تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران چابهار بندر په پټلۍ له افغانستان سره نښلوي
ایران د چاه بهار بندر او زاهدان ښار تر منځ د ریل ګاډي ۶۲۸ کیلومتره پټلۍ غځولو چاره پیل کړې ده. د دغې اوسپنیزې لارې چمتو کولو هدف له زاهدان ښار سره د چاه بهار نښلول او بالاخره افغانستان او مرکزي اسیا ته د ریل شبکې غځول بلل شوي دي.
د ایران (ایرنا) خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دغه هېواد د ښار جوړولو وزیر محمد اسلامي د ایران تر ټولو دغې اوږدې ریل لارې پرانیسته وکړه.
د ښاغلي اسلامي له قوله ویل شوي، دغه پروژه به د ایران سیمه ییزې هوکړې او په ځانګړې توګه د ایران، هند او افغانستان درې اړخیزه تړون پیاوړی کړي، چې له چاه بهار بندره ګټه اخیستل پکې شامل دي.
نوموړی زیاتوي له چابهار بندره ګټه اخیستل زیات شوي او د بارچالانۍ کچه یې درې نیم میلیونو ټنو ته رسېدلې ده.
ایراني چارواکي وايي، چاه بهار ته د ریل لارې غځېدلو سره به د ایران په خاوره کې دننه ریل شبکه کې یو بدلون رامنځته شي او دغه راز تر افغانستان او مرکزي اسیا پورې به د بارچالانۍ لپاره مهمه وسیله ثابته شي.
افغانستان په دا وروستیو کلونو کې له پاکستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې لړ کې له خنډ او ځنډ وروسته د صادارتو لپاره چابهار ته توجه کړې. اوسمهال د افغانستان او مرکزي اسیايي هېوادونو تر منځ د ریل شبکې له لارې ډېره راکړه ورکړه روانه ده.
چا بهار یو له هغو بندرونو دی چې افغان سوداګر کولای شي خپل هغه توکي چې د سمندر له لارې په تېره بیا له هند څخه هېواد ته په لنډه توګه را ورسوي او دغه راز د هند بازارونو ته خپل مالونه ورسوي.
افغانستان، هند او ایران د ۲۰۱۶ کال مې میاشت کې د اوبو له لارې د یوه نړیوال دهلیز پر جوړولو هوکړه وکړه او له هغه راهیسې د چا بهار ودانیزو چارو کې چټکتیا راغله.