تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سپوږمکۍ انځورونه د ایران یوې اټومي بټۍ سره د نویو ودانیو جوړېدل ښيي
بي بي سي ته د سپوږمکۍ رسېدلي انځورونه ښيي چې د ایران د نطنز یورانیم بډاینې بټۍ سره نږدې نوې ودانۍ جوړېږي.
د نویو ودانیو د جوړېدو ځای هم له اوسنۍ بټۍ یو کیلومتر لرې او په غره کې دی.
د سپوږمکۍ انځورونه د غرونو منځ کې یوه ودانۍ او سړک او د بټۍ او احتمالي جوړېدونکې ودانۍ ترمنځ د ګاډو او ماشینونو تګ راتګ ښيي.
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس وايي، نطنز کې د نوې ځمکینې(تر ځمکې لاندې) بټۍ په جوړېدو خبر دي.
تېرو میاشتو کې د نطنز یوه بټۍ کې اور ولګېد او ایرانیو چارواکو دا کار تخریبي وباله.
د هغه مهال د سپوږمکۍ انځورونو ښودل چې یوه بټۍ زیانمنه شوې ده.
ایران وویل، چې د دې پېښې په هکله ډېر څه نه وايي، خو انځورونو ښودل چې دا وداني ښايي د سختې چاودنې له امله تخریب شوې وي.
نطنز کې زیانمنه شوې بټۍ د ایران د ماډرنو سانتریفیجونو د پراختیا او څېړنې مرکز بلل کېږي او ځینې لوېدیځ کارپوهان اټکلوي چې د دې بټۍ زیانمنېدو سره ښايي د ایران د یورانیم بډایولو پروګرام سخت زیانمن شوی وي.
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کې د ایران استازی کاظم غریب ابادي اونۍ مخکې وویل، نطنز اټومي بټۍ کې له تخریبي هڅو وروسته ایران پرېکړه کړې چې پراختیايي او څېړنیز سانتریفیجونه ځمکتل یا زېرزمیني ته ولېږدوي.
د وروستیو میاشتو سپوږمکیز انځورونه ښيي چې ایران د نطنز بټۍ سوېل ته سیمه کې سړک جوړوي یا یې رغوي.
له دې مخکې دا سیمه تر ډېره د مانورو لپاره وه.
امریکا کې مېډل بري په نوم نړیواله څېړنیزه موسسه اټکلوي چې دا مهال دغه غره کې خاوره اېستل کېږي، کندنې کېږي او تونل جوړېږي.
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس عمومي مشر رافایل ګروسي رسنیو ته ویلي، چې ایران د دې بټۍ جوړول پیل کړي، خو تر بشپړېدو یې اوږده لار ده.
نږدې میاشت مخکې د ایران د اټومي انرژۍ مشر علي اکبر صالحي ویلي و چې د تخریب شوې بټۍ په ځای د غره منځ کې بټۍ جوړېږي.
ایران له اټومي تړون د امریکا تر وتلو وروسته ایران د دې تړون پر ژمنو اول ودرېد خو د امریکا د بندیزونو سختېدو او له هغه وروسته چې اروپا له ایران سره سوداګري ته دوام ور نه کړ، هران هم څو پړاوونو کې له خپلو ژمنو په شا شو.
دمګړۍ ایران یورانیم تر څلور نیمې سلنې ټینګوالي غني کوي او خپلې زېرمې یې تر دوه زره ۱۰۵ کیلوګرامو رسولې دي.