تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د استرالیا پارلمان کې افغاني الاصله وکیلې د فلسطین پر سر استعفا کړې
افغاني الاصلې سناتورې فاطمې پیمان د استرالیا له واکمن کارګر ګوند وروسته له هغې استعفا وکړه، چې د فلسطین د ملاتړ له کبله یې پر ضد رایه وکارول شوه.
کارګر ګوند د هغو کسانو لپاره سختې جریمې لري، چې د پالیسیو خلاف کار یې ترسره شي.
له دې وړاندې ګوند کې د اغلې پیمان غړیتوب د فلسطین د پرلپسې ملاتړ له امله د لنډ مهال لپاره ځنډول شوی و.
دا ۲۹ کلنه حجاب کړې ښځه وايي: "دا داسې یوه موضوع ده، چې زه پرې جوړجاړی نه شم کولی."
د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز ویلي، مېرمن پیمان یې له رهبرۍ مننه کړې او هغه تورونه یې هم رد کړي، چې ګواکې د استفغا کولو له امله ورته ګواښنه شوې وه.
اغلې پیمان به له استعفا وروسته د یوې خپلواکې سناتورې په توګه پاتې شي، چې هیڅ کوم ګوند پورې به تړاو نه لري.
دا سناتوره چې په ۱۹۹۶ کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې کورنۍ له افغانستانه راوتلې، استرالیا کې لومړنۍ او یوازېنۍ حجاب کړې فدراله سیاستواله ده.
"د نورو همکارانو پر خلاف زه ډېره ښه پوهېږم، چې څه احساس لرم چې بې عدالتي راسره کېږي. زما کورنۍ له یوه جګړه ځپلي هېواده راتښتېدلې او دلته یې پناه اخیستې، زه نه شم کولی چې د بې ګناه خلکو د جنایتونو پر وړاندې غلې پاتې شم."
د غزې جګړه په استرالیا کې د بې ثباتۍ سیاسې موضوع ګرځېدلې، چې ټول اړخونه یې په احتیاط سره د مدیریت کولو هڅه کوي.
د اسرائیلو پوځ د هغه برید په غبرګون کې چې حماس د د اکتوبر پر اوومه د اسرائیلو په جنوب کې کړی و او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل، د دغې ډلې د له منځه وړلو لپاره یرغل پیل کړ.
د حماس د روغتیا وزارت په وینا، له هغه وخت راهیسې په غزه کې له ۳۷۹۰۰ ډېر کسان وژل شوي.
آغلې پیمان ویلي، د خپل دریځ په اړه یې د خپلو ځینو همکارانو ملاتړ هم ترلاسه کړی.
لومړي وزیر انتوني البانیز چې د یکشنبې پر ورځ یې د مېرمن پیمان غړیتوب د ځنډولو حکم کړی و، په پرلپسې ډول ټینګار کړی و، چې اغلې پیمان کولی شي ګوند ته بېرته راستنه شي.
خو په هغه خبرپاڼه کې چې د روانې اوونۍ پیل کې مېرمن پیمان ویلي و، چې کارګر ګوند بېله کړې، نوموړې وضاحت کړی و چې د ګوند له ټولو ناستو، ډلو او بحثونو لېري کړل شوې ده.