د عراق لومړی وزیر: د داعش ډلې مرستیال مشر ''سامي جاسم'' مو نیولی

د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي ویلي چې د ابوبکر البغدادي یو مرستیال چې د داعش ډلې مالي تامینونکی نیول شوی دی.

رپوټونه وايي چې د ابوبکر البغدادي دغه مرستیال چې نوم یې په رسنیو کې سامي جاسم یاد شوی د امریکا لخوا هم څارل کېده.

د رویتر خبري اژانس د رپوټ له مخې د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي په یو ټویټ کې ویلي:

''په داسې حال کې چې زمو د امنیتي ځواکونو اتلان د انتخاباتو په امنیت ساتلو پر ورټول کړی و، د عراق د استخباراتو همکارانو یې د سامي جاسم د نیولو لپاره یو لړ پیچلي عملیات ترسره کول. ''

ښاغلي الکاظمي په دې هکله نور جزییات نه دي ورکړي.

د یادونې ده چې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش مشر ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د سوریې په شمال کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

هغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سامي جاسم په ګډون د داعش ډلې د مشرانو په اړه د معلوماتو د ورکولو په بدل کې د انعام اعلان کړی و.

له هغه وروسته د امریکا ملګرو هېوادونو خبرداری ورکړی و چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې خلاف جګړه لا هم پای ته نه ده رسېدلې.

د فرانسې ولسمشر ایمانیول مکرون هغه مهال ویلي وو د البغدادي وژل کېدل پر داعش ډلې یو لوی ګواز دی او هېواد به یې د داعش د له منځه وړلو په موخه خپل فعالیت روان ساتي.

بریتانیا بیا د البغدادي وژنه یوه مهمه شېبه بللې وه او ویلي و چې د البغدادي وژل کېدل د داعش پای نه دی.