د پاکستاني پوځ په اړه د هند بهرنیو چارو وزیر ادعاوې او د اسلام اباد غبرګون

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پاکستاني پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر او پاکستاني پوځ په هکله د هند بهرنیو چارو وزیر اېس جېشنکر څرګندونې 'پاروونکې، بې بنسټه او بې مسوولیته' بللې او په خبره یې دوی یې په کلکه ردوي.

د یادونې ده، چې د هند بهرنیو چارو وزیر اېس جېشنکر پر شنبه یوه خبري غونډه کې د پاکستاني پوځ مشر په هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې وویل، هغه څه چې اوس پاکستان کې روان دي، د دې هېواد د نژدې ۸۰ کالو تاریخ منعکسوي.

ښاغلي جېشنکر زیاته کړه، پاکستان کې پوځ تل په یوه نه یوه بڼه واکمني کوي، کله د پردې تر شا او کله هم مخامخ راځي او دا هر څه کوي.

د هند بهرنیو چارو وزیر ادعا وکړه، چې هغه ډېری ستونزې هم د پاکستاني پوځ له کبله رامنځته کېږي، چې هند ورسره مخامخ وي.

د نوموړي په خبره، ترهګري، روزنیز کمپونه او د هند پر ضد فکري دښمني هم داسې څه دي، چې په پاکستاني پوځ پورې تړلي موضوعات دي.

د هند بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، د پاکستان اوسنی وضعیت، د دواړو هېوادونو د وړتیاوو او اعتبار تر منځ هم څرګند توپیر شته. جېشنکر زیاته کړه، هند باید بې ځایه ځان له پاکستان سره پرتله نه کړي او نه هم داسې کومه اړتیا شته، چې پر پاکستان ډېر پام ورټول کړي.

د پاکستان غبرګون

بل لور د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، پاکستان یو مسوولانه هېواد دی او د وسله والو پوځ په ګډون یې ټولې ادارې د ملي امنیت ستنې دي، چې د هېواد خپلواکي او خاورې تمامیت ساتنې ته هوډمن دي.

ښاغلي اندرابي وویل: ''د ۲۰۲۵ مې شخړې د هېواد دفاع لړ کې د پاکستاني پوځ مسلکي وړتیاوې په څرګند ډول ثابتې کړې او د پروپاګند هېڅ ډول پلان دا واقعیت نه شي بدلولای.''

نوموړی وايي، ''د هندي مشرتابه له لوري د پاکستاني ادارو بدنامولو هڅې د پروپاګند یوه منظم پروګرام برخه ده، چې په وینا یې هدف یې د سیمې بې ثباتۍ کې د هند اقدامات او پاکستان کې له هغې ترهګرۍ د (خلکو) پام اړول دي، چې دولت یې سرپرستي کوي.''

نوموړی وايي، ''دغسې پاروونکې څرګندونې د هند سولې او ثبات لپاره غیر جدي رویه څرګندوي.''

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، ''هند باید پر پاکستاني پوځ د تورونو لګولو پر ځای د (هندوتوا) مفکورې په هکله پلټنې وکړې، چې په وینا یې له کبله یې سارايي محاکمې، د خلکو په ګڼه ګوڼه کې وژنې، بې دلیله نیونې او د عبادتځایونو ویجاړولو پېښې رامنځته کېږي.''

دی ادعا کوي، ''هند دولت او مشرتابه د مذهب په نامه د دې سخت دريځۍ یرغمل شوي دي.''

ویاند زیاته کړه، ''پاکستان پر دیپلوماسۍ او مذاکراتو باور لري، خو د خپلو ګټو، خپلواکۍ ساتنې لپاره متحد او یو موټی دی.''