د اوږدې مودې لپاره په فضا کې پاتې کېدل د انسان پر بدن څه اغېز لري؟

د عکس سرچینه، NASA
- Author, رېچرډ ګرې
تر دې مهاله په فضا کې په يو ځل د تر ټولو ډېرې مودې تېرولو ریګارډ ۴۳۷ ورځې دی خو په فضا کې د ډېر وخت لپاره پاتې کېدل د ستور مزلو پر بدن حيرانوونکي اغېزې لرلی شي، د دوی پر عضلو، مغز او حتی د کولمو پر باکترياو اغېز پرېباسي.
دوو ستورمزلو سوني وېليمز او بوچ ولمور هېڅکله نه غوښتل چې په فضا کې نهه مياشتې پاتې شي. ټاکل شوې وه چې دوی به په نړيواله هوايي اډه کې يوازې اته ورځې تېروي خو د تخنیکي ستونزو له کبله اړ شول چې فضا کې له تمې زيات وخت تېر کړي.
که څه هم، دوی دواړه تجربه لرونکي ستوزمزلي دي او د فضا سخت شرایط یې مخکې هم تجربه کړي خو د جاذبې قوې ټيټ چاپېریال کې تر اوږدې مودې پاتې کېدل د دوی پر بدن اغېز کولی شي. د دې مسئلې د پوهېدو لپاره، موږ باید د هغو ستورمزلو په اړه معلومات وپلټو چې تر ډېرې مودې یې په فضا کې وخت تېر کړی دی.
د يوه امریکايي په توګه د يوې الوتنې پر مهال فرانک روبيو په نړيواله فضايي اډه کې تر ټولو ډېرې ۳۷۱ ورځې تېرې کړې دي.
ټاکل شوې وه چې دوی د ۲۰۲۳ کال په مارچ مياشت کې ځمکې ته راښکته شي خو فضايي بېړۍ کې د يخولو تخنیکي ستونزې له کبله د هغوی سفر اوږد او د همدې کال په اکټوبر کې ځمکې ته راستانه شول.
دې دوو مياشتو اضافي موده کې روبيو د ځمکې له مداره ۵۹۶۳ ځله راوڅرخېد چې ۲۵۳.۳ ميليونه کيلومتره واټن کېږي.
که څه هم له دوی وړاندې په ۱۹۹۰ کلونو کې روسي ستومزلي په ريکارډ کچه د مير په هوايي اډه کې ۴۳۷ ورځې تېرې کړې وې.
د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې، دوه روسي ستورمزلو، اولګ کونونینکو او نیکولای چوب، په نړيواله فضايي اډه کې د تر ټولو اوږدې مودې ریکارډ مات کړ. دوی بيا له امریکايي ستورمزلې ټرېسي ډايسن سره چې هلته يې شپږ مياشتې تېرې کړې وې، ځمکې ته راستانه شول.
د دې فضایي ماموریت پر مهال، کونونینکو او چوب ۱۵۸ میلیونه ميله واټن وواهه، خو په فضا کې د نړيوالې هوايي اډې د ټیټې جاذبې چاپېریال د دوی پر بدن سخت اغېز درلود.
په فضا کې د روبيو ډېرې مودې پاتې کېدو ارزښتناکې څېړنې وړاندې کړې چې انسانان څنګه کولی شي د اوږدمهاله فضايي الوتنو سره مقابله وکړي او د دې له امله رامنځته کېدونکو ستونزو مخنیوی څنګه شونی دی. هغه لومړنی ستورمزلی دی چې په یوه څېړنه کې يې برخه اخيستې، چې په هغو کې د تمرین کولو اغېزې پر انساني بدن څېړل کېږي.
که څه هم د دې څېړنې پایلې لا تر اوسه نه دي خپرې شوې، خو دا معلومات به ډېر ارزښتناک وي، ځکه چې انسانان غواړي د لمريز نظام ژورو برخو ته خلک ولېږي.
د بیلګې په توګه، اوسني پلانونه ښيي چې مریخ ته د تګ راتګ سفر به شاوخوا ۱۱۰۰ ورځې (له دریو کلونو لږ زیات) وخت ونیسي. هغه فضايي بېړۍ چې دوی به پکې سفر کوي، د نړیوالې فضايي اډې پرتله به ډېره کوچنۍ وي، دا په دې معنی چې لږ وزن لرونکي وسایل به اړین وي.
خو له فزيکي پلوه د ځواکمن پاتې کېدو سربېره، فضا ته سفر د انسان پر بدن څه اغېز لري؟
عضلات او هډوکي
په فضا کې د جاذبې قوې نشتوالي له امله، د بدن عضلات او هډوکي ژر کمزوري کېږي. هغه عضلات چې زموږ د بدن د درېدو او حرکت لپاره مهم دي، لکه د ملا، غاړې، پښو، او ورنونو عضلات، خپل ځواک له لاسه ورکوي. یوازې په دوو اونیو کې، د عضلاتو کچه تر ۲۰٪ پورې کمېږي، او په اوږدو ماموریتونو (۳-۶ میاشتې) کې دا کموالی ۳۰٪ ته رسېږي.

د عکس سرچینه، NASA
ورته ډول، د جاذبې فشار نشتوالي له کبله د ستورمزلو د هډوکو پياوړتيا هم کمزوې کېږي.
ستورمزلي چې هر مياشت په فضا کې پاتې کېږي د هډوکو د کتلې يو تر دوه سلنه له لاسه ورکوي او تر شپږو مياشتو پورې دا کچه تر ۱۰ سلنې پورې رسېږي. په ځمکه کې د ډېر عمر کسان له نيم تر يو سلنه هډوکي بايلي. د دې کبله د هډوکو د ماتېدو خطر زياتېږي او د رغېدو موده يې اوږده وي.
کله چې ستور مزلي بېرته ځمکې ته راستانه شي، د دوی د هډوکو عادي حالت ته د ستنېدو لپاره تر څلورو کلونو پورې وخت نيسي.
د دې د مخنیوي لپاره، ستورمزلي هره ورځ ۲.۵ ساعته ورزش کوي، چې په کې د وزن پورته کولو تر څنګ بېلابېل حرکات او تمرينونه شامل وي.
د تمرینونو سربېره داسې خواړه هم خوري چې د هډوکو او عضلاتو روغتيا يې وساتي.
د جاذبې نشتوالي، له کبله په نړيواله فضايي اډه کې د پاتې کېدو پر مهال د دوی ونه يا (ستون فقرات) لږ څه اوږدېږي. دا بیا داسې ستونزې رامنځته کولی شي لکه د ملا درد په فضا او ځمکې ته له راستنېدو وروسته د فقراتو ډیسکونه ښویېدل.
وزن کمېدل
په فضا کې د جاذبې نشتون له امله، وزن هېڅ فزیکي مانا نه لري، خو د بدن سالم وزن ساتل یوه ننګونه ده. که څه هم ناسا هڅه کوي چې خپلو ستورمزلو ته متنوع خواړه برابر کړي خو بيا هم هلته پاتې کېدل د هغوی بدن ته زيان رسوي.
د ناسا ستورمزلې سکاټ کیلي، چې فضا کې د پاتې کېدو په تړاو د څېړنو برخه و او په نړيواله فضايي اډه کې ۳۴۰ ورځې پاتې شوی د بدن وزن يې د خپل غبرګولي ورور پرتله چې په ځمکه کې وو ۷ سلنه له لاسه ورکړ.
د ليد اغېزمنېدل
په ځمکه کې، جاذبه زموږ د بدن وینه ښکته کاږي، په داسې حال کې چې زړه یې بېرته پورته پمپ کوي. خو په فضا کې دا بهیر ګډوډېږي. که څه هم بدن یو څه ځان برابروي خو وینه بيا هم د عادي حالت پرتله د سر برخه کې ډېره راټولېږي.
د دې مایع یوه برخه د سترګو شاته او د لید عصبي بندونو ته راټولېږي، چې دا بیا د لید د بدلون لامل کېدای شي، لکه د نظر کمزوري کېدل او د سترګو په جوړښت کې بدلونونه.
دا بدلونونه یوازې د دوه اونیو فضا ته له تګ وروسته پیلېدای شي، او د وخت په تېرېدو سره یې خطر لا زیاتېږي. ځینې ستورمزلي ځمکې ته تر ستنېدو وروسته د یو کال په اوږدو کې خپل عادي لید بېرته ترلاسه کوي، خو ځینې بدلونونه بيا دایمي پاتې کېږي.
د ګیلاکتیک کاسمیک وړانګو او د لمر د انرژیکو ذرو سره تماس هم د سترګو په برخه کې اضافي ستونزې رامنځته کولی شي. د ځمکې فضا موږ له دې وړانګو ساتي، خو کله چې ستورمزلي د نړيوالې فضايي اډې په مدار کې وي، نو دا ساتنه له منځه ځي. که څه هم فضايي بېړۍ د وړانګو مخنیوي ته ځانګړي د خونديتابه پوښونه لري، خو بیا هم ستورمزلي وايي د دوی سترګې برېښي.
عصبي بدلونونه
که څه هم د سکاټ کیلي چې اوږده موده فضا کې پاتې شوی، پر اعصابو يې اغېز ډېر نه و او پر ځمکه د هغه د ورور سره نژدې یو شان و، خو څېړونکو دا موندلې چې د هغه د عصبي فعالیت سرعت او کرتوب کې لږ کموالی راغی دی. دا ښايي د دې له امله وي چې د هغه اعصاب بېرته د ځمکې جاذبې او د هغه د عادي بڼې سره برابرېدل.

د عکس سرچینه، NASA
یوې وروستۍ څېړنې د عصبي جوړښت د بدلونونو په اړه اندېښنې راپورته کړې، چې دا بدلونونه د اوږدمهاله فضايي ماموریتونو پر مهال رامنځته کېدای شي.
همداراز، یوې څېړنې موندلې چې د فضا چاپېریال د مغز په هغو برخو کې بدلونونه راولي چې د خوځښت، توازن، او ځان درک سره تړاو لري.
ګټورې باکتریاوې
په وروستیو کلونو کې څېړنو ښودلې چې د ښې روغتیا لپاره یو مهم عنصر زموږ په بدن دننه او بهر ژوندي مایکرو ارګانیزمونه دي. دا میکروبیوټا (Microbiota) زموږ د هاضمې، د بدن د التهاب کچه، او حتی زموږ د مغزو د کار بڼه اغېزمنولی شي.
څېړونکو موندلې، کله چې سکاټ کیلي له نړيوالې فضايي اډې راستون شو، د هغه د کولمو باکتریاوې او فنګس د سفر له وړاندې حالت سره په پراخه کچه بدلې شوې وې. دا یو څه طبیعي خبره ده، ځکه چې د هغه د خوړو ډول بدل شوی و، او د هغو خلکو چاپېریال بدل و چې ده ورسره وخت تېر کړی و.
خو د کیلي د کولمو د میکروبیوټا بدلون ته ښايي نور لاملونه هم وو ، لکه د فضا وړانګو سره تماس، د بیا کارول شویو اوبو استعمال، او د فزیکي فعالیت بدلون.
پوستکی
تر اوسه د ناسا پنځو ستورمزلو پرتله چې هر يوه له ۳۰۰ زیاتې ورځې په فضا کې تېرې کړې دي د سکاټ کيلي د تجربو له لارې ترلاسه شوې موندنې د پوستکي د اغېزو په اړه مهمې وې.
د هغه د پوستکي حساسیت زیات شوی و او له فضا ستنېدو وروسته، شاوخوا شپږ ورځې یې د بدن پر پوستکي سوی او خارښت درلود. څېړونکي اټکل کوي چې د فضایي ماموریت پر مهال د پوستکي تحرک نشتوالی ښايي د دې ستونزې لامل شوی وي.

د عکس سرچینه، NASA
جینونه
په فضا کې د کيلي د اوږدې مودې پاتې کېدو يوه موندنه دا وه چې د هغه پر ډي اېن اې يې اغېز کړی و. هغه برخه چې جينونه له زيان څخه ژغوري د عمر په تېرېدو لنډېږي، فضا ته د سفر پر مهال اوږده شوي وو.
د امریکا د کولوراډو د ايالت پوهنتون د چاپېريالي او راډيولوژيک روغتيا پورفيسره سوزن بېلي وايي، "تر ټولو حيرانوونکي موندنه دا وه چې د فضايي سفر پر مهال د ټېلومر د پام وړ اوږده شوي وو."
د سوزن بېلې له خوا په يوه بله څېړنه کې چې پر لسو ستورمزلو شوې وه موندلي وو چې ځمکې ته له راتلو وروسته يې ټېلومرونه لنډ شوي وو. دا بدلون د اوږدمهاله روغتیا او عمر ته د پام وړ پایلې لرلای شي.
بېلي وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې ولې دا بدلونونه رامنځته کېږي، خو ستورمزلي چې اوږده موده په فضا کې تېر کړي، لکه فرانک روبیو، به د دې پروسې د لا ښه درک لپاره مهم معلومات برابر کړي.
په کيلي کې د جينونو داسې بدلونه هم راغلي وو چې ځمکې ته له راستنېدو وروسته بېرته سم شوي وو.

د عکس سرچینه، NASA
د ۲۰۲۴ کال په جون کې، یوې نوې څېړنې وښوده چې د نارینه او ښځینه ستورمزلو معافیتي سیستمونه فضا ته د سفر پر مهال مختلف غبرګون ښيي.
دا څېړنه د سپېس اېکس انسپېرېشن-۴ ماموریت عملې د جینونو د فعالیت معلوماتو پر بنسټ ترسره شوې وه.
د ۱۸ پروټینونو د فعالیت بدلونونه ثبت شوي وو، چې د معافیتي سیستم، عمر او عضلاتو ودې سره تړاو لري. څېړنو ښودلې وه چې د نارینه ستورمزلو جینيټکي فعالیت د فضا سفر ته ډېر حساس و، او د دوی بدن ځمکې ته تر ستنېدو وروسته ډېر وخت نیوه چې بېرته عادي حالت ته راشي.
خو څېړونکي لا هم نه پوهېږي چې ولې ښځینه ستورمزلي د فضا د دې ځانګړو اغېزو پر وړاندې مقاومت لري، خو امکان شته چې دا د دوی د فشار د ځواب سیستم سره تړاو ولري.
معافیتي سیستم
سکاټ کیلي فضا ته له تګ وړاندې، د سفر پر مهال، او له راستنېدو وروسته بېلابېل واکسینونه ورکړل شوي وو، او څېړنو وښودله چې د هغه معافیتي يا دفاعي سیستم عادي غبرګون درلود.
خو د سوزان بېلي څېړنې ښيي چې ستورمزلي د فضا د وړانګو شرایطو له امله د وینې سپينو حجرو کمښت سره مخ کېږي.
تر اوسه پورې، لا هم ډېرې پوښتنې بې ځوابه دي چې فضا ته اوږدمهاله سفر د انسان پر بدن څه ډول اغېز لري. څېړونکي اوس د فرانک روبیو روغتیايي ازموینې، د وینې بېلګې، او سکنونه ارزوي، ترڅو پوه شي چې فضا ته اوږد سفر يا اوږده استوګنه د انسان روغتیا ته څه ګواښونه لري.











