مودي وايي، کشمیر کې بریدګرو او ملاتړو ته به یې د دوی تر تصوره هم پورته سزا ورکړي

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د پهلګام برید ته غبرګون کې ګواښ کړی چې پکې ښکېلو کسانو ته به د هغوی "له تصوره پورته" سزا ورکړي.

ښاغلي مودي ویلي، "زموږ دوښمنانو زموږ پر خاوره د برید کولو جرات کړی دی. غواړم دا روښانه کړم چې: د دغو وژنو تر شا لاس لرونکو ترهګرو ته به د هغوی له ملاتړو سره یو ځای داسې ستره سزا ورکړو چې د دوی له تصوره به هم پورته وي."

دا لومړی ځل دی چې ښاغلی مودي تر خپلې ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام کې د شوي برید په اړه په یوه عمومي غونډه کې د وینا پر مهال د خپل حکومت دریځ روښانوي.

ده دا څرګندونې نن پنجشنبه (اپرېل ۲۴) په بېهار کې کړې دي.

غونډې ته د وینا پر مهال د هند لومړي وزیر همدا راز ویلي، "نن، د بېهار له خاورې زه ټولې نړۍ ته دا خبره کوم چې هند به هر ترهګر او د هغوی ملاتړي وپېژني، تعقیب به یې کړي او سزا به ورکړي. د ځمکې تر اخري سره به پسې ورشو. ترهګري به هېڅکله د هند اروا ماته نه شي کړای."

د مودي په وینا، دا هغه "هوډ" دی چې ټول هېواد "پرې کلک ولاړ دی."

ښاغلي مودي له هغو هېوادونو او مشرانو مننه وکړه چې پر دې پېښه یې له هند سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

ده وویل، "ټول هغوی له موږ سره ولاړ دي چې پر انسانیت باور لري. زه د ګڼو هېوادونو له خلکو او د هغوی له مشرانو مننه کوم چې په دغو حالاتو کې له موږ سره ولاړ دي."

د هند لومړی وزیر دا څرګندونې تر هغه برید وروسته کوي چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې د وسله والو له خوا په یوه برید کې ۲۶ کسان ووژل شول.

نوي ډیلي د پاکستان پر وړاندې ځینې اقدامات هم اعلان کړي دي.

د پاکستان پر ضد د هند اقدامات څه دي؟

په دغو اقداماتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مهمې سرحدي لارې 'واګه بندر' تړل، د سند د اوبو شریکولو تړون ځنډول او د یو شمېر ډیپلوماتانو ایستل شامل دي.

د پاکستان لومړي وزیر پنجشنبه د ملي امنیت غونډه رابللې او د متقابل ګام ګواښ یې کړی.

د هند لخوا چارشنبه په اعلان شویو اقداماتو کې په ډیلي کې د پاکستان سفارت پوځي سلاکارانو ته ویل شوي چې سملاسي ووځي او راتلونکې اونۍ د نورو دیپلوماتانو د ایستلو پلان هم نیول شوی دی.

هند د یو شمېر پاکستانیانو ویزې هم لغوه کړې او د دغو ویزو لرونکو ته یې امر کړی چې په دوو ورځو کې دننه دننه له هنده ووځي.‌

نوي ډیلي همدا راز یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی چې "تر پولې ورهاخوا د ترهګرۍ له ملاتړ" لاس واخلي – هغه څه چې اسلام آباد ترې انکار کوي.

د هند لخوا د پاکستان خلاف اقدامات د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي‌ په مشرۍ د کابینې د ملي‌امنیت اړوند کمېټۍ له غونډې وروسته اعلان شول.

ښاغلی مودي د برید پر مهال د سعودي په دوره بوخت و، خو خپل سفر یې رالنډ کړ او ډیلي ته له ستنېدو سره سم یې په اندرا ګاندهي هوايي ډګر کې هم د یوې بېړنۍ امنیتي‌ غونډې مشري کړه.

له دې سره د پاکستان حکومت ویلي چې د دوی د ملي امنیت شورا به چې د هېواد تر ټولو د لوړې کچې پوځي او امنیتي اورګان دی، د پنجشنبې پر ورځ غونډه وکړي.

د پاکستان مرستیال لومړی وزیر اسحاق ډار وايي، ډیلي په پهلګام کې د ترهګرۍ د پېښې اړوند څه شواهد نه دي وړاندې کړي او دا چې له شواهدو پرته داسې غوسه ښودل د ده په وینا مناسب نه دي.

هغه زیاته کړې چې "د هند د اقداماتو ځوابولو لپاره سبا [پنجشنبه] سهار د ملي امنیت غونډه راغوښتل شوې چې پوځي‌ او ملکي مشرتابه به پکې شامل وي، موږ به هند ته په خپله ژبه ځواب ورکړو، دا ځواب به کم نه وي."

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیا یوه ځايي‌ تلویزیون 'جیو' ته ویلي، اسلام‌اباد نه غواړي سملاسي غبرګون وښيي. هغه زیاته کړې چې "پنجشنبه به د ملي امنیت کمېټه کې د یوه جامع ځواب پر ویلو خبرې وشي."

خواجه اصف په هند کې شوې پېښه د غندې وړ بللې او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ هېڅ راز ملاتړ نه شي کېدای.‌

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم د پهلګام له برید وروسته په یوه اعلامیه کې د خواخوږۍ په څرګندولو سره ویلي‌ وو چې "د سیلانیانو د مړینې په اړه اندیښمن دي."

د سې‌شنبې ورځې برید د همالیا غرونو د لړۍ په پهلګام سیمه کې وشو چې د طبیعي ښکلا له کبله ډېره مشهور ده او هر کال ګڼ شمېر سیلانیان ورځي.‌

دا په تېرو څو کلونو کې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې تر ټولو خونړۍ پېښه وه.‌ په کشمیر کې چې اکثریت اوسېدونکي یې مسلمانان دي، له څو لسیزو راهیسې د هند خلاف بغاوت روان دی.

نوی ډیلی پاکستان په دې سیمه کې د وسله‌والو ډلو په ملاتړ تورنوي، خو اسلام اباد تل دا تور په کلکه رد کړی دی.

د پهلګام برید دا خطر رامنځ ته کړی چې پر اټومي وسلو د دغو سمبالو سیالانو ترمنځ به زړه دښمني بیا راتازه شي.

ډیلی: د پردې تر شا ناستو کسانو سره به هم حساب وکړو

د هند حکومت پهلګام کې برید ته له غوسې ډک غبرګون ښودلې او اشاره یې دې ته ده چې دوی په غیر مستقیم ډول پاکستان مسوول ګڼي.

د هند امنیتي ادارې پر دې باور دي چې په دغه برید کې د کشمیر مقاومت په نوم ډله ښکېله ده. بي‌بي‌سي په خپلواکه توګه دا نه شي تاییدولی.

په دغه برید کې د ښکېلو کسانو لټون د چارشنبې تر ماښامه روان و.

د هند حکومت په یوه بیان کې ویلي چې "د برید عاملان به عدالت ته راکښل شي او له ملاتړ کوونکو سره به یې هم حساب کتاب وشي".

اعلامیه کې زیاته شوې چې هند به "د هغو کسانو تعقیبولو کې بې رحمه عمل وکړي چې پر ترهګریزو کړنو یې لاس پورې کړی، یا یې د هغو د شونتیا دسیسه جوړه کړې ده."

تر دې ورمخکې د هند دفاع وزیر راج نات سېنګ هم دې ته اشاره کړې وه چې د هند ځواب به د برید د عاملانو په نښه کولو پورې محدود پاتې نه شي.

هغه ویلي: "موږ به یوازې هغو کسانو ته نه، چې دا پېښه یې ترسره کړې، بلکې هغو ته هم ور ورسېږو چې د پردې تر شا ناست دي او د هند په خاوره کې یې د داسې کړنو د ترسره کولو توطیه جوړه کړې ده. "

دا برید د نړیوالو مشرانو لخوا هم په پراخه کچه غندل شوی دی.

عیني شاهدان د برید ځای کې د هلې‌ګولې او خونړیو صحنو کیسه کوي.‌ د دوی په وینا پهلګام ته پر رخصتۍ تللو خلکو چې بشپړې کورنۍ هم پکې وې، د سر خوندي کولو لپاره یو خوا بل خوا منډې وهلې.

ځینو عیني شاهدانو ویلي، داسې ښکارېدل چې وسله‌والو یوازې غیر مسلمانان په نښه کول، خو نورو بیا ډزې له یوې مخه بللې دي.

ډېری قربانیان که څه هم هندو نارینه وو خو یو ځایی مسلمان سړی هم کې دی.

د هند حکومت رسمآ‌ په دې اړه څه نه دي ویلي، چې ایا خلک رښتیا هم د مذهب پر بنسټ په نښه شوي که څنګه.