فاطمه پیمان؛ د اسټرالیا لومړۍ افغان الاصله حجاب لرونکې سناتوره وپېژنئ

۲۷ کلنه د اسټرالیا پارلمان کې تاریخ جوړوونکې شوه. فاطمه پیمان هغه افغانه اسټرالیایۍ ده چې پارلمان ته له حجاب سره ولاړه او د پارلمان تر ټولو ځوانه سناتوره ده.

هغې بي بي سي ته وویل، ټاکل کېدل یې د اسټرالیا مسلمانانو ته مهم دي.