکستانیانو د چارو وزیر او قامي اسمبلۍ کې د کورمې ضلعې منتخب غړي‌ ساحد حسین طوري بي‌بي‌سي ته ویلي چې دی خپله دې سیمې ته تللی او ځايي انتظامیې، امنیتي‌ چارواکو او مخورو په همکارۍ پر حالاتو د کنټرول هڅې روانې دي.

هغه ویلي په ځینو سیمو کې جګړه درېدلې او دواړو خواو خپلې مورچې پرېښې دي.