د عراق یوې محکمې د ابوبکر البغدادي کونډه په اعدام سزا محکومه کړې

    • Author, ډېویډ ګرېتن
    • دنده, بي بي سي

عراق کې د عدلیې وزارت مسوولین وايي، د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) د مشر ابو بکر البغدادي لومړنۍ مېرمن د دې هېواد یوې محکمې د اعدام په سزا محکومه کړې ده.

د عراق سترې عدلي شورا په خبره، کرخ جنايي محکمې دا ښځه له بنسټپالي سازمان سره د کار او ایزدي ښځو بندي ساتلو) په جرم دا سزا اورولې ده.

د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي دا ښځه د اسما محمد په نامه یاده کړې، چې د ام حذیفه په نامه هم مشهوره ده.

د نوموړې مدافع وکیل په دې هکله څه نه دي ویلي، خو هغې خپله له بي بي سي سره په یوه وروستۍ مرکه کې د داعش ډلې په ظلمونو کې د ګډون او یا هم د ایزیدي ښځو په بندي کولو کې ښکېلتیا رد کړې وه.

دې هغه مهال له البغدادي سره واده کړی و، چې نوموړي د عراق او ګاونډي هېواد سوریې پر پراخو سیمو د داعش ډلې واکمنۍ پر مهال د دې ډلې مشري کوله.

په ۲۰۱۹ کال کې چې داعش ډلې په سیمه کې ماتې وخوړه، امریکايي ځواکونو د سوریې په شمال لوېدیځ کې پر هغه ځای چاپه ووهله، چې البغدادي پکې د کورنۍ له ځینو غړو سره پټ شوی و.

کله چې البغدادي په یوه تونل کې محاصره شوه، له باروتو ډک واسکټ ته یې چاودنه ورکړه، چې اغوستی یې و، ځان او دوه ماشومان یې ووژل. د نوموړي له څلورو ښځو، دوې بیا په ډزو کې ووژل شوې.

د ام حذیفه نیول کېدل

ام خذیفه د د داعش ډلې ظلمونو په هکله د بي بي سي یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و، مېړه یې ''ننګولی و، چې ولې یې لاسونه د دې بې ګناه خلکو په وینو سره دي.''

نوموړې دغه راز ویلي و، د هغه څه په هکله یې ''شرم محسوساوه او خواشینې وه'' چې له ایزدي ښځو او ماشومانو سره څه وشول او د رپوټونو له مخې لږ تر لږه نهه یې د دې کور ته د وینځو او مرییانو په څېر پېرل شوي وو.

ام حذیفه د ابوبکر البغدادي د وژل کېدو پر مهال هلته نه وه، ځکه دا په سویلي ترکیې کې له دې مخکې ۲۰۱۸ کال کې نیول شوې وه. نوموړې هلته په مستعار نامه ژوند کاوه. د ملګرو ملتونو مسوولین وايي، دوی داسې قانع کوونکي ثبوتونه لري، چې داعش ډلې د توکمیزې ډلوژنې په ګډون د ایزیدي لږکیو پر وړاندې داسې کړنې ترسره کړې، چې د نړیوال قانون له مخې جنګي جرمونه بلل کېږي.

دوی وايي، زرګونه ایزیدیان وژل شوي، زرګونه نور د وینځو او مرییانو په څېر ساتل شوي، ښځې او ماشومان له کورنیو تښتول شوي، جنسي تېری او نور بې رحمه ظلمونه پرې شوي دي.

د ملګرو ملتونو مفتشین دغه راز وايي، داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د عراق له یوه نظامي روزنیز مرکزه د ۱۷۰۰ بې وسلې کسانو چې ډېری یې شیعه ګان وو تښتولو او وژلو په ګډون جنګي جرمونه کړي دي.