تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډیلی وايي دا یقیني کوي چې پاکستان ته "یو څاڅکی اوبه" هم لاړې نه شي؛ بلاولبوټو: یا به زموږ اوبه رابهېږي یا ستاسې وینې
د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په دوام هند کې د اوبو سرچینو وزیر سيار پټېل ویلي د دوی حکومت د دې ډاډمنولو لپاره پر یوه تګلاره کار کوي چې "پاکستان له هنده یو څاڅکی اوبه هم ترلاسه نه کړي."
هغه دا څرګندونې د هند تر ادارې لاندې د کشمیر پهلګام سیمه کې د سېشنبې ورځې له خونړي برید وروسته د لومړي وزیر نرېندرا مودي د حکومت لخوا په یوه اړخیزه توګه له پاکستان سره د 'سند طاس' په نوم د اوبو شریکولو تړون د ځنډولو له اعلان وروسته کړې.
اسلام اباد د دغه اقدام شدید مخالفت کړی او تازه د دغه هېواد په اېتلافي حکومت کې د شریک پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو مودي ته په خطاب کې ویلي "د سند په سیند کې به یا اوبه رابهېږي یا ستاسې وینې."
د پهلګام له برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ بیا اوج ته رسېدلی او دغو هېوادونو د یو بل خلاف د ځینو اقداماتو پر اعلانونو سربېره د نورو ممکنه ګامونو ګواښ هم کړی.
هند کې د اوبو سرچینو وزیر سيار پټېل د حکومت د لوړې کچې تر یوې ناستې وروسته ویلي "لومړي وزیر مودي په دې لړ کې ځینې لارښوونې کړې وې او دا غونډه د هغو [لارښوونو] د عملي کېدو پر لارو چارو د غور لپاره شوې ده."
هغه وویل "د دې لپاره د لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال درېیو پړاوونو تګلارې ټاکل شوې."
نوموړي زیاته کړه چې "موږ به دا خبره یقیني کړو چې له هنده یو څاڅکی اوبه هم پاکستان ته ونه بهېږي."
د یادونې ده چې دا غونډه د هند د کورنیو چارو وزیر امت شاه په مشرۍ ترسره شوې وه او بهرنیو چارو وزیر هم په کې برخه اخیستې وه.
دې غونډه کې د نوي ډیلي لخوا د اعلان شویو اقداماتو د ښه پليتابه لپاره وړاندیزونه شوي وو.
بلاول: په سند کې به یا زموږ اوبه رابهېږي یا ستاسې ویني
پاکستان د هند لخوا په یو اړخیزه توګه د اوبو شریکولو تړون د ځنډولو د پرېکړې شدید مخالفت کړی.
د دغه هېواد مخکیني لومړي وزیر او په اوسني اېتلافي حکومت کې د دویم ستر ګوند "پيپلز پارټۍ" مشر بلاول بوټو زرداري د جمعې پر ورځ سکر کې یوې غونډې ته ویلي "هند پر سند سیند د یوه بل برید هڅه کړې."
هغه زیاته کړې "سند سیند زموږ دی، زموږ به وي، په دغه سیند کې به یا زموږ اوبه رابهېږي یا د هغوی ویني."
بلاول بوټو ویلي چې د هند لومړي وزیر د خپلو ناکامیو پټولو لپاره د پهلګام د برید تور په پاکستان پورې کړی او بیا یې د دوی خلاف یو اړخیز اقدامات اعلان کړي.
هغه زیاته کړې چې د پاکستان حکومت او خلک به د سند طاس په اړه د نوي ډیلي ګام ونه مني.
تر دې ورمخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې د هند "له یو اړخیز چلنده د سیمې امن او ثبات ته د زیان رسېدو اندېښنه شته."
د دغه وزارت ویاند شفقت علي خان اسلاماباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، که هند داسې وکړي نو "سخت ځواب" به ورکړل شي او دا به "د جګړې د پيل په معنا وي."
هغه زیاته کړې وه چې له 'سند طاس هوکړې" سرغړونه به د هند "بې مسوولیته ګام وي" او دا چې د پاکستان پوځ د خپل هېواد دفاع ته "پوره چمتو دی."
د یادونې ده د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له ډېرېدو سره د دغو هېوادونو ترمنځ د احتمالي پوځي تقابل اندېښنې هم ډېرې شوې.
په دې لړ کې ملګرو ملتونو له دواړو هېوادونو د زغم غوښتنه کړې او ویلي یې دي، ډیلی او اسلاماباد باید ډاډمنه کړي چې تر منځ یې وضعیت نور خراب نه شي.