تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغې استرالیایۍ ته د زندان بښنه شوې چې د خپلو ۴ ماشومانو په وژنې تورنه وه
هغه ښځه چې یو وخت "استرالیا کې د ځنځیري وژنو تر ټولو لویه قاتله" پېژندل کېده، له بنده د ازادېدو بښنه ورته شوې.
کاتلین فولبیګ وروسته له هغې وبښل شوه، چې نویو شواهدو څرګنده کړه چې خپل څلور اولادونه یې نه دي وژلي.
پر کاتلین تور و، چې خپل دوه زامن کالیب او پیتریک او دوه لوڼې سارا او لورا یې وژلي دي.
نوموړې ۲۰ کاله په بند کې تېر کړل، خو یوې وروستۍ څېړنې جوته کړه چې ساینس پوهان په دې باور دي چې ښايي اولادونه یې په طبیعي مرګ مړه شوي وي.
آغلې فولبیګ چې دغه قضیه کې یې تل ځان بې ګناه ښودلی په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د خپلو اولادونو د وژلو په تور په ۲۵ کاله بنده محکومه شوې وه.
د نوموړې اولادونه د ۱۹۸۹ او ۱۹۹۹ کلونو تر منځ په پرلپسې ډول مړه شوي و، چې عمرونه یې ۱۹ میاشتو او ۱۹ ورځو تر منځ و.
په محکمه کې څارنوالانو پرې تور ولګاوه چې خپل ماشومان یې زندۍ کړي دي.
د قضیې بیا کتنه او د ۲۰۱۹ کال په یوه جلا څېړنه کې یې پر دغې ښځې د شک په تړاو هېڅ معقول دلیل ونه موندل شو .
خو په تازه څېړنه کې چې مشري یې یوه تقاعد شوي قاضي تام باتورېست کوله څارنوالانو ومنله، چې د جین د بدلون په اړه څېړنې یې د ماشومانو د مړېنې په اړه د دوی نظر بدل کړی دی.
د نیو ساوت وېلز لوی څارنوال مایکل ډیلي د دوشنبې پر ورځ وویل، آغلی باتورېست دې پایلې ته رسېدلی چې اوس هم شکونه شته چې مېرمن فولبیګ دې مجرمه وي.
په پایله کې د دنیو ساوت ولز والي د نوموړې د بښنې سند لاسلیک کړ او له بنده د نوموړې د سملاسي خوشې کېدو امر یې وکړ.
ښاغلي ډیلي ویلي:"دا د هغې لپاره د شل کلن مصیبت تجربه وه، د ارامښت دعا ورته کوم."
ښاغلي ډیلي دا هم ویلي، چې د آغلې فولبیګ غیر مشروطه بښنه د هغې محکومیت نه ردوي.
که د هغې محکومیت له پامه وغورځل شي نو ډېره شونتیا شته چې له حکومته د میلیونونه ډالرو د غرامت اخیستلو دعوه وکړي.