تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند هم د پاکستانیو الوتکو پر مخ خپل فضايي حریم وتاړه
تر هغه وروسته چې پاکستان د هندیو الوتکو پر مخ خپل فضايي حریم وتاړه، اوس هند هم ورته کار کړی او د هر راز پاکستانیو پروازونو پر مخ یې خپل هوايي حدود بند کړي دي.
د هند خبري اژانس 'پرېس ټرسټ اف انډيا' د معلوماتو له مخې، هندي چارواکو ویلي چې د نن پيل شوې 'مې' میلادي میاشتې له لومړۍ نېټې تر ۲۳مې به د هند فضايي یا هوايي حریم د پاکستان د هر راز الوتنو پر مخ تړلی وي.
پرون چهارشنبه (اپرېل ۳۰) د هند د هوايي ډګرونو ادارې په دې اړه یوه خبرتیا هم خپره کړې وه. په خبرتیا کې پیلوټانو او د الوتنو نورو مسؤلانو ته د پرواز پر مهال پر هوايي لاره او په ځينو ځانګړو سیمو کې د حالاتو د بدلېدو له امله د ممکنه خطرونو په اړه خبرداری ورکړل شوی و.
د هند له لوري د دغه بندیز په ترڅ کې ویل شوي چې فضايي حریم به یې د پاکستان د هغو ټولو الوتکو پر مخ تړلی وي چې د پاکستان خپلې او ورسره ثبت دي، یا یې کرایه کړې دي او یا هم د دغه هېواد د ځينو هوايي شرکتونو له لوري فعالیت کوي.
د پاکستان هوايي شرکتونه سنګاپور، مالیزیا او د ختیځې اسیا ځينو نورو هېوادونو ته د الوتنو لپاره د هند فضايي حریم کاروي.
یوه هندي لوړپوړه دولتي چارواکي یاد خبري اژانس ته ویلي چې دا بندیز د پاکستان پر پوځي الوتکو هم لګول شوی دی.
د یادولو ده چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر اړوند پهلګام سیمه کې تر برید وروسته چې کله ډيلي له پاکستان سره د اوبو 'سېند طاس تړون' وځنډاوه او د 'واګه' پولې تړلو تر څنګ یې ځينې نور اقدامات اعلان کړل نو پاکستان د هندي پروازونو پر مخ خپل فضايي حدود بند کړل.
هند دا نوی بندیز داسې مهال اعلانوي چې ځينو پاکستانیو چارواکو ویلي چې هند پرې د برید په تکل دی. خو هند لا په رسمي ډول داسې څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هند او پاکستان تر منځ زیاتېدونکي کړکېچ ته په کتو، د دواړو هېوادونو له چارواکو سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
امریکا له اسلام اباده غوښتي چې د پهلګام برید څېړنو کې همکاري وکړي
واشنګټن وايي، ښاغلي روبیو د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره خبرو کې غوښتي چې نوموړی دې د هند تر ادارې لاندې د کشمیر پهلګام کې د اپرېل د ۲۲مې برید وغندي.
هغه پر دې هم ټینګار کړی چې اسلام اباد دې د دغه خونړي برید په تړاو څېړنو کې مرسته وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، ښاغلي روبیو د پاکستان لومړي وزیر ته ویلي چې "له هند سره د کړکېچ کمولو، د مستقیمو اړیکو رغولو او سویلي اسیا کې د سولې امو ثبات ټینګښت لپاره کار وکړي."
هغه د پاکستان له لومړي وزیر وروسته د هند له بهرنیو چارو وزیر اېسجی شنکر سره هم په تلېفوني خبرو کې د نويډیلي له اړخه د کړکېچ د کمېدو او سویلي اسیا کې د سولې او ثبات دوام لپاره پاکستان سره د ګډ کار کولو ویلي دي.
واشنګټن زیاتوي چې ښاغلي روبیو د پهلګام په خونړي ترهګریز برید کې پر مړینو خواشینې ښودلې او ټینګار یې کړی چې امریکا له هند سره د ترهګرۍ خلاف ولاړه ده.
شریف: د هند تحرکات د پاکستان پام له ترهګرۍ ضد هڅو اړوي
بلخوا د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې هغه د امریکا له بهرنیو چارو وزیر سره په تلیفوني مکالمه کې پاکستان پورې د پهلګام پېښې تړلو لپاره د هند هڅې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د حقایقو مالومېدو لپاره دې رڼې، ناپیېلې او باور وړ څېړنې وشي.
د پاکستان لومړي وزیر د هند "پاروونکی چلند" د خواشینې وړ بللی او زیاته کړې یې ده چې دا ډول تحرکات "په ځانګړې توګه د افغانستان له خاورې د داعش خراسان، ټيټيپي او بلوڅ ازادي غوښتونکو په ګډون د توندلارو وسله والو ډلو د ترهګرۍ پر وړاندې له روانو هڅو او مبارزې د پاکستان پام بلخوا اړوي.
د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو مخکې هم په وار وار د دوی پر ضد د افغانستان د خاورې د کارېدو ادعا کړې ده، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا نه ردوي چې د دغه هېواد خاوره کې د کوم ګاونډي خلاف کارېدلې دوي.
شهباز شریف ویلي، چې پاکستان د ترهګرۍ خلاف جګړه کې مهم نقش لوبولی، له ۹۰ زره ډېر پاکستانیان پکې قرباني شوي او پاکستان ته په دې جګړه کې له ۱۵۲ میلیارد ډالرو ډېر اقتصادي زیان اوښتی دی.
شهباز شریف د دې یادونه هم کړې چې د دوی او هند ترمنځ د اوبو شریکولو تړون کې په یو اړخیزه توګه د هغه د ځنډولو یوه ماده او بند هم نشته او دا چې له دغو اوبو سره د ۲۴۰ میلیونه پاکستانیانو ژوند تړلی دی.
هغه پر دې هم ټینګار کړی چې د جمو او کشمیر د مسالې سولهییز حل سویلي اسیا کې د دوامداره سولې د ټینګښت او ډاډمنتیا یوازنۍ لار ده.