د ایران ولسمشر: امریکا د ایران ټول بډایه شوي یورانیم غواړي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، امریکا له ایران غوښتي چې خپل ټول غني شوي یورانیم د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیا لګولو د ځنډولو لپاره د درېیو میاشتو مهلت په بدل کې وسپاري، هغه غوښتنه چې نوموړي "د نه منلو وړ" وبلله.

ښاغلي پزشکیان له نیویارکه تهران ته له روانېدا مخکې خبریالانو ته وویل: "متحده ایالات غواړي چې موږ خپل ټول بډایه شوي یورانیم وروسپارو او په بدل کې موږ ته د بندیزونو درې میاشتنی معافیت راکړي. دا هېڅ د منلو وړ نه ده".

د ایران ولسمشر زیاته کړه: "هغوی به څو میاشتې وروسته بله غوښتنه کوي او وایي به چې غواړو د اسنپ‌بک میکانیزم پیل کړو. که د دوی غیر منطقي غوښتنې او اسنپ‌بک تر منځ انتخاب وشي، موږ به اسنپ‌بک غوره کړو او له دې سره سره به مو خپلې ټولې ستونزې حل کړو."

د امنیت شورا بندیزونه به د ایران د وخت له مخې د یکشنبې د ورځې له سهاره بیا پلې شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پخوانیو پرېکړو د بیا عملي کولو او د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې له بندیزونو بیا لګولو یوه ورځ وروسته، د ایراني ریال ارزښت بیا کم شو او د هر امریکایي ډالر پر وړاندې له ۱۱۰ زره تومانو واوښت.

هممهاله، د ایران قضایي ځواک ویلي چې د امنیت شورا له پرېکړې وروسته "ځینو سایټونو او ټیلیګرام چینلونو د بیو د لوړېدو په اړه مطالب خپاره کړي" او هغوی ته یې خبرداری ورکړی چې "د ټولنې له رواني امنیت ګډوډوونکو سره به قضایي چلن وشي".

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: پر ایران خپل وړاندیز شوي بندیزونه لګوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړې او بندیزونو بېرته راوستلو لپاره یې "محرک" میکانیزم فعال کړی، په بریتانیا، جرمني او فرانسه کې یې خپل سفیران د مشورې لپاره تهران ته ورغوښتي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تېره ورځ (جمعه، ۲۶ سپتمبر) د چین او روسیې وړاندیز شوې پرېکړې ته د رایې ورکولو لپاره چې د ایران پر ضد د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بېرته راوستلو مهلت اوږد کړي، رایه ورنه کړه. د چین او روسیې د پرېکړې مسوده په څلورو موافقو، نهو مخالفو او دوو ممتنعو رایو تصویب نه شوه.

چین او روسیې وړاندیز کړی و چې د ایران په اړه د امنیت شورا پخواني بندیزونه دې تر راتلونکې پسرلي پورې وځنډول شي.

د امنیت شورا دوراني ریاست د سوېلي کوریا پر غاړه و.

د امنیت شورا د تېرې ورځې د رایو له مخې، تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو بندیزونه به د یکشنبې (۲۸ سپتمبر) څخه نافذ شي.

په دې بندیزونو کې به پر هغو شرکتونو، اشخاصو او سازمانونو د نړیوالې همکارۍ بندیزونه شامل وي چې د ایران د اټومي پروګرام یا بالیسټیک توغندیو په پراختیا تورن دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د رایې په ځواب کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پرېکړه لیک مسوده " د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو دروازې پرانیستې ساتلو او له ټکر او شخړې د مخنیوي لپاره یوه ریښتینې هڅه" وبلله.

هغه وویل، امریکا په ډیپلوماتیکو چارو کې "خیانت" وکړ او درېیو اروپایي هېوادونو اټومي تړون دفن کړ او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې د ایران اټومي فعالیتونه سوله‌ ییز دي او ایران د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي د تړون د غړي په توګه تل په بشپړ شفافیت او ښه نیت هرې پوښتنې ځوابولو ته چمتو دی.

عراقچي زیاته کړه چې ایران هېڅکله ګواښ یا فشار ته ځواب نه ورکوي او د دې پرېکړې "جدي پایلې" د درېیو اروپایي هېوادونو او امریکا پر غاړه دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر مخکې ویلي وو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک د غځولو لپاره د نن ورځې رایه اچونه "د امنیت شورا لپاره د ټکر لپاره 'نه' او همکارۍ ته 'هو' ویلو لپاره یو لنډ فرصت دی."

هغه پر اېکس لیکلي: "په تېرو ورځو او اوونیو کې، ایران د ډیپلوماسۍ د کړکۍ د پرانیستې ساتلو لپاره څو وړاندیزونه کړي دي، خو درېیو اروپایي هېوادونو ځواب نه دی ورکړی او متحده ایالاتو هم له ډېر فشار سره خپل سیاست ته دوام ورکړ."

ښاغلي عراقچي د امنیت شورا د غونډې په درشل کې دا خبرداری هم ورکړ چې د "دې لوبې له پیل سره"، درې اروپايي هېوادونه - بریتانیا، فرانسه او جرمني - به "نه یوازې په ډګر کې بریالي نه شي، بلکې له راتلونکو ډیپلوماتیکو بهیرونو به هم محروم شي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هغه یاداښت چې په یوه اندونیزيايي ورځپاڼه کې لیکل شوی و، په خپل ټیلیګرام چینل کې شریک کړی و او ویلي یې وو: "که دا لنډه موکه د مسیر د بدلولو لپاره له لاسه لاړه شي، نو د لوېديځې اسیا او نړیوال نظام لپاره پراخې او ویجاړوونکې پایلې به رامنځته شي؛ داسې پایلې چې د نړیوالو تړونونو بشپړتیا او اعتبار کمزوری کوي او د ټولیز امنیت بنسټونه متزلزل کوي."

د ایران د ملي امنیت عالي شورا سکرتر علي لاریجاني هم په دې اړه خبرداری ورکړی و.

ښاغلي لاریجاني په یوه مرکه کې له امریکایي شبکې PBS سره ویلي وو: "که د ملګرو ملتونو بندیزونه بېرته ولګول شي، ایران به د نړیوالې اټومي انرژۍ له ادارې سره خپله همکاري ودروي".

د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د ملګرو ملتونو اسمبلۍ کې په خپله وینا کې ویلي وو: "پر ایران د امنیت شورا بندیزونه باید بیا راژوندي شي".