د استرالیا لوړپوړي پوځي افغانستان کې د ولسي وژنو پر سر د بدنامۍ پرېکړې د بدلولو وروستۍ هڅه وبايلله

د اسټرالیا خورا لوړ رتبه پخواني پوځي د درېیو ملي ورځپاڼو پر وړاندې د ملکي بدنامۍ په قضیه کې خپله وروستۍ قانوني موکه بایللې ده څه چې هغه یې په افغانستان کې په جنګي جرمونو کې ښکېل بللی و.

بېن رابربټس- سمېت چې د وېکټوریا کراس ( د اسټرالیا د زړورتیا عالي جایزه) لرونکی دی، د عالي محکمې ځانګړې اجازه ترلاسه نه کړه چې پرې د جنګي جرمونو په تړاو د پخوانۍ پرېکړې پربنسټ لګول شوي تورونه- چې په کافي اندازه رښتیا دي- وننګوي.

د ځانګړو ځواکونو دغه پخوانی کارپورال یا د منځنۍ رتبې افسر له ۲۰۱۸ راهیسې د خپل شهرت د ژغورلو لپاره مبارزه کوي. ورځپاڼو داسې تورونه افشا کړل چې ګواکې هغه د بې‌وسلې افغان بندیانو وژلو کې لاس درلود.

په ۲۰۲۳ کې د درېیو اسټرالیايي رسنیو د بدنامولو د دعوا لپاره هغه د څو میلیونه ډالرو غوښتلو هڅه ناکامه شوه او یوه قاضي پرېکړه وکړه چې د خبریالانو ډېرې هغه ادعاوې "په بنسټیز ډول رښتیا" دي چې ښاغلي سمېت څلور بې‌وسلې افغانان وژلي، خو رابرټس استدلال وکړ چې قاضي قانوني تېروتنه کړې ده.

هغه هڅه وکړه چې د دې پرېکړې په اړه اپیل وکړي، خو فدرالي محکمه په مې میاشت کې دا اپیل رد کړ.

رابرټس-سمېت بیا د ځانګړي اجازې غوښتلو هڅه وکړه چې پخوانۍ پرېکړه وننګوي، خو دا غوښتنه د پنجشنبې پر ورځ رد شوه.

د سترې محکمې پر وېبپاڼه په یوه خبرتیا کې ویل شوي په ټولو اړوندو قضیو کې "ځانګړې اجازه له لګښتونو سره رد شوې".

دا په تاریخ کې لومړی ځل و چې محکمې د اسټرالیايي ځواکونو د جنګي جرمونو ادعاوې وارزولې. ۴۶ کلن رابرټس-سمېټ استدلال وکړ چې دغه وژنې یا د جګړې په ترڅ کې قانوني ترسره شوې، یا هیڅ نه دي شوي. هغه ادعا وکړه چې د راپورونو له امله یې ژوند ناسازه شوی دی.

کله چې دغه مقالې په ۲۰۱۸ کال کې خپرې شوې، ښاغلي رابرټس-سمېت د ملي اتل په توګه ګڼل کېده، ځکه هغه د طالبانو د یوه لوړپوړي قومندان د نیولو عملیاتو کې "د تر ټولو څرګندې زړورتیا" له امله د ویکتوریا صلیب - د استرالیا تر ټولو لوړه پوځي جایزه ترلاسه کړې وه.

د هغه اوه کلنې قانوني مبارزې، چې ځینو د اسټرالیا "د پېړۍ محاکمه" بللې، راپورونه وايي په لسګونه میلیونه ډالر لګښتونه راټول کړي، خو په پای کې یې د هغه د شهرت له لاسه ورکولو مخه ونه نیوله.

د ۲۰۱۳ کال د ډیسمبر پر ۱۶مه د اسټرالیا وروستي سرتېري له افغانستان ووتل. هغه مهال افغانستان کې د دوی شمېر۱۵۰۰ کسان وو.

افغان جګړه کې د اسټرالیا نږدې ۴۰ سرتېري وژل شوي او تر ۲۶۰ ټپیان شوي وو.