'له انټرنېټ پرته ۲۴ ساعتونه پر ما څنګه تېر شول؟'

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي پښتو
    • رپوټ له:, لندن

"موټروان ویل، بیا به کومه لویه جرګه وي؛ له ملت به یې پټوي، له چاودنې ماودنې به وېرېږي..."

دا د یوه کابل مېشتي خبرې دي چې په افغانستان کې د انټرنېټ او د مخابراتي شبکو د بندښت په لومړۍ ورځ یې خپل دفتر ته پر لاره له ټېکسي چلوونکي اورېدلې وې.

یوازې دا موټروان نه و چې د انټرنېټ پرې کېدو ډول ډول شکونه وراچولي وو بلکې یو ناڅاپه د رامنځته شوي نا څرګند حالت له کبله په افغانستان کې دننه او بهر د افغانانو تر منځ داسې رنګا رنګ اوازې په چټکۍ سره خپرې شوې چې دروغ او ریښتیا معلومول یې ورته سخت وو.

افغانستان له نړیوال جاله راپرې و او په کور دننه هم چا یو بل ته زنګ نه شو وهلی. خو د ځينو بهرنیو یا خصوصي ادارو کارکوونکو وقفه په وقفه یوه نسبتاً کمزوري انټرنېټ ته لاسرسی درلود او بي‌بي‌سي هم وتوانېده چې په افغانستان کې دننه په هماغه شېبو کې ځینې کسان وغږوي چې د دوی شاوخوا حالت څنګه روان دی.

ما په همدې ترڅ کې په کابل کې د یوې خصوصي ادارې له کارکوونکي سره د وټس‌اپ پر مټ اړیکه ونیوله چې د امنیتي خوندیتوب په موخه یې د (زلمي) په مستعار نوم یادوو. انټرنېټ یې دومره ورو و چې نه زنګ پرې وهل کېدای شو او نه هم غږیز پیغام پرې لېږل کېده. ان لنډ لیکلي مسېج یې هم کله دوه درې دقیقې وخت نیوه. نو له هغه مې دوه ورځې په لیکلې بڼه د وټس‌اپ له لارې د هغو شاوخوا ۲۴ ساعتونو حال واخیست چې په افغانستان کې انټرنېټ پرې و او مخابراتي شبکو هم کار نه کاوه. زه له لندنه او زلمی له کابله راسره و.

د کابل بې موبایله او بې انټرنېټه سهار

په افغانستان کې تېره دوشنبه ځايي وخت مازدېګر شاوخوا پنځه بجې انټرنېټ پرې او ټلیفوني شبکو هم کار پرېښود. ما یې په سهار (سې شنبې) زلمی پیدا کړ او د تېر مازدېګر کیسه یې داسې راته وکړه:

"پرون نږدې څلورنیمې بجې په یوه وټس‌اپ ګروپ کې یوه ملګري مسېج راوکړ چې نن له پنځو بجو وروسته په ټول هېواد کې انټرنېټ پرې کېږي. زړه مې نه منله خو له پنځو به څو دقیقې تېرې وې چې له موبایل مې پنځه خطه انتن او انټرنېټ دواړه ورک شول. په داسې حال کې چې یوازې د نوري فایبر نېټ قطع کېدو ته ذهناً تیار وو خو د موبایل نېټ او انتن پرې کېدل مو بیخي په تصور کې هم نه راګرځېدل."

زلمی زیاتوي چې په وطن کې د کورنیو یوه لویه اندېښنه خپلو بهرمېشتو مساپرو او خپلوانو ته وه چې د انټرنېټ د پرې کېدو له کبله یې له حاله نه شوای خبرېدلی.

په افغانستان کې که څه هم د طالبانو حکومت د نوري فایبر د پرې کېدو او ورته د بدیل موندلو خبره کړې وه خو خلکو ته یې دا خبرداری نه و ورکړی چې په ټول هېواد کې به یو ناڅاپه انټرنېټ او ټلیفوني شبکې کار پرېږدي.

همدا هم یو لامل کېدای شي چې ګنګوسې او اوازې خوله‌ په‌ خوله شوې. چا ویل، د طالبانو حکومت بګرام امریکا ته سپاري، چا ویل امریکا پر افغانستان برید کوي... دا ډول ګنګوسي د کورونو پر دیوالونو اوښتي وو او ګڼې کورنۍ یې د زلمي په خبره له کوره وتلو غړو ته اندېښمنې کړې وې.

زلمي او وروڼو ته یې هم د مور او پلار زړونه ختلي وو او ماښام چې کور ته ورسېد نو: "کور ته چې لاړم مور، پلار او ټول د کورنۍ غړي مې اندېښمن وو. مېرمن او بچی مې کلي ته تللي، اړیکه مې نه شوای ورسره نیولی، ورته پرېشانه وم. پلار مې چې اووه اته انقلابه یې تر سر تېر دي، په ژورو سوچونو کې ډوب و. غوښتل مې را ویې غږوم، څو ځله مې د یوې او بلې موضوع سر ور واچاوه، خو خبرې یې په خوله نه راتلې."

زلمی وايي چې ماخوستن یې تر ده وروسته نور وروڼه هم لکه ماښام چې مرغۍ ځالو ته ځي، داسې کور ته ور ورسېدل خو په وینا یې، "د ټولو بڼې نیولې ښکارېدې. ان د کور ماشومان مو هم پوهېدل چې کوم څه شوي‌ دي. ماخوستن ډوډۍ نه وروسته مې د ماشومانو پام بدلولو لپاره له هغوی سره لږې لوبې وکړې خو په زړه مې خپل بچي راورېدل. شپه اوږده وه او لا هم نېټ او موبایل نه وو..."

دا په تېرو شاوخوا دوه-دوه‌ نیمو لسیزو کې لومړۍ داسې شپه وه چې افغانستان تقریباً په بشپړ ډول له انټرنېټ او ټلیفوني اړیکو په محرومیت کې تېروله.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا هم غلی و او څه یې نه ویل چې دا وضعیت ولې رامنځته شوی او تر کله به دوام کوي.

زلمی وايي چې د کره معلوماتو موندل سخت وو ځکه چې انټرنېټ سم کار نه کاوه او د ځینو باوري خبري رسنیو وېبپاڼې یې نه شوای کتلی.

دی زیاتوي، "سره له دې چې زموږ دفتري سیټټيلایټ نېټ هم ډېر ضعیف دی خو له نن سهار راهیسې مې څو ځله هڅه وکړه چې د بي‌بي‌سي پښتو وېبپاڼه را پرانیزم اما دا او نور ټول سایټونه د انټرنېټ د نشت له کبله بند دي، نه خلاصېږي."

په کابل کې عام باور څه و؟

بل سهار دی. د چهارشنبې سهار. خو د زلمي او د هغه د کورنۍ په څېر لا هم خلک نه پوهېږي چې څه کېدونکي دي، انټرنېټ جوړېږي او که نه؟ ټلیفونونه به کار وکړي او که نه؟

په افغانستان کې دننه د خواله رسنیو د کاروونکو د فېسبوک مسېنجر زرغونې تڼۍ مړې دي. زما یوه وطن‌ مېشتي ملګري هم د فېسبوک سټوري نه ده تازه کړې او نه یې هم د وټس‌اپ 'سټېټس' نوی کړی دی. څو کسانو ته مې هسې توکلي په وټس‌اپ پیغام ولېږه خو د 'ټېک‌ مارک' غبرګه نښه پرې راښکاره نه شوه.

وايي چې په ړندو کې یوسترګی پاچا دی. له انټرنېټه په محروم افغانستان کې د زلمي غوندې د ګوتو په شمار کسان وو چې لا هم له بهرنۍ نړۍ سره وصل وو، که څه هم په یوه نري او کمزوري تار...

د لندن په سهار مې زلمی وپوښت چې نن وضعیت څنګه دی؟

تر پرون یې ځواب وځنډېد او وروسته یې راته ولیکل، "زموږ شرکت د همداسې اضطراري ورځې لپاره یو دوه اېم.بي سیټيلایټ بېک‌ اپ انټرنېټ ساتلی، نن یې په خورا زحمت فعال کړ، ډېر کمزوری دی، په ډېر ځنډ یو اېمېل یا مسېج پرې استول کېدای شي، همدا مسېجونه هم د همدې بک اپ نېټ په برکت درلېږم."

وروسته یې راته ولیکل چې همدا د انټرنېټ او ټلیفوني شبکو ستونزې نه پرته په کابل کې ژوند نورمال روان دی،‌ خلک په خپلو چارو بوخت دي خو کیسه یې داسې راته وغځوله:

"نن سهار دفتر ته په لاره مې لیدل چې ټول خلک یو ډول اندېښمن ښکارېدل، لکه ملي ماتم چې اعلان شوی وي. خو کابل کې د خلکو عام باور دا دی چې دا لنډ مهالی بندیز دی او ګواکي په ورځ دوو کې به بېرته هر څه نورمال شي. عیناً لکه په تېرو څلورو کلونو کې چې د هر اختر لومړۍ نیمه ورځ موبایل شبکې کار نه کوي. ډېر کم خلک د انټرنېټ او موبایل شبکو بندول د طالبانو له ایډیالوژۍ سره تړلې مسئله بولي. ډېر وايي چې د دوی ټوله حکومتولي هم پر واټس اپ چلېږي، نو چې بند یې کړي، د دوی ورځ هم ورسره خړه بوله. ځینې بیا فکر کوي چې ګواکي د طالبانو مشر کابل ته راغلی یا کندهار کې د وزیرانو په کچه لویه غونډه روانه ده، ځکه یې د امنیتي اندېنښنو له کبله هر څه بند کړي. اوازې ګډې وډې دي خو یقیني خبره هېڅوک نه شي کولی."

زلمي همداراز راته وویل چې سهار یې مور د ده بل ورور ته چې خبریال دی، اندېښمنه وه.‌ ویل یې چې د خبریالۍ کار خو په انټرنېټ او موبایل پورې تړلی نو چې دا کار نه کوي، هسې نه له دندې یې "ځواب کړي." زلمی وايي چې که څه هم ده خپله هم له همدې کبله خپلې دندې ته زړه خوړ خو په وینا یې، "په ظاهره مې وخندل،‌ ورته ومې ویل چې مورې! زما او د ډېرو خلکو دندې په همدې موبایل او انټرنېټ پورې تړلې دي، ته اندېښنه مه کوه، دا هسې د څو ورځو خبره ده، هر څه به ښه شي... خو هغه په سوچونو کې ډوبه شوه."

په "خپګان" پسې د "خوښۍ" خبرونه

زلمی وايي چې په دې سهار یې د کمزوري انټرنېټ او د شبکو د دوامداره بندښت له کبله څو دفتري مجلسونه لغوه شول. خو له یوه بل شرکت سره "د لوړې کچې میټېنګ" یې چې ځنډاوه نو د "اداري نزاکت له مخې" مقابل لوري ته د خبر ورکولو لپاره دفتر دی په ګاډي کې ورولېږه چې احوال وروړي.‌

د یادولو ده چې تر کورونا وبا وروسته ګڼې ادارې نن سبا د 'زوم'، سکایپ او یا د ځينو نورو اپلېکېشنونو په مرسته ویډيويي میټينګونه کوي چې له بېلابېلو هېوادونو او ځایونو پرلیکه بڼه ګډونوال برخه پکې اخیستلی شي.

خو څومره کمزوری انټرنېټ چې اوس د زلمي دفتر درلود، هغسې ویډيويي مجلس پرې ترسرول ممکن نه وو.

زلمی همداراز وايي چې د بانکونو حالت کابل مېشتو ته د جمهوري نظام د سقوط وختونه ور په زړه کول. دی زیاتوي چې بانکونو ته د خلکو اوږدې لیکې ورجوړې وې خو یوه کمه اندازه پیسې ورکول کېدې او "ځینې همکاران مو تش لاس راغلل، ویل یې چې دومره اوږد قطار و چې شاید سبا دا وخت هم نوبت را ونه رسېږي."

زلمی وايي، په همدې ورځ د ادارې مالي مسؤل ټولو کارکوونکو ته په ایمېل کې لیکلي وو چې، "د انټرنېټي ستونزې له کبله د رامنځته شوې بانکي ګډوډۍ له وجې تر نامعلوم وخته معاش نه شو درکولی... زما په ګډون د ګڼو همکارانو مې همدې معاش ته سترګې دي، اوس اندېښمن یوو چې د کور لګښت ته پیسې له کومه کړو؟"

له دې سره زما او د زلمي تر منځ د خبرو سلسله پرې شوه.

ماسپښين مهال زلمی بیا راپيدا شو او هغه راته ورلېږل شوي د کوم بل کس پیغامونه راولېږل. د یوې نړیوالې ادارې نوم یې واخیست چې هلته "لوړپوړی چارواکی" دی. هغه کس په لیکلو مسېجونو کې ډاډمنې خبرې ورته کړې وې او لیکلي یې وو چې، "ښايي تر ماښام شبکې کار وکړي. یا سبا ته زیات احتمال شته چې هر څه بېرته سم شي."

د زلمي د هغه انډیوال خبره ریښتیا شوه خو خبره سبا ته پاتې نه شوه.

تېره ورځ د کابل په وخت شاوخوا ماسپښین مهال د پلازمېنې په ګډون د افغانستان له بېلابېلو سیمو خلکو پر خواله رسنیو ولیکل چې که څه هم یو څه کمزوری دی خو انټرنېټ او ټلیفوني شبکو دواړو بېرته کار پیل کړی دی.‌

له دې سره لکه په مړه وجود کې چې ساه وچلېږي، په څو دقیقو کې پر خواله رسنیو سلګونه داسې لیکنې او پوسټونه لاس‌په‌لاس شول چې خلکو د انټرنېټ او مخابراتي شبکو د بیا فعالېدو په اړه خوښي پکې څرګنده کړې وه او ځينو ان یوه بل ته مبارکي هم ورکړې وه.

وروسته یوې معتبرې سرچینې بي‌بي‌سي ته وویل چې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د ځانګړي امر له مخې انټرنېټ او ټیلیفوني شبکې بېرته فعالې شوې.

له دې سره افغانستان یو ځل بیا له انټرنېټ سره وصل شو او ګڼو بهرمېشتو افغانانو هم ولیکل چې په وطن کې یې تر شاوخوا درې ورځني ځنډ وروسته له خپلو کورنیو او عزیزانو سره خبرې وکړې.

زلمي د خپل وټس‌اپ 'سټېټس' د یو چا په دې نقل قول تازه کړی و چې، "زموږ انسانانو همدا خاصیت دی چې کله یو څوک زموږ حق رانه واخلي او څه موده وروسته یې بېرته راکړي نو له خوښۍ ناڅو او یو بل ته مبارکۍ ورکوو..."