افغان کرېکټ بورډ پر درېیو ملي لوبغاړو لګول شوي بندیزونه تعدیل کړل

افغان کرېکټ لوبغاړي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، کرېکټ بورډ وايي، فضل الحق فاروقي، نوین الحق او مجیب الرحمان د برېښنالیک له لارې د بورډ پر پرېکړه د تجدید نظر غوښتنه کړې وه
    • Author, هدایت الله همیم
    • دنده, بي بي سي، لندن

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د یوې ګومارل شوې کمېټې د ارزونې په پایله کې د ملي لوبډلې پر درېیو لوبغاړو (مجیب الرحمن، ‌فضل الحق فاروقي او نوین الحق) یې لګول شوي بندیزونه تعدیل کړي چې له مخې یې ښايي دوی ته مرکزي تړونونه ورکړل شي.‌

کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې تعدیل سره به یاد لوبغاړي د ملي بوختیا او اداري ګټو په پام کې نیولو سره په سوداګریزو لیګونو کې ګډون وکړي.

وايي دغو لوبغاړو د برېښنالیک له لارې بېرته د افغانستان کرېکټ بورډ ته مراجعه وکړه او د مرکزي قرارداد لاسلیکولو لپاره یې بشپړه ژمنتیا وښوده.‌

د تعدیل په دې پرېکړه کې به د تېرو لګول شویو بندیزونو پر ځای په دغو لوبغاړو ځینې اصول پلې شي، چې په راتلونکې کې له ورته پېښو ډډه وکړي.

د ملي ګټو خلاف عمل

د افغانستان کرېکټ بورډ په مخکېنۍ اعلاميه کې د بندیزونو پرېکړې لامل د يادو لوبغاړو له خوا د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو ډډه ياده شوې وه چې په وينا يې دا د "ملي ګټو خلاف عمل" دی.

کرېکټ بورډ وايي، دغه درې لوبغاړي به مرکزي قرارداد لاسلیک کړي او په محدودو سوداګریزو لیګونو کې به ولوبېږي چې په لاندې درېیو ټکو کې ورته اشاره شوې ده:

"لومړی- یادو لوبغاړو ته د خپلو کړنو (مرکزي قرارداد نه لاسلیک) له امله وروستۍ لیکلې اخطاریه ورکړل شوې او دغه راز به ترې یوه اندازه معاش هم ګرځول کېږي.

دویم- ملي دندې او د ادارې ګټو ته په کتو به دوی ته په سوداګریزو لیګونو کې د لوبېدو اجازت لیکونه یا NOCs ورکول کېږي.

میرویس اشرف

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، میرویس اشرف:‌ "اداره له خپلو اتلانو د تل په څېر د غوره کړنو او د افغانستان لپاره د غوره استازولۍ هیله لري".

دریم- دوی ته به مرکزي قرارداد د دوی غوره کارکردګي او اصولو ته د بشپړې ژمنتیا په بدل کې ورکول کېږي".

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف په دې اړه وایي، دا چې یادو لوبغاړو له دې وړاندې د خپل هېواد لپاره غوره لاسته راوړنې او ویاړونه درلودل او په لوبډله کې دوی ته اړتیا لیدل کېږي؛ اداره دغه پرېکړه کوي او هیله ده چې یاد لوبغاړي د پخوا په څېر په غوره ډول خپلو کړنو ته دوام ورکړي او د افغانستان د ویاړ لاملونه شي:

"زموږ ټولو لوبغاړو له شک پرته افغانستان ته ډېر څه کړي دي او افغانستان یې نړیوالو ته په ډېر غوره او ښه توګه معرفي کړی دی، خدای دې وکړي په راتلونکي کې بیا داسې څه رامنځته نه شي چې له امله یې اداره یا لوبغاړي خوابدي شي، ځکه اداره له خپلو اتلانو د تل په څېر د غوره کړنو او د افغانستان لپاره د غوره استازولۍ هیله لري".

د یادونې وړ ده چې مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او نوین الحق له دې وړاندې د مرکزي قرارداد د نه لاسلیکولو له امله له یو لړ بندیزونو سره مخ شوي وو چې له امله یې ترې د یوه کال لپاره د مرکزي قرارداد د لاسلیکولو امتیاز اخیستل شوی و او دغه راز دوی نه شوی کولی چې د دوو کلونو لپاره په سوداګریزو لیګونو کې ګډون وکړي.

کرېکټ: افغان لوبغاړي د شري لنکا او ایرلنډ پر وړاندې لوبلړۍ ترسره کوي

افغان کرېکټ لوبغاړي

د عکس سرچینه، ACB

بله خوا، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله وايي، لوبغاړي به یې د روان ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ میاشت کې شري لنکا ته د ازمېښتي درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو په موخه سفر وکړي او د همدې میاشتې له ۲۸مې د مارچ تر ۱۸ مې به د یوې ټېسټ، درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو په موخه د ایرلنډ لوبډلې کوربه توب وکړي.

په لومړي ځل په دا لوبلړۍ د شري لنکا له لوبډلې سره د فبرورۍ له دویمې تر شپږې پورې د کولمبو په سینهالیس لوبغالي او د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د فبروري پر نهمه، ۱۱مه او ۱۴مه د کولمبو په پرمډاسا لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف ددغو لوبو په باب وايي:‌

"په دغه لوبلړۍ کې د دریو یو ورځنیو سیالیو زیاتولو سره به دا یوه بشپړه لوبلړۍ شي چې په لومړي ځل یې شري لنکا سره ترسره کوو، ترڅنګ به یې د کرېکټ په ډګر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړي شي. په شري لنکا کې د افغانستان لپاره لوبې یوه ننګونه ده، خو افغان اتلان یې اوسمهال په ښه ډول سره مدیریت کولی شي".

د شري لنکا له سفر وروسته به افغان کرېکټ ملي لوبډله د فبروري میاشتې وروستیو کې په متحده عربي اماراتو کې د ایرلنډ لوبډلې کوربه توب وکړي، چې له مخې به یې د فبروري له ۲۸مې د مارچ تر ۳مې نېټې پورې یوازېنۍ ټېسټ لوبه د ابو ظبي په شیخ زاید لوبغالي کې ترسره کړي.