حسن روحاني د ساینسپوه فخري زاده د وژنې تور پر اسراییل ولګاوه

د ایران ولسمشر وايي د دغه هېواد د یوه مخکښ اتومي ساینسپوه وژنه به یې د هېواد اټومي پروګرام ورو نه کړي. حسن روحاني د محسن فخري زاده د وژنې تور پر اسراییلو ولګاوه او ملګرو ملتونو ته یې ویلي دي چې ایران د ځان دفاع حق لري. اسراییلو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي خو پخوا یې ویلي و، چې ښاغلی فخري زاده د ایران د پټ آټومي وسلو پروګرام تر شا مهم کس دی.