د ایران له استازي عراقچي سره خبرو کې د ټرمپ مرکچي سټیو ویټکاف څوک دی؟

د ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکاف د جایدادونو برخې پانګوال دی، خو له ډیپلوماټیکې تجربې پرته د ایران او امریکا خبرو کې د سپینې ماڼۍ په سیاست کې پر مهمه سټه یا مهره بدل شوی دی.

ټاکلې ده چې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اپرېل پر ۱۲ د یوه پلاوي په مشرۍ د امریکا له استازو سره خبرې وکړي.

امریکايي پلاوي کې تر ټولو لوړپوړی چارواکی، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر نه، بلکې د ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکاف دی.

لا هم د مخامخ یا د دروازو تر شا خبرو په هکله شکونه دي. ایران ټینګار کوي چې خبرې به غیرمستقیمې وي، خو امریکا وايي چې مخامخ خبرې کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپانه د دوو امریکايي چارواکو په خوله وايي، که مخامخ خبرې نه وي، ښايي ښاغلی ویټیکاف عمان ته لاړ نه شي.

دا ورځپاڼه د دې دوو چارواکو له قوله زیاتوي، که ویټکاف ته رسمي بلنه ور کړل شي، ښايي تهران ته هم سفر وکړي.

د منځني ختیځ د خبرو په سر کې

سټیو ویټکاف چې د ډونلډ ټرمپ زوړ یار بلل کېږي، د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره د جمهوریپالو د حکومت په هڅو کې مهم رول لري. هغه د نیویارک په یوه یهودۍ کورنۍ کې زېږېدلی دی.

ښاغلی ویټکاف ډیپلوماټیکه تجربه نه لري، خو ډېر کلونه یې د نیویارک د استوګنځیو بازار کې د سودا لپاره چنې وهلې دي.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې تر بریالیتوب وروسته ډونالډ ټرمپ، ښاغلی ویټکاف د منځني ختیځ چارو کې خپل استازی وټاکه.

۶۸ کلن ویټکاف تېرو څو میاشتو کې د غزې او اوکراین په هکله د پېچلو خبرو په سر کې و.

د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ تر پیلېدو مخکې، هغه منځني ختیځ ته لاړ او له بنیامین نتنیاهو او د سیمې د عرب هېوادونو له مشرانو سره یې لیدنو کې د غزې جنګ کې د اوربند لپاره مهم رول درلود.

ویټکاف د سږني مارچ په اولو کې د اوکراین د خبرو لپاره روسیې ته لاړ.

له ایران سره اول ډیپلوماسي

څارونکي وايي، ویټکاف ته د ایران د دوسیې سپارل ښيي چې ډونلډ ټرمپ د فشار له سختولو مخکې هڅه کوي، ډیپلوماټیکې هوکړې ته امکان برابر کړي.

د دوی په خبره، ښاغلی ویټکاف د ایران په چارو کې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي اپوټه، ایډیالوژیک فکر نه لري او له لومړیتوب او شخصي پلان پرته به هڅه وکړي چې د ښاغلي ټرمپ غوښتنې پوره کېدو ته وړاندې کړي.

سټیو ویټکاف مخکې ویلي وو: "ولسمشر به اجازه ور نه کړي، چې ایرانیان اټوم بم ولري. داسې نه کېږي. هغه ځای ته نه رسېږو... هیلمن یم چې له ډیپلوماټیکې لارې دا جنجال حل کړو. "

ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې له ایران سره له اټومي تړونه په وتلو د فلجوونکو بندیزونو پلي کولو سره، د تهران پرضد تر وروستي حد فشار وکاراوه.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ته د ډونلډ ټرمپ تر لیک وروسته ښاغلي ویټکاف، له سانتپالي رسنوال او ډونلډ ټرمپ ته نږدې کس، ټاکر کارلوسن سره په مرکه کې وویل: "د ایران مشرانو ته د ښاغلي ټرمپ وروستی لیک، د ګواښلو لپاره نه و. "

ښاغلي ویټکاف د دې لیک لېږلو کې له ډونلډ ټرمپ په دفاع سره وویل: "ډونلډ ټرمپ پوځي برلاسی لري او غوره ده چې ایرانیان ډیپلوماټیکې حل لارې ته مخه کړي. خو دا د امریکا ولسمشر دی، چې دا کار یې کړی دی. "

د منځني ختیځ په چارو کې د ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي زیاته کړه: "لیک په دې نه دی لېږل شوی چې هغه کمزوری دی. هغه ځواکمن سړی دی. داسې یو ځواکمن سړی چې ښايي ما په ژوند کې لیدلی وي. ښايي تر ټولو ځواکمن سړی چې په خپل عمر مې په یاد دی. "

سټیو ویټکاف د مرکې په اوږدو کې زیاته کړه چې مضمون همدا لیک دی: "زه د سولې ولسمشر یم. دا هغه څه دي چې زه یې غواړم. داسې دلیل نشته چې مشکل له پوځي لارې حل کړو. باید خبرې وکړو. باید ناسم پوهاوی لېرې کړو. "

"باید د ریښتیا ازمویلو سیستم پیل کړو، ترڅو بیا څوک د اټومي پروګرام د وسلوالېدو اندېښنه ونه کړي... ځکه د دې کیسې بل غوراوی... بل غوراوی ډېر ښه نه دی. "

هغه وویل: "ایرانیانو ځواب راکړی دی، خو زه اجازه نه لرم چې پر ټکو یې خبرې وکړم. "

هغه زیاته کړه: "ټرمپ د دې چانس برابرولو ته تیار دی چې له ایران سره ستونزې حل شي، هغوی نړیوال ډګر ته ستانه شي او بیا ستر ملت شي. نور له بندیزونو سره مخامخ نه وي. ټرمپ غواړي له هغوی سره باور جوړ کړي. "

د ټرمپ د ګلف شریک او ملګری

سټیو ویټکاف چې د جایدادونو د پانګونې او پرختیا شرکت اداره کوي، د ډونلډ ټرمپ پخوانی ملګری او د ګلف شریک دی.

نوموړي د ډونلډ ټرمپ په اوله ولسمشرۍ کې کم رول درلود او د جان اف کنېډي د هنري نندارو مرکز په پلاوی کې یې فعالیت کاوه.

ویټکاف وايي اول ځل په ۱۹۸۰ لسیزه کې له ټرمپ سره هغه وخت اشنا شو، چې د ملکیتونو حقوقي شرکت کې یې کار کاوه او له ټرمپ سره د یوې معاملې یا سودا مسوول و.

ویټکاف د ډونلډ ټرمپ د مالي سرغړونو دوسیه کې شهادت هم ور کړی.

هغه چې په ۱۹۸۰ کلونو کې یو ځل له ټرمپ سره د خوړو پلورنځي کې مخامخ شو. ټرمپ پیسې نه درلودې او له ویټکاف یې وغوښتل چې یو ژامبون سانډویچ او سویسي پنېر ورته واخلي. کلونه وروسته یې چې بیا سره ولیدل، د ټرمپ هغه سانډویچ په یاد و او دغه دواړه بیا سره ملګري شول.

خو اړیکه یې تر دوستۍ هم زیاته وه. ویټکاف د کلونو په اوږدو کې د ټرمپ د سیاسي موخو لپاره میلیونونه ډالر مالي مرسته کړې ده.

هغه د ورلډ لیبرټي فاینېنشل په نوم د ولسمشر د کورنۍ ډیجیټل کرنسۍ یا کریپټو کرنسۍ کې هم له ټرمپ سره همکاري کړې ده.

نوموړی یو هغه ویناول و چې ډونلډ ټرمپ پخپله تېر جولای د جمهوریپالو ملي غونډه کې د وینا لپاره غوره کړ.

د ویټکاف زوی پر ۲۰۱۱ کال د نشه يي توکو له ډېر کارولو مړ شو، هغه د جمهوریپالو دې غونډه کې، د خپلې تسلي په هکله وویل، چې ټرمپ په هغه غم کې لاس ور کړ.

ویټکاف په اسراییل کې د یرغملو کورنیو ته ویلي و چې د خپل زوی انډرو مړینه یې سبب شوې چې غمجنو کورنیو ته د وژل شویو یرغملو د جسدونو د سپارل پر اهمیت لا ډېر پوهېږي.

هغه زیاته کړه: "زه د هغې ډلې غړی یم چې زوی یې خاورو ته سپارلی دی. بده ډله ده. "

ویټکاف ټاکنیزو هڅو کې کله کله ټرمپ ته د خپلې شخصي الوتکې د کارولو اجازه ورکوله او همدارنګه یې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ کمپاین کې د ډي سانتیس د ماتې له امله تر سخت اختلاف وروسته د ډونلد ټرمپ او د فلوریډا د والي ران ډي سانتیس ترمنځ پخلاینه کې مهم رول درلود.

هغه د ډونلډ ټرمپ او ډی سانتیس ترمنځ د فلوریډا د هالیووډ په شل بي لوبغالي کې غونډه جوړه کړه.

په ټاکنو کې تر بري وروسته ښاغلي ټرمپ، د جورجیا پر پخواني سناتور کلي لوفر سربېره نوموړی او ویټکاف د لوړې مراسمو کمېټې د ګډې مشرۍ لپاره غوره کړل.

تر هغه وروسته ډونلډ ټرمپ نوموړي ته لا ډېر مهم مسوولیت وسپاره او منځني ختیځ کې یې خپل استازی وټاکه. له هغه وروسته نور ډېر مسوولیتونه هم ورسپارل شوي دي.