پاکستاني چارواکو په چمن کې د ایسارو سوداګریزو مالونو او لاریو 'د خوندیتوب ډاډ ورکړ'

د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې دواړو غاړو ته د لاریو اوږده کتارونه ایسار پاتې دي. ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې دواړو غاړو ته د لاریو اوږده کتارونه ایسار پاتې دي. ارشیف تصویر

د پاکستان له بلوچستان ایالته رسېدلي رپوټونه وايي، ډېورنډ کرښې ته څېرمه چمن ښار کې د ځايي چارواکو او هغو سوداګرو تر منځ خبرې شوې، چې پر توکو بار لارۍ یې د چمن او سپین بولدک ترمنځ د تګ راتګ لارو د تړل کېدو له کبله ایسارې پاتې دي.

د پاکستاني چارواکو له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د چمن له مرستیال کمشنر حبیب احمد بنګلزي او د پاکستان ګمرک له چارواکو سره د سوداګرو او ټرانسپورټرانو د پلاوي لیدنه کې د بونډډ کیرئر شمس برني او د کراچۍ ټرانزیټ سوداګرۍ استازي هم شامل وو.

د یادونې ده، چې په تېره اکتوبر میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له پراخېدو راوروسته پر ډېورنډ کرښه ټولې لارې سوداګرۍ او تګ راتګ لپاره تړلې او د رپوټونو له مخې دواړو لوریو ته په بېلابېلو توکو د بار لاریو اوږده کتارونه ایسار پاتې دي.

د چمن او سپین بولدک ترمنځ یوازې هغو افغان کډوالو ته افغانستان ته د اوښتلو اجازه ورکول کېږي، چې له پاکستانه ایستل کېږي.

د یادونې ده، چې تېره اونۍ د چمن - سپین بولدک ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له بلې خونړۍ نښتې وروسته هلته وضعیت نور هم ترینګلی شو. تر هغې نښتې وروسته د چمن-سپین بولدک ترمنځ اصلي لار په بشپړ ډول تړل شوې وه.

رویټرز خبري اژانس د دواړو هېوادونو د چارواکو په حواله ویلي و، چې چمن کې ګڼ‌ شمېر افغان کډوال چې افغانستان ته ستنېدل، ایسار پاتې شوي.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح االله مجاهد تېره جمعه وویل، نن پاکستاني اړخ یوځل بیا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان پر لوري بریدونه پیل کړل، چې د طالبانو حکومت ځواکونه یې هم غبرګون ته اړ کړل.

د رپوټونو له مخې په هغه نښته کې په سپین بولدک کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۴ ملکي کسان او یو طالب سرتېری وژل شوي‌ او پېنځه ملکيان ټپیان وو.

تر کرښې هاخوا د چمن په ګلدار باغچه کلي کې هم د یوې کورنۍ ۳ غړي‌ ټپيان شوي‌ وو.

په اعلامیه کې څه ویل شوي؟

تېره اونۍ د چمن او سپین بولدک تر منځ پر ډېورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته د تګ راتګ لار په بشپړه توګه تړل شوې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېره اونۍ د چمن او سپین بولدک تر منځ پر ډېورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ له نښتې وروسته د تګ راتګ لار په بشپړه توګه تړل شوې وه.

اوس د پاکستان حکومت په تازه اعلامیه کې ویل شوي، له سوداګرو او ټرانسپورټرانو سره د ځايي چارواکو او د پاکستان ګمرکونو مرستیال کلیکټر ارشد زبېر په لیدنه کې د وروستي وضعیت په هکله خبرې شوې او چارواکو په لاریو کې د بار توکو خوندیتوب او ساتنې په هکله معلومات وړاندې کړل.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چارواکو د ټرانزیټ سوداګرۍ اتحادیې استازو او لاریو څښتنانو ته د هر ډول ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

ځايي چارواکي وايي، اړوندې ادارې به په شریکه د راتلونکې تګلاره چمتو کړي او د سوداګرو ستونزو ته به حل ومومي.

په اعلامیه زیاته شوې، د ټرانسپورټي شرکتونو څښتنانو او ټرانزیټ سوداګرۍ اتحادیې استازو ته د چمن-سپین بولدک تر منځ د تګ راتګ لارې او چمن ماسټر پلان په هکله معلومات وړاندې شول.