د بريتانيا په یوه روغتون کې پر پنځو کسانو له برید وروسته یو افغان وګړی نيول شوی

د پوليسو ګاډي

د عکس سرچینه، Hannah West

د بريتانیا پوليس وايي يو ۲۰ کلن ځوان چې په اصل کې د افغانستان دی د دغه هېواد د شمال لوېديځ په يوه روغتون کې یې پر پنځو کسانو د اوسپنيزې الې له بريد وروسته نيولی دی.

پوليسو ویلي، د ټپيانو حالت ښه دی او هېڅ يوه ته ژوند ګواښوونکی زيان نه دی رسېدلی. د نيوټن لي وېلوز په روغتون کې د ټپيانو سملاسمي درملنه شوې ده.

د بریتانيا په شمال لوېديځ کې پوليسو ويلي، مشکوک کس ظاهرا روغتون ته له ډاګتر سره د ليدو لپاره تللی و خو کله یې چې غوښتنه رد شوه او ترې وغوښتل شول چې ولاړ شي، په "غوسه" شوی و.

پولیس وايي دا ۲۰ کلن ځوان یې د شخړې او زيان رسولو له امله نيولی دی.

د پوليسو په وینا، مشکوک کس د روغتون دننه پر خلکو له بريد وړاندې يو مېز مات کړ. له روغتون سره څېرمه يوه دوکاندار بي بي سي ته وويل، يوه ټپي شوې مېرمن یې دوکان ته ورغله، په داسې حال کې چې له سر یې وينه بهېده له هغه یې غوښتي وو چې پوليسو ته زنګ ووهي.

دی وايي، "هغې ته مې ټليفون ورکړ چې زنګ ووهي. وينه مې وليدله. هغې ويل یو کس دی چې پر ټولو برید کوي."

عيني شاهد زياته کړه، د پوليسو له لسو تر پنځلسو موټر د پېښې ځای ته ورسېدل او نرسان د ټپي شوې مېرمنې د درملنې لپاره دوکان ته ورغلل.

يوه مېرمن انا وېسټ چې روغتون ته څېرمه ژوند کوي، بي بي سي ته وويل، د ټپيانو ايستل کېدل یې ليدلي. هغې دا هم وويل چې يو کس پوليسو ونيو. "ما په ريښتيا ټکان وخوړ چې په نيوټن کې داسې پېښه وشوه. د سايرن غږ مې واورېد، بهر مې وکتل، قربانيان مې وليدل او يو کس پوليسو په موټر کې له ځانه سره ولېږداوه".