هند سپوږمۍ ته فضايي بېړۍ واستوله
- Author, ګیتا پانډې
- دنده, بي بي س-ډیلی
هند د چاندریان-۳ په نامه خپل دریم راکټ فضا ته وتوغاوه.
دا به سوېلي برخې ته به یې لومړنی ورغلی فضايي ماموریت شي.
د سپوږمۍ د دې برخې په هکله زیات معلومات نه دي ترلاسه شوي. له پلان سره سم چاندریان-۳ نومی هندی راکټ چې درې برخې لري، د جمعې پر ورځ له ځايي وخت سره سم د ورځې دوې بجې او ۳۵ دقیقې له سري هري کوټه نومي فضايي مرکزه والوت.
د هند فضايي څېړنو مامورین وايي، د راکټ یوه برخه چې لېنډر نومېږي او د سپوږمۍ پر ځمکه د کېناستو لپاره کارول کېږي، د اګست پر ۲۳-۲۴ مه به سپوږمۍ ته ورسېږي.
که دا ماموریت کامیاب شي، هند به له امریکا، مخکیني شوروي اتحاد او چین وروسته د نړۍ څلورم هېواد شي چې راکټ یې د سپوږمۍ پر سطحه ارامه ناسته کوي.
چاندریان-۳ نومي راکټ د هند فضايي ماموریت کې دریېم هغه دی، چې په ۲۰۰۸ کال کې د هند له لومړي ماموریت ۱۳ کاله وروسته تشیال ته ځي. د چاندریان-۱ پروژې مشر میلسوامي انادورای په وینا ''هغه راکټ لومړی ځل د سپوږمۍ پر سطح د اوبو په هکله لومړنی او تفصیلي لټون وکړ او معلومه یې کړه چې سپوږمۍ د ورځې په اوږدو کې یو چاپېریال لري. ''

د عکس سرچینه، Isro

د عکس سرچینه، ISRO
چاندریان-۲ هم درې برخې درلودې، چې د ۲۰۱۹ کال په جولای کې توغول شوی و، خو یوازې په ځینو برخو کې بریالی و.
د هغه راکټ اوربېټر یا هغه برخه چې په مدار کې د ګرځېدو کار ورکوي ان تر اوسه ګرځي او سپوږمۍ څېړي، خو د کیناستو اله یا لېنډر یې بریالی ثابت نه شو، بلکې له سطحې سره له لګېدو وروسته مات شو.
ښاغلی انادورای بیا د هغې ویجاړۍ لامل په وروستیو شېبو کې د تم کېدو نظام کې رامنځته شوې خرابي بولي. د هند فضايي څېړنو ادارې (ای، اېس، ار، او) مشر سریدهارا پانیکر سومانات وايي، دوی په غور سره د هغې مخکینۍ پېښې معلومات څېړلې او بیا یې د داسې پېښې مخنیوي لپاره تجرباتي تمرینات کړي دي.
نوموړی وايي، چاندریان-۳ چې ټولټال ۳۹۰۰ کیلوګرامه وزن لري او شپږ اعشاریه یو میلیارد هندۍ روپۍ یا ۷۵ میلیونه امریکايي ډالره لګښت پرې شوی، د مخکنیو راکټونو په څېر ماموریت لري، چې بې خنډه د سپوږمۍ پر سطحه کېني.

د عکس سرچینه، ISRO
لېنډر (چې د ای، اېس، ار، او موسس په نامه ویکرم نومول شوی) ۱۵۰۰ کیلوګرامه وزن لري او پکې ۲۶ کیلوګرامه ګرځنده اله یا ګاډی ځای پر ځای شوی، چې د پراګیان نوم ورکړل شوی (چې په سنسکرت کې د ځېرکتیا په مانا راغلې کلیمه ده.)
د جمعې پر ورځ له توغول کېدو وروسته به راکټ له ۱۵ تر ۲۰ ورځو پورې وخت واخلي چې د سپوږمۍ مدار ته ننوځي. له هغه وروسته به ساینسپوهان د راکټ رفتار سوکه کړي، چې یوې ځانګړې نکتې ته راشي او هلته ویکرم په کراره ترې بېل او د سپوږمۍ پر سطح کېني.
که هر څه له پلان سره سم مخکې لاړ شي، له هغه وروسته به شپږ ټایره څرخنده اله د سپوږمۍ پر سطح وګرځي او ځمکې ته به د شننې لپاره معلومات او تصویرونه واستوي.
د سپوږمۍ سویلي برخه تر اوسه ناسپړلې پاتې ده، دا برخه تر سیوري لاندې ده او د سپوږمۍ د شمالي برخې پرتله پراخه ساحه لري. د دې مانا دا هم ده، چې په هغو برخو کې د اوبو شتون امکانات ډېر دي، چې تل پرې سیوری غوړېدلی وي.










