پاکستان مرکزي اسیا ته د خپلو مالټو او کچالانو لېږد لپاره د ایران لار کاروي

مالټې

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

پاکستان حکومت د ایران له لارې د مرکزي اسیا هېوادونو ته د مالټو او پټاټو صادرولو اجازه ورکړه. د بي بي سي اردو څانګې رپوټ کې ویل شوي، د پاکستان سوداګرۍ وزارت په یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې د صادارتو اوسنۍ پالیسۍ له مخې د سږني موسم لپاره دا اجازه ورکړل شوې.

تېر موسم کې د پاکستان مالټې او پټاټې د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا هېوادونو ته ولېږل شوې، خو د افغانستان او پاکستان تر منځ په دا وروستیو کې د کړکېچ له پراخېدو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ لارې وتړل شوې او د وارداتو، صادراتو لړۍ هم په ټپه ودرېده.

پاکستان کې د صادارتو اړوند شمېرې ښيي، پاکستان تېر کال د ۲۲ میلیونو ډالرو ارزښت ۵۵ زره ټنه مالټې صادرات درلودل. پاکستان کې د میوې او سبو د وارداتو، صادراتو او سوداګرۍ ټولنې مشر وحید احمد وايي، سږ کال پاکستان د مالټې (کېنو ډول) خورا ښه محصولات لري او د ایران له لارې به یې صادرات د دې هېواد لپاره د عاید ترلاسه کولو یوه خورا په زړه پورې سرچینه ثابته شي.

په ورته مهال د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې (ډان)په رپوټ کې د پاکستان درملو صنعت سرچینو له قوله ویل شوي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته له دې هېواده افغانستان ته د درملو صادرات په ټپه درېدلي او په هغو سلګونو لاریو کې د نژدې ۲۰۰ میلیونو ډالرو ارزښت درملو د (ضایع کېدو) خطر رامنځته شوی، چې په چمن- سپین بولدک یا تورخم لارو کې ایسار پاتې دي.

د ډان په رپوټ کې ویل شوي، چې په دې لاریو کې داسې درمل شته، چې د موسمي اغېزو له کبله د خرابېدو له خطر سره مخامخ دي او په داسې صورت کې به دا چاره د پاکستان صادرات د زیان له خطر سره مخامخ کړي.

د ډان په رپوټ کې د پاکستان فارماسیوټیکل صنعت کارو ټولنې (پي پي ایم اې) د استازي توقیر الحق له قوله ویل شوي: افغانستان ته نژدې ټول صادرات بند شوي او هغه کانټینرونه چې انټي بیوټیک، انسولین، واکسینونه، د زړه او رګونو او نور اړین درمل لېږدوي د تګ راتګ په دروازو، بندرونو او ګودامونو کې بند پاتې دي. دې خنډ او ځنډ سیمه ییز تولیدونکي له نه جبرانیدونکي مالي زیان سره مخامخ کړي دي. په یوه قضیه کې، په داسې حال کې چې له پنځوسو ډېر شرکتونه له ورته خنډونو سره مخامخ دي، د یوازې یوه شرکت اړوند د ۸۵۰ میلیونو روپیو ارزښت تولیدات په تورخم او چمن کې ایسار پاتې دي.

له دې مخکې (د نومبر په نیمايي کې) د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې په یوه غونډه کې له ټولو هغو افغان سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل چې د پاکستان له لارې سوداګري کوي، د نورو سوداګریزو لارو لټون دې وکړي.

د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي په ځانګړي ډول له پاکستانه د درملو واردوونکو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې خپل حسابونه تصفیه کړي، ځکه په وینا یې له دې وروسته به د پاکستان درمل دوی ته د منلو وړ نه وي.

ښاغلي برادر ویلي و چې د پاکستان له لارې سوداګرۍ افغان سوداګرو ته زیان اړولی او سوداګر باید د بدیلې لارې په لټه کې شي.

پاکستان، پټاټې

د عکس سرچینه، Getty Images

د دواړو هېوادونو تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو او پر یوه بل له بریدونو سره هممهاله د افغانستان لور ته هم په تازه میوې او سبو بار ګڼ شمېر لارۍ ایسارې پاتې شوې. د افغانستان، پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر خان جان الکوزي د نومبر پر ۱۴مه بي بي سي ته وویل، په کراچۍ بندر کې هره ورځ د افغانستان سوداګرو په وارداتي توکو بار دوه تر دونیم سوو پورې کانټینرونه رسېدل، چې په خبره یې اوس د افغان سوداګرو تر اتو زرو پورې کانټینرونه په بندر او د لارو په اوږدو کې ایسار پاتې دي.

افغانستان د پاکستان او هند تر منځ د واهګه-اټارۍ بندر له لارې له هنده هم واردات او صادرات درلودل، چې نژدې درې میاشتې مخکې د پاکستان او هند تر منځ د تاوتریخوالي له ډېرېدو راهیسې دغه لار تړل شوې او افغانستان ته هم له هند سره واردات- صادرات نه کېږي.

شمېرې ښيي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اوسني کړکېچ له پيله مخکې افغانستان نه یوازې د پاکستان لپاره په سیمه کې تر ټولو ستر اقتصادي شریک هېواد و، د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان په ګډون د مرکزي اسیا هېوادونو لپاره هم د پاکستاني تولیداتو او محصولاتو د یوې مهمې ټرانزیټي لارې په توګه کارېده.

د بي بي سي خبریال فیروز رحیمي چې دا وروستیو کې یې ازبکستان ته سفر کړی وايي، اوسمهال د هغه هېواد په بازارونو کې د مالټې او لیمو په ګډون تازه میوې او سابه نه موندل کېږي، چې مخکې د افغانستان له لارې هلته لېږدول کېدل.

په دا وروستیو کې د پاکستان سوداګرۍ ودې ادارې پر وېبپاڼه خپاره شوي معلومات ښيي، چې تېر کال پاکستان د یو اعشاریه څلور میلیاردو ډالرو صادرات درلودل او افغانستان د پاکستاني محصولات او تولیداتو د وارداتو له پلوه په ټوله نړۍ کې اتم ځای درلود. دغه راز تېر کال پاکستان ته له افغانستانه ۶۱۰ میلیون ډالرو ارزښت صادرات استول شوي دي.

د یادې سرچینې په وینا د روان مالي کال په اوږدو کې په دې سوداګرۍ کې ۳۱ سلنه ریکارډ زیاتوالی راغلی و.

د یادونې ده، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د غیر رسمي سوداګرۍ کچه هم خورا زیاته ده.