تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لوېدیځه نړۍ وایي، د طالبانو له لوري د پرلپسې بشري ازادیو د محدودولو په اړه ژوره اندېښنه لري
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ویلي، هېواد یې روانه اوونۍ د جي اووه هېوادونو او د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو غونډه جوړه کړې ده چې ګډونوالو یې د افغانانو د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې بیا تازه کړې دي.
ریچرډ لېنزي پر خپل اېکس پاڼه لیکلي: "روانه اوونۍ بریتانیا د افغانستان لپاره د جي اوه + ځانګړو استازو غونډه راوغوښته. موږ خپله ژمنه بیا تاییدوو چې د افغانستان خلکو ملاتړ وکړو. موږ له طالبانو غواړو چې له نړيوالې ټولنې سره په رغنده او د ښه نیت تعامل وکړي."
که څه هم د طالبانو حکومت د جي اووه دې غونډې او د ښاغلي لېنزي څرګندونو ته تازه غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې تل ویلي چې له نړۍ سره د دوه اړخیزه درناوي پر اساس د مثبت تعامل لپاره چمتو دي.
د بریتانیا حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، لندن کې د افغانستان لپاره ځانګړو استازو او د استرالیا، کاناډا، ډنمارک، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، د کوریا جمهوریت، ناروې، سویس، ترکیې، بریتانیا او متحده ایالاتو استازو د سپټمبر پر ۲۹-۳۰مه په لندن کې غونډه وکړه. د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د مرستیال ځانګړې استازي (سیاسي) او د اوسني موقت مشر جورجیت ګاګنون هم ډلې ته معلومات ورکړل.
بریتانیا وايي، د دې ډلې د اوسنۍ مشرتابه په توګه لاندې لنډیز کوي چې "ګډونوالو پر خپله ژمنه یوځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان خلکو ملاتړ وکړي او مرسته باید تر ټولو زیانګالو افغانانو ته ورسېږي."
دغې ډلې دا هم ویلي چې د طالبانو له لوري د پرلپسې بشري ازادیو د محدودولو په اړه ژوره اندېښنه لري او د محدودیتونو تازه بېلګه یې د طالبانو د مشر په امر د انټرنېټي خدمتونو بندېدل یاد کړي چې په وینا یې له بهرنۍ نړۍ سره یې د افغانانو اړیکو، حیاتي مرستو رسولو او د افغانستان اقتصاد ته زیان اړولی او د ټولو افغانانو لپاره یې د انټرنېټ بشپړ فعالېدو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنېټ هم افغانستان کې د انټرنېټ د بندېدو او بېرته فعالېدو په اړه خپل غبرګون کې ویلي، د انټرنېټ بندول حقونه تر پښو لاندې کوي.
ښاغلي بېنېټ په یو لړ ټویټونو کې ویلي: "خوشحاله یم چې د افغانستان دننه خلک، چې شاوخوا ۴۸ ساعته د انټرنېټ له پرې کېدو وروسته بېرته انلاین شوي او له یو بل او نړۍ سره وصل شوي، روغ رمټ دي (ځینو لپاره دا موده نوره هم اوږده وه). د انټرنېټ بندول ژوند ګډوډوي، حقونه تر پښو لاندې کوي او د معلوماتو لاسرسی پرې کوي. دا هېڅکله باید پلی نه شي شي".
ریچرډ بېنېټ چې تل یې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګولو په تړاو مخالفت او توند غبرګون ښودلی افغانستان کې د انټرنېټ له بیا فعالېدا وړاندې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ته ویلي وو "که سملاسي انټرنېټ بیا وصل نه شي، نه یوازې ورځنی ژوند به اغېزمن شي- په تېره د ښځو او نجونو لپاره، بلکې سوداګریز زیانونه به نازک اقتصاد له منځه یوسي او د بشري حقونو جدي پایلې به ولري".
وړاندې هم په افغانستان د انټرنېټ او مخابراتي شبکو بندېدو په بهر او کور دننه ګن غبرګونه راپارولي او د دې بنديز د لرې کېدو غوښتنه یې کړې وه.
افغانستان کې د الوتنو بېرته پیلېدل
په دې دې لړ کې د کابل له هوايي ډګره تلونکې الوتنې او دغه ډګر ته راتلونکي پروازونه ګډوډ شول.
د "فلایترادار ۲۴" د الوتنو د څار وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۱۴ پروازونه چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ له کابل هوايي ډګره وشي، لغوه شوي او د نورو الوتنو وضعیت هم نامعلوم ښودل شوی و.
د کابل هوايي ډګر له ۳۴ پلان شویو پروازونو د چهارشنبې په ورځ څلور راتلونکې او لس تلونکې الوتنې لغوه شوې دي.
همدارنګه، د سېشنبې په ورځ له ۳۱ پروازونو ۱۰ الوتنې لغوه شوې او د ۲۱ نورو پروازونو وضعیت "ناڅرګند" ثبت شوی و.
د هوايي چلند بهرنیو شرکتونو هم افغانستان ته خپلې الوتنې ودرولې، خو تېره چارشنبه د انټرنېټ او موبایل خدمتونو له بېرته فعالېدا سره کورنیو او بهرنیو هوايي شرکتونو د خپلو الوتنو د بېرته پیلولو اعلان وکړ.
نن (پنجشنبه، د اکتوبر دویمه/تلې لسمه) 'ترکېش ایرلاین' او 'کاماېر' اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې الوتنې بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې دي.
کاماېر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې د دوی الوتنې نن له مهالوېش سره سمې ترسره کېږي: "د افغانستان د انټرنېټ او مخابراتي خدماتو له بیا پیلېدو سره، د کاماېر ټولې الوتنې به له سبا، یعنې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له دویمې نېټې بیا پیل شي".
په ورته وخت کې، 'ترکیش ایرلاین' او 'فلای دوبۍ' پر خپلو رسمي وېبپاڼو لیکلي چې دوی به نن ماسپښین د کابل نړیوال هوايي ډګر ته الوتنې ولري.
وړاندې 'د اریانا افغان هوايي شرکت' تېره شپه اعلان وکړ چې د "نن شپه به دوبۍ او جدې ته د دوی الوتنې بیا پیل شي".
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د مشر مولوي هبت الله اخوند زاده په امر د سپتمبر له ۲۸مې (دوشنبې) د ماښام له پنځو بجو راهیسې په ټول افغانستان کې د انټرنېټ او ټیلېفون خدمتونه بشپړ پرې شول، چې بالاخره د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر لومړۍ/تلې نهمه) بېرته فعال شول.
که څه هم د طالبانو حکومت یې په رسمي توګه د بندېدو لاملونه روښانه نه کړل، خو د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد یوسف وفا د وږي پر ۲۴مه د نوري فایبر د پرې کېدو دلیل "د منکراتو مخنیوی" بللی و.
د انټرنېټ او مخابراتي شبکو د خدمتونو د ۴۸ ساعته پرې کېدو په تړاو په کور د ننه او بهر بېلابېل غبرګونونه وښودل شول او په هېواد کې هغه کاروبارونه او چارې چې پر انټرنېټ او ټیلیفوني خدمتونو پورې تړاو لري، له جدي خنډ سره مخامخ شوې.