تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چابهار بندر په اړه د امریکا بندیزونه: د هند ' لا نور ځورول' که د ایران منزوي کول؟
- Author, شکیل اختر
- دنده, بيبيسي اردو، نوی ډیلی
ایران د اټومي انرژۍ او ورسره تړلو تړونونو په اړه د امریکا له بېلابېلو اقتصادي او تجارتي بندیزونو سره مخامخ دی، خو د امریکايي ګټو د خوندي کولو په موخه چابهار بندر له دغو بندیزونو معاف پاتې شوی و.
خو اوس امریکا چابهار بندر هم د ایران پر بندیزونو کې شامل کړی دی چې له امله یې د هند ګټې له خطر سره مخامخ شوې دي.
هند دغه بندر جوړوي او د یو تړون له مخې د بندر د چلولو مسؤلیت هم ایران هند ته سپارلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي د سپتمبر له ۲۹مې وروسته به د دې بندر د چلولو پر مسوولانو هم بندیزونه ولګول شي.
یو لور ته کارپوهان د امریکا دغه ناڅاپي پرېکړه د هند لپاره "یوه ستراتیژیکه ضربه" بولي، بل لور ته د هند د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د اعلان په غبرګون کې ویلي چې دوی د دې پرېکړې احتمالي پایلو ارزونه کوي.
ولې امریکا د چابهار معافیت بېرته واخیست او د هند غبرګون څه دی؟
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامس پیګټ په واشنګټن کې یوې خبري ناستې ته ویلي وو چې د بندر معافیت بېرته اخیستل د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغې تګلارې برخه ده چې موخه یې ایران په اقتصادي توګه منزوي کول دي.
هغه ویلي و: "د بهرنیو چارو وزیر په ۲۰۱۸ کې د (ایران فریډم اېنډ کاونټر پرولیفریشن اکټ) له مخې د افغانستان د بیا رغوونې او اقتصادي پراختیا لپاره چابهار بندر ته ورکړل شوی معافیت ختم کړ."
د ټامس پیګټ په وینا: "پر چابهار امریکايي بندیزونه به د ۲۰۲۵ د سپتمبر له ۲۹مې نافذ شي. د بندیزونو له پلي کېدو وروسته هغه کسان چې د بندر چارې پرمخ وړي یا د یاد اکټ له مخې ورته نورو چارو کې ښکېل وي هم د امریکا د بندیزونو په کړۍ کې راشي."
هند پخوا د ایران د نفتو لوی پېرودونکی و، خو په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د بندیزونو د ګواښونو له امله هند د ایران د نفتو اخیستل په بشپړ ډول بند کړل.
د هند د بهرنیو چارو وزارت له ویاند رندیر جیسوال نه د جمعې په ورځ د خبري غونډې پر مهال وپوښتل شول چې ایا د امریکايي بندیزونو په پام کې نیولو سره به نوې ډیلي د چابهار بندر د جوړولو او چلولو کار بند کړي؟
هغه په ځواب کې وویل: "هند له چابهار سره تړلو د امریکايي بندیزونو د احتمالي اغېزو ارزونه کوي."
پر چابهار بندر د امریکا د بندیزونو اعلان په داسې وخت کې شوی چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له روسیې نه د تېلو د اخیستلو له امله پر هند ۵۰ سلنه تعرفه لګولې او د دواړو هېوادونو اړیکې د ترینګلتیا پړاو تېروي.
که څه هم هند د چابهار پر بندیزونو کوم څرګند ځواب نه دی ورکړی، خو کارپوهان دا پرېکړه د نوي ډیلي لپاره "یوه ستره ضربه" بولي.
په امریکا کې مېشت د سوېلي اسیا چارو کارپوه مایکل کوګلمن په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه لیکنه کې ویلي: "دا د هند لپاره ستراتیژیکه ضربه ده ځکه چې دا بندر د هند د اړیکو پر بنسټ د ولاړې ډیپلماسۍ یوه ډېره مهمه برخه وه."
په همدې تړاو د سي اېن بي سي ټلوېزیون یوه بل شنونکي ویلي: "د چابهار معافیت ختمول له عادي بندیزونو نه ډېر لوی ګام دی. دا کار به د هند پر سیمه ییز لاسرسي او د هغه پر دیپلوماتیک توازن مستقیم اغېز وکړي."
'ډونلډ ټرمپ د هند ځورول نور هم ډېر کړل'
د ډونلډ ټرمپ د لومړۍ دورې او د جو بایډن د حکومت په جریان کې هم د ایران پر زیاتېدونکو بندیزونو خبرې زیاتې شوې وې او د چابهار بندر د بندیز لګولو پر لړۍ هم خبرې اورېدل کېدې، خو هغه مهال امریکا د افغانستان د خپلو ګټو او د هند او ایران د زړو تفاهمونو په پام کې نیولو سره دغه بندر ته ورکړل شوی استثنا وساتله.
د ۲۰۲۱ مارچ میاشتې په یوه کنفرانس کې د سمندري چلن وزیر ډاکټر منسُک منډاویا ویلي وو: "چابهار بندر د هندوستان حکومت، ایران او افغانستان د ګډو هڅو په نتیجه کې جوړېږي. دغه بندر به افغانستان ته پرانیستي سمندر ته د رسېدو اسانتیا ورکړي؛ دا به نه یوازې یو معتبر او خوندي سوداګریز دهلیز برابر کړي، بلکې د سوداګرۍ لګښتونه به هم کم کړي."
د هندوستان یو مخکښ شنونکي براهَم چلاني پر ایکس په خپل پوسټ کې لیکلي: "ډونلډ ټرمپ پر هند خپله شکنجه نوره هم ټینګه کړه. کله یې چې پر هندي توکو په ۵۰٪ تعرفې لګولو سره هم زړه یخ نه شو، نو اوس هغه استثنا هم چې د چابهار بندر لپاره هند ته ورکړل شوې وه، ختمه کړای شوه."
هغه زیاتوي: "د دې کار هدف په ځانګړي ډول هند په نښه کول دي. "
هند د ایران په سیستان او بلوچستان کې د عمان خلیج پر غاړه په دې بندر کې ترمینل جوړوي. په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ داسې یو تړون وشو چې له مخې یې د دې بندر د چلولو مسؤلیت لس کاله هند ته وسپارل شو.
د دغه تړون له مخې هند ته له روسیې، منځنۍ اسیا او اروپا سره د سوداګرۍ لپاره یوه بدیله لاره پرانیستل شوه.
په همدې موده کې د هند په ذهن کې د پاکستان په خاوره کې د چین په مرسته جوړېدونکې د ګوادر پروژه هم موجوده وه. هند لا په ۲۰۰۳ کال کې ایران ته د چابهار د بندر د جوړولو وړاندیز کړی و چې د هندي توکو لپاره داسې لاره برابره شي چې له پاکستانه له تېرېدو پرته د "نړیوال شمال ـ جنوب ترانسپورټ دهلیز" له لارې د رېل او سړک په مټ افغانستان او منځنۍ اسیا ته ورسېږي.
خو د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي لانجې او بندیزونو له امله دغه پروژه په ځنډ کې پاتې شوه.
هندۍ شنونکې نروپما سبرامنیم وايي، که څه هم د امریکا د نوې پرېکړې له امله هند ته سملاسي یو ټکان رسېدلی، خو د هغې په اند: "د چابهار پر بندر د بندیز هدف هند نه دی، بلکې ایران دی. امریکا غواړي په دې پړاو کې ایران نور هم منزوي کړي او موخه یې دا ده چې ایران ته اقتصادي زیان ورسوي."
هغې زیاته کړه: "دا پرېکړه به هغه نړیوال شرکتونه چې کانټینرونه او کرینونه او نور توکي رسوي او کښتۍ او بندرونه بیمه کوي، له بندیزه په شا کېدو ته اړ کړي."
امریکا د سوداګریز تړون د نه کېدو وروسته لومړی پر هند ۲۵ سلنه تعرفه ولګوله او وروسته یې له روسیې نه د تېلو د اخیستلو په سزا کې ۲۵ سلنه نوره تعرفه ورزیاته کړه. خو له دې سره سره هند له روسیې نه د تېلو اخیستل بند نه کړل.
د هند د نړیوالو چارو د شورا له تړلي مشر څېړونکي ډاکټر فضل الرحمن سره په خبرو کې هغه بي بي سي ته وویل:
"دا د هند لپاره د "انتظار وکړه او وګوره" حالت دی او له هغه موضوع سره توپیر لري چې له روسیې نه د تېلو د اخیستلو په اړه وه."
د هغه په اند: "هند به د امریکا له بندیزونو سرغړونه ونه کړي. هند پوهېږي چې د ډونلډ ټرمپ بهرنۍ تګلاره ډېر ژر بدلېږي، نو دوی به وګوري چې دا تګلاره تر کومه وخته دوام کوي."