د ایران اټومي پروګرام؛ اسراییل او امریکا ولې اندېښمن دي؟

    • Author, ډاکټر محمد تنها
    • دنده, جرمني

ایران اټومي ټکنالوجي ته د لاسرسي لپاره خپل لومړی ګام د (اټوم د سولې لپاره) پروګرام سره یوځای واخیست.

دا پروګرام تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۵۰ کې د امریکا د وخت ولسمشر ایزن هاور لخوا د جنګي اټومي ټکنالوجۍ پراختیا د مخنیوي او سوله ییزې اټومي ټکنالوجۍ ته د لاسرسي په پار پیل شوی و چې له امریکا سره د ښو اړیکو لرونکو نږدې ټولو هېوادونه ګټه ترې اخیسته.

د ایران د وخت حاکم رضا شاه پهلوي چې له امریکا او غرب سره یې ښه اړیکي درلودل په منځني ختیځ او لویدیځه اسیا کې د دې پروګرام یو نازولی ګټیال( ګټه اخیستونکی) وو.

له دې پروګرام ګټنه( ګټه اخیستل) په ۱۹۷۹ کې د ایران اسلامي انقلاب سره جوخت پای ته ورسېده او د ایران ګاونډیو او غربي هېوادونو د اړیکو په ترینګلتیا سره د ایران اټوم پرواګرام د جنګیتوب یا ناسوله ییز توب په اړه اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېدلې.

دې اندېښنو هله لا زور واخیست چې د اتیایمې لسیزې په پای کې په نړیوالو استخباراتي کړیو کې د ایراني چارواکو او پاکستان اټومي پروګرام مشر ډاکټر عبدالقدیر خان تر منځ لیدنو کتنو مستندول روان و.

دا خبرې دومره پټې ساتل شوې وې چې ان د پاکستان د وخت لومړۍ وزیره بېنظیر بوټو لا نه وه پرې خبره.

بوټو لومړی ځل د ایران او قدیرخان له پټو راکړو ورکړو د ایران د وخت ولسمشر رفسینجاني له خولې خبره او هیښه شوه.

ایران خپلو "دوښمنانو" ته مخامخ ګواښونه پیل کړل

په ۲۰۰۰ کال کې د ایران اټوم پروګرام او د اټومي وسلو لپاره د یورانیم بډاینې په اړه د امریکا او نورو څارګرو ادارو لخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شواهد وړاندې کړل شول، په دې شواهدو کې ښودل شوې وه چې تهران د بوشهر په نامه خپلې اټومي بټۍ کې د یورانیمو په بډاینه لګیا دی.

که څه هم ایران تل دا ادعا کوله او کوي یې چې دوی یورانیم یوازې د اټومي برښنا تولید لپاره بډایوي خو ان همدا اندازه بډاینه هم د اټومي وسلو د پراختیا ممنوعیت تړون غړو هېوادونو لپاره یو بې قانونه کار بلل کېږي.

دا شکونه او شواهد تر هغه وروسته نور هم کره شول چې د ایران د وخت ولسمشر محمود احمدي نژاد پخپله د ایران لخوا د یورانیم بډاینې پروسه کې د پرمختګونو په اړه مالومات ورکړل.

هغه په وار وار دا یادونه وکړه چې ایران په یوازې ځان ان د اټومي وسلو تر کچې هم د یورانیم غني کولو جوګه دی او ور سره خپل توغندیز پروګرام ته هم وده ورکوي او ډېر ژر به ایراني توغندي د دې جوګه وي چې خپل دوښمنان له منځه یوسي.

د احمدی نژاد خبرو کې به ډېری وخت اسراییل او امریکا ته نېغ ګواښونه کېدل.

همدا راز به د اسرییل لومړي وزیر نتنیاهو هم له هرې موکې په ګټنې نړیوال په دې قانع کول غوښتل چې اټومي وسلو ته د ایران لاسرسی ډېر نږدې شوی او ان په ۲۰۱۲ کي یې د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته د ایران اټومي بم یو کارټون هم وړاندې کړ.

دې خبرو نړیوال را وپارول او د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لارې یې پر ایران او د ایران اټومي پروګرام کې پر ځینو لوړ پوړو چارواکو او سایستوالو بندیزونه ولګول.

له نړیوالې ټولنې سره پر اټومي پروګرام هوکړه

د احمدي نژاد په لرې کېدو او حسن روحاني په راتګ سره تر نږدې یوې لسیزې وروسته ایران له نړۍ سره پر خپل اټومي پروګرام خبرو ته کېناست او د امنیت شورا له پنځو دایمي غړو او اروپايي ټولنې سره یې یو تړون لاسلیک کړ.

دا تړون چې ایرانیان یې برجام بولي د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې کتونکو ته د نړیوالو منل شویو قوانینو په رڼا کې د ایران اټومي بنسټونو د کتنې او څارنې اجازه ورکوي او ایران په دې مکلف ګڼي چې د خپلو نیمه بډایه یورانیمو ۹۸ سلنه زېرمې له مینځه یوسي، د سنټرفیوژونو شمېر را ټیټ کړي، د ټینګو یا درندو اوبو نوي تاسیسات جوړ نه کړي، تر راتلونکو ۱۵ کلونو تر ۳،۶ سلنه پورته یورانیم بډای نه کړي او له کوم مخکیني شرط پرته نړیوالو کتونکو ته د څار اسانتیا برابره کړي.

تر برجام وروسته د ایران او غربي نړۍ اړیکي په ښه کېدو او د ایران اقتصاد په غوړېدو شو، خو له غرب سره د ایران دې اټومي مېلې ډېر دوام ونه کړ او د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ تر کامیابېدو وروسته ټرمپ امریکا له دې تړون وویسته.

ډونلډ ټرمپ استدلال کاوه چې په دې تړون کې د ایران د توغندیز پروګرام په اړه هیڅ نه دي ویل شوي او دا تړون د امریکا ګټې نه تضمینوي.

که څه هم اروپا او نور هېوادونه له ایران سره په دې تړون ټینګ پاتې شول خو د امریکا په وتلو سره د ایران پر اقتصاد او نړیوالو اړیکو یو ځل بیا تندر ولوېد.

د اسراییل اندېښنې او د ایراني ساینسپوهانو وژنې

اسراییل چې له دې تړون سره له اوله مخالف و، له دې تړون د امریکا تر وتلو وروسته په ۲۰۱۹ کې د اسراییل لومړي وزیر نتنیاهو په یوه غونډه کې د ایران پر ځینو پټو اټومي فعالیتونو پریزنټېشن ورکړ او پکې یې د ایران اټومي پروګرام تر شا ځینې داسې نا اشنا څېرې ښکاره کړې چې نړۍ څه ان ایرانیانو لا سم نه پېژندل.

د دغو څېرو له ډلې یو هم د ایران دفاع وزرات پورې اړوند د ټکنالوجي او څېړنو څانګې مشر محسن فخريزاده وو چې په دې وروستیو کې تهران ته څېرمه ترور شو.

که څه هم ایران او سراییل یو له بل سره ډیپلوماټیک اړیکي نه لري او هم اسراییلیان ایران ته د تګ ویزه نشي ترلاسولی خو د ایران اټومي ساینسپوهانو او د ایران اټومي او توغندیز پروګرام سره تړلو ایرانیانو د وینو پور تل پر اسراییل اچول کېږي.

یوازې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ څلور ایراني ساینسپوهان ترور شوي. اسراییل د دغو وژنو په اړه څه نه وايي خو دا یوه خبره تل کوي چې په هره بیه به د ایران اټومي پروګرام مخه نیسي.

پر اسراییل دا تورونه هله نور کره او رسوا شول چې په ۲۰۱۲ کې ایران د یوه اټومي ساینسپوه د ترور په تور تهران د ایرانیانو یوه ډله ونیوه او یوه تورن پخپله اقرار وکړ چې دی د اسراییل جاسوسې ادارې موساد ته کار کوي او د موساد لخوا په اسراییل کې د ایران اټومي ساینسپوهانو د ترور لپاره روزل شوی دی.

د نورو په څېر د فخريزاده د مرګ پور هم ایران پر اسراییل واچاوه.

داسې برېښي چې دا ځل د اسراییل او ځینو هغو خلیجي عرب هیوادونو ترمنځ- چې له ایران سره مذهبي، اقتصادي او سیاسي ستونزې لري- ملګرتیا به د ایراني اټومي ساینسپوهانو لپاره ژوند تر پخوا لا هم تریخ کړي.

خو ایرانیان او سیاستوال یې امید لري چې د ټرمپ په تګ او جوبایډن په راتګ سره به امریکا یوځل بیا اټومي تړون ته را وګرځي او د ایران اټومي ساینسپوهان به یو ځل بیا د ارام سا واخلي.