پر ایران د اسرائیلو برید: د اصفهان په هوايي اډه کې زیان لیدل شوی

د تېرې جمعې په سهار وختي په اصفهان کې پر هوايي پوځي اډې د اسرائیلو له برید وروسته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې خپاره شوي د سپوږمکۍ عکسونه اډې ته د احتمالي زیان څرګندونه کوي.
د بي بي سي تحقیقاتي ډلې د سپوږمکۍ دوه عکسونه تحلیل کړي چې ښيي د پوځ په یوه هوايي اډه کې د هوايي دفاعي سیستم یوه برخه زیانمنه شوې ده.
امریکايي چارواکي وايي، اسرائیلو توغندیز برید کړی، که څه هم تر دې دمه د اسرائیلو له خوا په رسمي ډول تایید شوی نه دی.
په وروستیو اونیو کې د ایران او اسرائیلو ترمنځ ترینګلتیا په چټکۍ سره زیاته شوې ده.
د روانې میاشتې په پیل کې په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ اسرائیل د برید اصلي مشکوک ګڼل کېږي، چې وروسته ایران د اپریل په دیارلسمه پر اسرائیلو غچ اخیستونکی برید وکړ.
وروسته له هغه چې د جمعې په سهار په اصفهان د اسرائیلو د برید خبر خپور شو، د هغې د هدف او احتمالي زیان په اړه ګنګوسې روانې دي.
ایران وايي، دا برید د بې پیلوټه الوتکو په وسیله شوی، چې د هوايي دفاعي ځوک یې د ویشتلو توان درلود.
که څه هم دا لا څرګنده نه ده چې په برید کې کومې وسلې کارول شوې وې، خو د سپوږمکۍ انځورونه د اصفهان په هوايي اډه کې د زیان شاهدان دي.

د بي بي سي د تایید څانګې دا ارزونه د سپوږمکۍ د هغو انځورونو د تحلیل له لارې کړې ده چې د جمعې په ورځ په اصفهان کې اخیستل شوي دي.
د SAR ټیکنالوژي د ځمکې د سطحې عکس رامنځته کولو لپاره د راډیو څپې کاروي. له دودیزو سپوږمکۍ ټیکنالوژیو څخه د هغې یوه ګټه د شپې یا په ورېځو کې د عکسونو اخیستلو وړتیا ده.
هغه انځورونه چې دا ټیکنالوژي یې راټولوي په تور او سپین کې دي، مګر په لوړ ریزولوشن کې وړاندې کېږي.
نو (سار) نشي کولی په ځمکه کې د رنګ بدلونونه کشف کړي، مګر دا کولی شي جوړښتونو، وسایطو او نورو ته اوښتی مادي زیان په ګوته کړي.
په اصفهان کې د ایران د پوځ د هوايي اډې په دغو انځورونو کې، د اپریل په ۱۵ د امبرا سپیس لخوا اخیستل شوی، اېس -۳۰۰۰ هوایی دفاعي سیسټم لیدل کېدی شي چې د هوایي اډې په شمال لوېدیځ کونج کې موقعیت لري.
دغه هوايي دفاعي سيسټم په رادار، د توغنديو د ويشتونکو او نورو تجهيزاتو په لرلو څو وسايل لري.
د امبرا سپوږمکۍ په عکس کې چې د جمعې له برید وروسته اخیستل شوی، زیان او د هغه څه پاتې شوني چې ممکن د رادار وي لیدل کېدی شي، د هغې موقعیت لږ څه بدل شوی.
په دې انځور کې هغه موټر چې د دغه هوايي دفاعي سیستم تر څنګ ولاړ و، حرکت کړی او اوس په انځور کې نه شته.

دا ارزونه د پلنټ شرکت د اپټیکل سپوږمکۍ په مټ اخیستل شوي نظري سپوږمکۍ عکس لخوا هم تایید شوې، چې له ټیټ ریزولوشن سره سره په ورته ځای کې د سوځېدنې نښې ښیي.
دا د سوځېدنې نښې د اپریل په ۱۱ او ۱۵ ثبت شوي عکسونو کې نه شته.
د اصفهان په پوځي اډه کې له دې پېښې پرته، په شته انځورونو کې د زیان نورې نښې نه لیدل کیږي، مګر د ډاډ ترلاسه کولو لپاره، د لوړ ریزولوشن سره د نظري عکسونو نور تحلیل ته اړتیا ده.
تر اوسه د اصفهان د اتومي تاسیساتو انځور نه دی څرګند، چې ویل کیږي د اسرائیلو د برید یو هدف و.
خو د ملګرو ملتونو اړوند د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي دي چې د ایران اټومي تاسیساتو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.











