د تهران ناستې ته د طالبانو د حکومت غبرګون

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوی استازي به د تهران په ناسته کې ګډون ونه کړي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر بيبيسي ته وویل، د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازو په هغه ناسته کې، چې په تهران کې جوړېږي او"افغانستان ته هم بلنه ورکړل شوې ده" خو کابل به په دې ناسته کې ګډون ونه کړي.
ضیا احمد تکل د طالبانو د حکومت د نه ګډون لاملونو په اړه وویل، د طالبانو حکومت "د سیمه ییزو سازمانونو، فارمټونو او همدارنګه د دوهاړخیزو میکانېزمونو له لارې په دوامداره توګه له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره فعالې اړیکې لري او د سیمه ییز تفاهم او همکاریو د پراختیا په برخه کې یې د پام وړ عملي پرمختګونه کړي دي."
ښاغلي تکل زیاته کړه، چې د طالبانو حکومت"د سیمې د شته فارمټونو په پیاوړتیا سره د سیمه ییز تفاهم او همکاریو پر پراختیا باورلري".
پرون (جمعه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ، چې تهران د افغانستان اړوندو تحولاتو په اړه د خبرو او د نظر تبادلې لپاره د یوې سیمه ییزې ناستې د جوړولو پلان لري.
اسماعیل بقایي له خبریالانو سره په خبرو کې د سیمې د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره د پاکستان او افغانستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره د ایران پر دوامدارو سلا مشورو ټینګار وکړ او ویې ویل: "ایران خپل چم او ګاونډ کې امنیت او ثبات ته ډېر اهمیت ورکوي او په همدې لړ کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د متقابل تفاهم د پیاوړتیا لپاره له هېڅ هڅې ډډه نه کوي."
هغه هیله څرګنده کړه، چې دا نوښت کولای شي د همغږۍ د پیاوړتیا او د تاوتریخوالي د کمولو په لور اغېزناک رول ولوبوي.
د بقایي په وینا، دا ناسته به د روانې اوونۍ په ترڅ کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې د ځانګړو استازو په ګډون، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب به په تهران کې جوړه شي.
تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، په تهران کې د ''برید، تېري او دفاع نړیوالو حقونو'' کنفرانس کې وویل:"په وروستیو ورځو کې موږ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ثبات او ارامۍ د رامنځته کولو لپاره بوخت وو... موږ د دې موضوع په اړه د یوې سیمه ییزې ناستې د جوړولو په لټه کې یوو "
د دې غونډې په اجنډا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ موضوع نه ده شامله ؟

د عکس سرچینه، IRNA
د دې موضوع په پام کې نیولو سره چې ایراني چارواکو او رسنیو په وروستیو ورځو کې د دې ناستې پوښښ په پراخه کچه کړی و او ویلي یې و، چې د طالبانو د حکومت د استازي نه ګډون په وروستۍ شېبه کې پوښتنې راپورته کړې.
ایراني رسنیو نه یوازې په تېرو ورځو کې دا خبر په پراخه توګه خپور کړی، بلکې د پاکستان د رسنیو هغه راپورونه یې هم رااخیستي، چې له دې ناستې یې هرکلی کړی دی.
که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې ناستې اجنډا نه ده اعلان کړې، خو ایراني رسنیو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا د عمومي مشر او د وزیر د مرستیال محمدرضا بهرامي له قوله ویلي، چې د تهران د ناستې موخه"د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب نه دی "
د ایسنا خبري اژانس هم لیکلي، چې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړو ماموریتونو سفیر خسرو صاحب زاده د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو په ناسته کې د ګډون لپاره پرون ماښام تهران ته ورسېد.
د ایسنا د راپور له مخې، دا ناسته به سبا (یکشنبه، د قوس ۲۳مه) ترسره شي.
ولې د طالبانو حکومت په دې غونډه کې ګډون نه کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
طالبانو په تېر وختونو کې تل هڅه کړې، چې په نړیوالو ناستو کې ظاهراً د خپل حکومت د مشروعیت لپاره استازي ولېږي او ان په هغو مواردو کې چې د طالبانو د حکومت استازي نه وو وربلل شوي، اعتراض یې کړی دی؛ لکه سږکال په برازیل کې د اقلیمي بدلون په ناسته کې د طالبانو د حکومت د استازو نه بلل کېدل.
د افغانستان او پاکستان د چارو کارپوه سمیع یوسفزي بيبيسي ته وویل، تمه وه طالبان به له دې فرصته استفاده وکړي او دې ناستې ته به استازی ولېږي.
د ښاغلي یوسفزي په باور، دا مهال د طالبانو د حکومت، پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ ناستې روانې دي او سعودي عربستان هڅه کوي له طالبانو سره خپلې اړیکې ښې کړي.
ښاغلي یوسفزي زیاته کړه، چې وروستی ځل د سعودي عربستان د استخباراتو مشر په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته، کندهار ته سفر کړی و او هغه ناهیلی بېرته ستون شوی و.
له هغه وروسته د ریاض او طالبانو اړیکې تودې نه وې.
په هغه وخت کې سعودي عربستان غوښتل د القاعده شبکې مشر اسامه بنلادن امریکا ته وسپاري، خو طالبانو له دې غوښتنې سره مخالفت وکړ، او په پایله کې د ۲۰۰۲ کال د اکتوبر په میاشت کې پر افغانستان د امریکا د یرغل له امله د طالبانو حکومت نسکور شو.
د ښاغلي یوسفزي په باور اوس، چې د سعودي عربستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ پټې او حساسې ناستې روانې دي، تهران ته د طالبانو تګ به حساسیتونه راولاړ کړي وای.
هغه د تهران او کابل اړیکې ښې او ګرمې وبللې او د دواړو هېوادونو د وزیرانو او چارواکو د لیدنو او د هغوی د ګڼو متقابلو سفرونو یادونه یې وکړه.
خو د هغه په اند داسې ښکاري، چې"د طالبانو حکومت په وروستۍ شېبه کې په دې ناسته کې د نه ګډون پرېکړه د دې لپاره کړې ده، چې د کابل او ریاض ترمنځ مخ پر ښه کېدونکو اړیکو ته زیان ونه رسېږي. "
هغه ایران داسې هېواد وباله، چې له نړۍ سره په کړکېچ کې دی او ویې ویل، چې له ایران سره د طالبانو نږدې کېدل ښايي د افغانستان اقتصادي ستونزې او د کډوالو مسایل تر یوه حده حل کړي.
خو د هغه په باور، د طالبانو حکومت غواړي سعودي عربستان ته نږدې شي؛ هغه هېواد چې له لوېدیځ سره ښې اړیکې لري.
د ښاغلي یوسفزي په وینا، د طالبانو حکومت تر ډېره له عربي او لوېدیځو هېوادونو سره د اړیکو ټینګولو ته لېوالتیا لري.











