د پښتونخوا کورمه کې احتجاجونه؛ بریدونو کې وژل شوي ښوونکي نن خاورو ته وسپارل شول

کورمه

د عکس سرچینه، Getty Images

د خیر پښتونخوا قبایلي سيمې د کورمې په پاړه چنار او تري منګل کې پر ښوونځي او ښوونکو تر برید وروسته احتجاجونه پیل شوي او کاروزګار په ټپه درېدلی دی. هلته په دوو جلا پېښو کې تېره ورځ اته کسان وژل شوي دي چې تر ډېره ښوونکي دي.

په سیمه کې د ښوونکو ټولنو اعتراضونه پیل کړي او نن (مئ ۵مه) د وژل شویو کسانو مړي تر جمعې لمانځه وروسته خاورو ته سپارل شوي دي.

د کورمې ولسوالۍ د پولیسو په وینا د ډزو په دوو جلا پېښو کې د پنځو ښوونکو په ګډون اته تنه وژل شوي دي. یو برید پر ښوونکي شوی او بل هم پر یوه ښوونځي.

د دغو بریدونو په تړاو پولیسو د درو نامالومو کسانو پر ضد قضیې ثبت کړې دي چې د ترهګرۍ اړوند دوسیې هم بلل شوې دي.

د یادولو ده چې وژل شوي کسان د طوري قوم وګړي دي چې تر ډېره شیعه ګان دي.

پر ښوونځي برید داسې مهال شوی چې هلته د لسم ټولګیو یا مېټرېک او د نهم بورډ ازموینه اخیستل کېدله خو ځايي خبریالانو ویلي چې د برید په شېبو کې زدکوونکي په ټولګیو کې نه وو.

د پاکستان لومړي وزیر او د خیر پښتونخوا ایالت وزیر دا پېښې غندلې دي او له مسولانو یې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

په کورمه کې اوس حالات څنګه دي؟

پاړه چنار

د خیبر پښتوخوا په کورمه کې اوس هر راز کاروبار په ټپه ولاړ دی، امنیتي تدابیر ډېر شوي او سيمه پولیسو کلابنده کړې ده. د پولیسو تر څنګ نظامي ځواکونه هم په بېلابېلو سیمو کې ګمارل شوي دي.

تېره ورځ د ښوونکي تر وژل کېدو وروسته کورمې ولسوالۍ ته ټولې ورغلې لارې تړل شوې وې خو د شپې بېرته پرانیستل شوې او هلته د ورتلونکو ګاډو کلکه پلټنه یا تلاشي کېږي.

له کورمې رپوټونه وايي چې اوسمهال هلته ټولې ښوونیزې ادارې او ښوونځي تړل شوي او د لسم او نهم ټولګیو د میټرېک یا بورډ ازموینې هم ځنډول شوې دي.

په ورته مهال هلته د ښوونځيو او کالجونو ښوونکو، د طبي برخې کارکوونکو، ډاکټرانو، سوداګرو په ګډون ګڼ عام خلک هم د دغو بریدونو د غندنې پر ضد راپاڅېدلي او احتجاج یې پیل کړی دی.

کورمه کې د شیعه ګانو ټولنو په کلکو ټکو د دغو بریدونو غندنه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول بریدونه "د کورمې د امنیت له منځه وړلو یوه هڅه ده"

درې بریدونه، یو پر ښوونکي، بل پر ښوونځي او درېیم پر پولیسو

د پولیسو د مالوماتو له مخې تازه ټولټال درې بریدونه شوي دي، په یوه کې یو ښوونکی په نښه شوی، بل کې ښوونځی او پکې شته استادان او درېیم برید هله پر پولیسو شوی چې د مړو لېږدولو پسې روان وو.

پر ښوونکي د برید په اړه د کورمې ولسوالۍ پولیس وايي چې برید پاړه چنار ته څېرمه پر شلوزان نومي سړک یوه روان ګاډي شوی دی. په هغه ګاډی کې د بورډ یا لسم او نهم ټولګیو ځانګړې ازموینې یو ممتحن ښوونکی شریف ناست و چې د ډزو په پایله کې ځای پر ځای وژل شوی دی.

کورمه

د عکس سرچینه، BASHARAT

بله برید هم د ورته ازموینې لپاره پر یوه ځانګړي شوي ښوونځي په تري منګل سیمه کې شوی دی.

د کورمې پولیس وايي چې نامالوم بریدګر د "تري منګل های سکول" ودانۍ ته ننوتل او هلته یې د ازموینې لپاره ورټولو شویو ښوونکو باندې ډزې وکړې چې په ترڅ کې یې د څلورو ښوونکو په ګډون درې نور کسان هم ووژل شول.

پولیسو سره یوه بله قضیه هم ثبت شوې چې پکې ویل شوي، د تري منګل پر د دغه ښوونځي په پېښه کې په مړو پسې د پولیسو روان کاروان باندې هم ډزې شوي چې په پایله کې یې درې پولیس ژوبل شوي او د مړو د لېږدولو چاره یې وځنډوله.

د کورمې پولیسو ویلي چې د دغو درو واړو پېښو پلټنه یې پیل کړې ده او د شخصي دوښمنۍ، مذهبي تاوتریخوالي او ترهګرۍ اړوند اړخونه به پکې په پام کې نیسي.

د پاړه چنار حوزوي روغتون د مالوماتو له مخې د مړو د عدلي‌ طب په لومړیو ازموینو کې په ډاګه شوې چې اووه واړه وژل شوي کسان په ګولیو یا مرمیو د لګېدو له کبله وژل شوي خو پر دوو د مرۍ پرې کېدو نښې هم موندل شوې دي مګر هغو هم وار له مخه د مرمۍ لګېدو په پایله کې ژوند بایللی و.

د یادولو ده چې تېره ورځ تر دغو پېښو وروسته په پاړه چنار کې د ښوونکو ګڼو ټولنو هلته د پریس کلب په مخ کې احتجاج کړی دی.

ښوونکو ویلي، "په کورمه کې به یې احتجاجونه تر هغه روان وي چې د ښوونکو بشپړ امنیت نه وي ډاډمن شوی"

د یادولو ده چې کورمه کې تر دې مخکې هم ګڼې پېښې شوې دي او یو وخت د شیعه او سني وګړو تر منځ د خونړي مذهبي تاوتریخوالي شاهده هم پاتې شوې ده.

دا سیمه د افغانستان د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ ته څېرمه پرته ده.