تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران وايي د شنبې پر ورځ امریکا سره په عمان کې غیر مستقیم مذاکرات پیلوي
ایران تایید کړه چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره خبرو اترو ته کیني. د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ د لوړې کچې غیر مستقیم مذاکرات به د شنبې پر ورځ عمان کې پیل شي.
د ایران د دولتيرسنیو په وینا د دغو مذاکراتو مشري په د ایران له اړخه د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا له اړخه منځني ختیځ لپاره د ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویټکاف کوي.
رپوټونو کې ویل شوي چې د عمان بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي به د دغو خبرو منځګړیتوب کوي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر الجزایر ته تر روانېدو وړاندې پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي "دا یو فرصت او همدا راز یو ازمېښت دی. توپ د امریکا میدان کې دی."
د دغو مذاکراتو خبر تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ورکړی و.
هغه سپینه ماڼۍ کې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په حضور کې رسنیو ته ویلي وو، که د شنبې ورځې مذاکرات ناکام شي، نو ایران به له "لوی خطر" سره مخامخ شي.
ډونلډ ټرمپ زیاته کړې وه چې دغه مذاکرات په "مستقیم ډول" ترسره کېږي.
هغه وویل "موږ له ایران سره مستقیمې خبرې اترې کوو... زه نه غواړم تر هوکړې پرته بل کار وکړم او په هغه کې ښکېل شم" خو موږ "یوې ډېرې خطرناکې محدودې" ته د ننوتلو په حال کې یو.
د یادونې ده چې ټرمپ د مارچ پر ۳۰مه اېنبيسي تلویزیوني شبکې ته ویلي وو که ایران له امریکا سره د خپل اټومي پروګرام په تړاو هوکړې ته ونه رسېږي، "بمبار" به شي.
ویل کېږي چې د ایران اړوند مسایل د اسرائیل او امریکا د مشرانو ترمنځ د خبرو یو مهم ټکی دی.
ډونلډ ترمپ په داسې حال کې له تهران سره د مستقیمو خبرو موضوع بیا مطرح کوي، چې ایراني چارواکي وايي امریکا یې د غیر مستقیمو مذاکراتو وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی.
د امریکا ولسمشر وویل دا ډېره مطرح شوې چې "خبرې اترې د منځګړو له لارې ترسره کېږي" خو "نه موږ مستقیم مذاکرات کوو." هغه زیاته کړه چې "ایران لپاره به هوکړه ډېره ښه وي."
ټرمپ د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا مذاکرات چېرته کېږي، وویل: "نه شم کولی دا ووایم، خو په لوړه کچه به ترسره شي."
په ورته وخت کې ټاکلې نن سېشنبه مسکو کې د روسیې، چین او ایران لخوا هم په دې تړاو ناسته وشي.
د یادونې ده چې روسیې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته اعلان کړی، چې تر خپله وسه به هڅه وکړي چې د دغو هېوادونو ترمنځ اختلافات د خبرو اترو او دیپلوماتیکو لارو حل شي.
د کرېملین ویاند دیمیتري پېسکوف رسنیو ته ویلي، "موږ تل له خپلو ایراني شریکانو سره، په ځانګړې توګه د اټومي هوکړې په اړه، سلامشورې کوو."
هغه زیاته کړې وه "دا لړۍ به دوام ومومي. روسیه چمتو ده خپله ټوله هڅه وکړي، او څه چې ممکن وي هغه به ترسره کړي، چې دا ستونزه له سیاسي او دیپلوماتیکو لارو حل شي."
روسیې تر دې مخکې هم څو ځله د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی دی.