د یوه شخصي شرکت فضايي ګاډی سپوږمۍ ته ورسېد

فضايي ګاډی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بلیوګهوسټ سپوږمۍ ته له رسېدو مخکې تېره اونۍ د سپوږمۍ په مدار کې ولیدل شو.

د یوه شخصي شرکت اړوند فضايي ګاډی پر سپوږمۍ کېناست او دویم دغه ډول سوداګریز ګاډی شو، چې د سپوږمۍ مدار ته ننوځي.

بلیو ګهوسټ نومی دغه ګاډی د تېرې جنورۍ پر ۱۵مه په متحدو ایالتونو کې د فائر فلای نومي شرکت لخوا په سپوږمۍ کې د بحرانونو سمندر نومې کندې په هکله د معلوماتو موندلو په موخه فضا ته استول شوی و.

د یادونې ده، چې دا کنده له ځمکې هم لیدل کېدای شي. دغه پروژه د امریکا متحدو ایالتونو فضايي څېړنو مرکز (ناسا) او خصوصي شرکتونو تر منځ د همکارۍ تازه بېلګه ده.

په پام کې ده، چې د انټیوېټيو ماشینز نومی شرکت به راتلونکو څو ورځو کې د سپوږمۍ سویلي قطب ته یو دغه ډول ګاډی واستوي. انټیوېټيو لومړنی خصوصي شرکت دی، چې پر سپوږمۍ یې د یوه ګاډي کامیابه ناسته وکړه.

د دې شرکت اوډېسیوس نومی ګاډی د تېر کال فبرورۍ پر ۲۲مه سپوږمۍ ته ورسېد. خو هغه ناسته د لږ وخت لپاره وه، ځکه د دوی ګاډی د کېناستو پر مهال د یوه ژورغالي ژۍ ته ورسېد، د کېناستو ګېر یوه برخه یې ماته شوه او واوښت.

بلیوګهوسټ د خصوصي شرکت او ناسا ترمنځ د همکارۍ تازه بېلګه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بلیوګهوسټ د فضايي څېړنو یوه خصوصي شرکت او ناسا ترمنځ د همکارۍ تازه بېلګه ده.

بلیو ګهوسټ بیا له تېرو دوو اونیو راهیسې د سپوږمۍ په مدار کې ګرځېد او بالاخره یې ارامه ناسته وکړه. په بریالیتوب سره پر سپوږمۍ د دې ګاډي له کېناستو وروسته په ټکساس کې د فائرفلای ادارې مرکزي دفتر کارکوونکو خوښي څرګنده کړه او چکچکې یې وکړې.

د اوپن یا ازاد پوهنتون څېړونکي سېمیون باربر د بي بي سي له برېکفاسټ خپرونې سره مرکه کې بلیوګهوسټ ځکه لومړنی شخصي ګاډی بللی، چې پر سپوږمۍ ناسته کوي او لامل یې دا دی، چې دا ګاډي رک-روغ دی او غبرګون څرګندوي.

ماهرین وايي، له دې سره هیلې زیاتې شوې، چې دا به د ستورمزلو لپاره د څښاک اوبو رسولو په ګډون ځینو نورو نوښتنونو ته هم لار هواره کړي.

بلیوګهوسټ د هغې کندې سپړلو لپاره استول شوی، چې له ځمکې هم ښکاري.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بلیوګهوسټ د هغې کندې سپړلو لپاره استول شوی، چې له ځمکې هم ښکاري.

د یادونې ده، چې یو بل امریکایی شرکت استروبوتیک تکنالوژي بیا لومړنی خصوصي شرکت و، چې سپوږمۍ ته د رسېدو هڅه یې پیل کړه.

دغه شرکت د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې هڅه وکړه، خو ګاډی یې ځکه سپوږمۍ ته و نه رسېد، ځکه د تېلو زېرمه یې ښايي سورۍ شوې وه او بېرته پر ځمکه راوغورځېد. د ارام سمندر په لوېدیځه برخه کې له غورځېدو مخکې هغه ګاډي اور واخیست او دوې ټوټې شو.