یوه مخکښه ډاکټره د اندرا ګاندي وروستۍ شېبې یادوي

د عکس سرچینه، Juggernaut Books
- Author, چهیرلان مولان
- دنده, بي بي سي-هند
د سنه بهارګوا په ژوند کې ډېر نادره شیان پېښ شوي دي.
په ۱۹۸۴ کال کې، ډاکتر بهارګوا لومړنۍ ښځه شوه چې په پلازمېنه ډیلي کې د آل انډیا انسټیټوټ آف مېډیکل سائنسز (AIIMS) مشره شوه – دغه روغتیايي انسټیټوټ په هند کې یو له غوره طبي ادارو ګڼل کېده. دا لومړی ځل و، چې د یاد انسټیټیوټ په نژدې ۷۰ کلن تاریخ کې یوه ښځه دومره لوړ مقام ته رسېږي.
۹۰ کلنه ډاکټر بهارګوا په هند کې د مخکښو (راډیولوژیستانو) له ډلې یوه ده. هغې د خپلو یادښتونو کتاب "هغه ښځه چې ایمس ( د هند طبي زدکړو انسټیټیوت) یې اداره کاوه" ولیکه، چې د دې میاشتې په پیل کې خپور شو. په دې سره بهارګوا په ۹۵ کلنۍ کې لا هم په طبي ټولنه کې فعاله پاتې شوه.
هغه په ۱۹۴۰ لسیزه کې په هند کې د راډیولوژۍ څانګه ولوسته. بیا د دغې څانګې تر ټولو مشهوره متخصصیه شوه. د ډاکټر بهارګوا میراث بې جوړې دی.
د (ایمس) د راتلونکي مشرې په توګه د هغې د دندې لومړۍ ورځ د اور وژنې له یوې ازموینې کمه نه وه.
د هغې لومړۍ کاري ورځ د ۱۹۸۴ کال د اکتوبر پر ۳۱مې پیل شوه. دا له هغه وروسته شونې شوه، چې د هغه وخت د هند لومړۍ وزیره اندرا ګاندي ډاکتر بهارګوا د یاد رول لپاره غوره کړه.

د عکس سرچینه، Juggernaut Books
نوموړې د لومړۍ کاري ورځې په سهارنۍ غونډه کې نه وه، بلکې هغه مهال په خپل دفتر کې د ورځنیو طبي قضیو په بیاکتنه بوخته وه. ډاکترې په خپلو یادښتونو کې لیکلي، چې یو همکار یې په بېړه له هغې وغوښتل چې د ټپیانو وارډ ته ور منډه کړي.
کله چې هلته ور ورسېده، ګوري چې د ناورغ پر بستر هغه ښځه پرته ده، چې دا یې د روغتون د مشر په توګه ټاکلې وه - اندرا ګاندي. د هغې زعفراني ساړي په وینو ککړه وه او نبض یې درېدلی و.
ډاکټرې بهارګوا بي بي سي ته وویل: "په هغه وخت کې، ما په دې تمرکز نه کاوه، چې لومړۍ وزیره زما په مخ کې پرته ده." "زما لومړنی فکر دا و چې موږ باید له هغې سره مرسته وکړو او له نورو زیانونو یې وژغورو."
ډاکټر بهارګوا اندېښمنه وه، چې د خلکو یوه ډله به د ټپیانو پر بېړنۍ څانګې برید وکړي، ځکه له روغتونه بهر ګڼ خلک راټول شوې وو.
خبرونه خپاره شول، چې ګاندي د بلو سټار یا ابي ستوري عملیاتو په غچ کې د دوو سیک ساتونکو لخوا په ډزو ووژل شوه.

د عکس سرچینه، Juggernaut Books
د جون په میاشت کې د امریتسر په طلایی معبد کې د وسله والو د ځپلو په موخه هلته د (بلو سټار) عملیات تر سره شوي وو.
د ګاندي له وژنې وروسته د وژنو تر ټولو لویه بلوا رامنځته شوه، چې په هند کې یې مخکې ساري نه و لیدل شوی. د دغو بلواګانو له پیل سره سم ډاکټر بهارګوا لومړۍ وزیره د ودانۍ یو لوړ پوړ ته د خوندیتوب په موخه ولېږدوله.
هلته، د عملیاتو پر مهال، یو سیک ډاکټر وروسته له هغه له عملیات خونې وتښتیده، کله چې یې د ګاندي د مرګ خبر واورېده.
د هغې د مړینې خبر باید ترهغه پټ وساتل شي، چې د هغې زوی، راجیو ګاندي د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي.
ډاکټر بهارګوا لیکي: "زموږ دنده تر راتلونکو څلورو ساعتونو پورې دا وه چې هغه خیانت ته دوام ورکړو، چې موږ یې د هغې د ژوند ژغورلو په نوم هڅه کوله. خو په حقیقت کله چې ګاندي (ایمس) ته راوړل شوه، نو هغه مړه وه."

د عکس سرچینه، Juggernaut Books
هغې د لومړۍ وزیرې د جسد سوځولو دردناکه بهیر هم بیان کړی دی. د مېرمن ګاندي جسد له سوځولو دوې ورځې مخکې په پلازمېنه کې پروت و.
ډاکټر بهارګوا لیکي: "کله چې موږ له مختلفو لارو د ګاندي بدن اصلي شریانونو ته د مړو د سوځولو کیمیاوي مواد داخل کړل، نو هغه به بېرته بهر ته را وتل."
هغه زیاتوي وروسته په راپور کې څرګنده شوه چې د ګاندي بدن له دریو درجنو زیاتو ګولیو سوری، سوری کړی و.
دا په ایمس کې د ډاکټر بهارګوا د اوږدې کاري مودې یوازینۍ د پام وړ پیښه نه وه.
په دغه کتاب کې هغې د هند د بل لومړي وزیر، جواهر لال نهرو په ګډون د نورو مشهورو سیاستوالو سره د هغې د چلند او مخامخېدو په زړه پورې کیسې هم کړي دي.
د هغې پېښې یادونه یې هم په کتاب کې کړې ده، چې سونیا ګاندي خپل ځوان زوی راهول ایمس ته وروسته له هغه راوړی و، چې د لوبې پر مهال یې غشی پر سر لګېدلی و.
هغې دا کیسه په کتاب کې داسې کړې ده:
"سونیا ګاندي ما ته وویل، هغه باید راهول دلته ته راوستي وای، ځکه راجیو (د هغې مېړه) د اردن له پاچا سره لېدنه درلودله، چې هغه ته یې یو ښکلي موټر د ډالۍ په توګه ورکړ. کوم چې د هغې مېړه یې د چلولو ډېره لېوالتیا درلودله."
راجیو ګاندي غوښتل چې راهول پخپله ایمس ته بې له امنیتي ساتونکو په موټر کې راولي، خو ډاکټر بهارګوا هغه په کلکه له دې کاره منع کړه، ځکه دا د هغه د لېږد خوندي لاره نه وه.
خو هره ورځ دومره په زړه پورې نه وه
ډاکټر بهارګوا د هغه سیاسي فشار یادونه کوي، چې د پارلمان یوې غړې په دې خاطر ګواښلې وه، چې د هغې زوم یې په ایمس کې پر دنده نه و ګومارلی.
په یوه بله پېښه کې، دوو لوړ پوړو سیاستوالو او د فدرالي روغتیا وزیر هڅه وکړه، چې د ایمس مشر په خپله خوښه وټاکي – په داسې حال چې د دغې پرېکړې صلاحیت یوازې له ډاکترې بهارګوا سره و.
ډاکټر بهارګوا وايي، د هغه فشار په وړاندې کلکه ودرېده او تل یې د ناروغانو پاملرنې ته لومړیتوب ورکړی. هغې په ایمس کې د تشخیص او درملنې د یوې اصلي برخې په توګه د راډیولوژۍ د رامینځته کولو لپاره کار وکړ.
کله چې ډاکټر بهارګوا په ۱۹۶۰ لسیزه کې له ایمس سره یو ځای شوه، هغه وخت دغه انسټیټوټ یوازې د عکس اخیستلو اساسي وسایل درلودل. هغې همکارانو ته روزنه ورکړه چې په تور او سپین ایکسرې کې فرعي نښې ولولي. هغې وروسته د غوره تجهیزاتو راوړولو هڅه وکړه، په دې سره په هند کې د مخکښو راډیولوژۍ څانګو په جوړولو کې یې مرسته وکړه.
ډاکټرې بهارګوا تل د بدلون هڅه کړې ده
هغه په ۱۹۳۰ کال کې د نا ویشل شوي هند په لاهور کې په یوه شتمنه کورنۍ کې زېږېدلې. په ماشومتوب کې یې له خپلو نانځکو او خوېندو سره په لوبو کې د ډاکټرۍ رول خوښېده. د هند او پاکستان د ویشلو پرمهال، د ډاکټر بهارګوا کورنۍ هند ته وتښتیده. بهارګوا به له خپل پلار سره د کډوالو پنډغالو ته تله او هلته به یې له خلکو سره مرسته کول.
په هغه وخت کې چې کم شمېر هندي مېرمنو لوړې زده کړې کولې، ډاکټر بهارګوا د راډیولوژۍ په څانګه کې زده کړې وکړې.











