لوېدیځه نړۍ وایي، د طالبانو له لوري د پرلپسې بشري ازادیو د محدودولو په اړه ژوره اندېښنه لري

kabul

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ویلي، هېواد یې روانه اوونۍ د جي اووه هېوادونو او د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو غونډه جوړه کړې ده چې ګډونوالو یې د افغانانو د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې بیا تازه کړې دي.

ریچرډ لېنزي پر خپل اېکس پاڼه لیکلي: "روانه اوونۍ بریتانیا د افغانستان لپاره د جي اوه + ځانګړو استازو غونډه راوغوښته. موږ خپله ژمنه بیا تاییدوو چې د افغانستان خلکو ملاتړ وکړو. موږ له طالبانو غواړو چې له نړيوالې ټولنې سره په رغنده او د ښه نیت تعامل وکړي."

که څه هم د طالبانو حکومت د جي اووه دې غونډې او د ښاغلي لېنزي څرګندونو ته تازه غبرګون نه دی ښودلی،‌ خو وړاندې یې تل ویلي چې له نړۍ سره د دوه اړخیزه درناوي پر اساس د مثبت تعامل لپاره چمتو دي.

د بریتانیا حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، لندن کې د افغانستان لپاره ځانګړو استازو او د استرالیا، کاناډا، ډنمارک، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، د کوریا جمهوریت، ناروې، سویس، ترکیې، بریتانیا او متحده ایالاتو استازو د سپټمبر پر ۲۹-۳۰مه په لندن کې غونډه وکړه. د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د مرستیال ځانګړې استازي (سیاسي) او د اوسني موقت مشر جورجیت ګاګنون هم ډلې ته معلومات ورکړل.

بریتانیا وايي، د دې ډلې د اوسنۍ مشرتابه په توګه لاندې لنډیز کوي چې "ګډونوالو پر خپله ژمنه یوځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان خلکو ملاتړ وکړي او مرسته باید تر ټولو زیانګالو افغانانو ته ورسېږي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

دغې ډلې دا هم ویلي چې د طالبانو له لوري د پرلپسې بشري ازادیو د محدودولو په اړه ژوره اندېښنه لري او د محدودیتونو تازه بېلګه یې د طالبانو د مشر په امر د انټرنېټي خدمتونو بندېدل یاد کړي چې په وینا یې له بهرنۍ نړۍ سره یې د افغانانو اړیکو، حیاتي مرستو رسولو او د افغانستان اقتصاد ته ‌زیان اړولی او د ټولو افغانانو لپاره یې د انټرنېټ بشپړ فعالېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنېټ هم افغانستان کې د انټرنېټ د بندېدو او بېرته فعالېدو په اړه خپل غبرګون کې ویلي، د انټرنېټ بندول حقونه تر پښو لاندې کوي.

ښاغلي بېنېټ په یو لړ ټویټونو کې ویلي: "خوشحاله یم چې د افغانستان دننه خلک، چې شاوخوا ۴۸ ساعته د انټرنېټ له پرې کېدو وروسته بېرته انلاین شوي او له یو بل او نړۍ سره وصل شوي، روغ رمټ دي (ځینو لپاره دا موده نوره هم اوږده وه). د انټرنېټ بندول ژوند ګډوډوي، حقونه تر پښو لاندې کوي او د معلوماتو لاسرسی پرې کوي. دا هېڅکله باید پلی نه شي شي".

ریچرډ بېنېټ چې تل یې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګولو په تړاو مخالفت او توند غبرګون ښودلی افغانستان کې د انټرنېټ له بیا فعالېدا وړاندې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ته ویلي وو "که سملاسي انټرنېټ بیا وصل نه شي، نه یوازې ورځنی ژوند به اغېزمن شي- په تېره د ښځو او نجونو لپاره، بلکې سوداګریز زیانونه به نازک اقتصاد له منځه یوسي او د بشري حقونو جدي پایلې به ولري".

وړاندې هم په افغانستان د انټرنېټ او مخابراتي شبکو بندېدو په بهر او کور دننه ګن غبرګونه راپارولي او د دې بنديز د لرې کېدو غوښتنه یې کړې وه.

افغانستان کې د الوتنو بېرته پیلېدل

د کابل هوايي ډګر له ۳۴ پلان شویو پروازونو د چهارشنبې په ورځ څلور راتلونکې او لس تلونکې الوتنې لغوه شوې دي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د کابل هوايي ډګر له ۳۴ پلان شویو پروازونو د چهارشنبې په ورځ څلور راتلونکې او لس تلونکې الوتنې لغوه شوې دي.

په دې دې لړ کې د کابل له هوايي ډګره تلونکې الوتنې او دغه ډګر ته راتلونکي پروازونه ګډوډ شول.

د "فلایت‌رادار ۲۴" د الوتنو د څار وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۱۴ پروازونه چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ له کابل هوايي ډګره وشي، لغوه شوي او د نورو الوتنو وضعیت هم نامعلوم ښودل شوی و.

د کابل هوايي ډګر له ۳۴ پلان شویو پروازونو د چهارشنبې په ورځ څلور راتلونکې او لس تلونکې الوتنې لغوه شوې دي.

همدارنګه، د سې‌شنبې په ورځ له ۳۱ پروازونو ۱۰ الوتنې لغوه شوې او د ۲۱ نورو پروازونو وضعیت "ناڅرګند" ثبت شوی و.

د هوايي چلند بهرنیو شرکتونو هم افغانستان ته خپلې الوتنې ودرولې، خو تېره چارشنبه د انټرنېټ او موبایل خدمتونو له بېرته فعالېدا سره کورنیو او بهرنیو هوايي شرکتونو د خپلو الوتنو د بېرته پیلولو اعلان وکړ.‌

نن (پنجشنبه، د اکتوبر دویمه/تلې لسمه) 'ترکېش ایرلاین' او 'کام‌اېر' اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې الوتنې بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې دي.

کام‌اېر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې د دوی الوتنې نن له مهالوېش سره سمې ترسره کېږي: "د افغانستان د انټرنېټ او مخابراتي خدماتو له بیا پیلېدو سره، د کام‌اېر ټولې الوتنې به له سبا، یعنې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له دویمې نېټې بیا پیل شي".

kabul

د عکس سرچینه، Getty Images

په ورته وخت کې، 'ترکیش ایرلاین' او 'فلای‌‌ دوبۍ' پر خپلو رسمي وېبپاڼو لیکلي چې دوی به نن ماسپښین د کابل نړیوال هوايي ډګر ته الوتنې ولري.

وړاندې 'د اریانا افغان هوايي شرکت' تېره شپه اعلان وکړ چې د "نن شپه به دوبۍ او جدې ته د دوی الوتنې بیا پیل شي".

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د مشر مولوي هبت الله اخوند زاده په امر د سپتمبر له ۲۸مې (دوشنبې) د ماښام له پنځو بجو راهیسې په ټول افغانستان کې د انټرنېټ او ټیلېفون خدمتونه بشپړ پرې شول، چې بالاخره د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر لومړۍ/تلې نهمه) بېرته فعال شول.

که څه هم د طالبانو حکومت یې په رسمي توګه د بندېدو لاملونه روښانه نه کړل، خو د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد یوسف وفا د وږي پر ۲۴مه د نوري فایبر د پرې کېدو دلیل "د منکراتو مخنیوی" بللی و.‌

د انټرنېټ او مخابراتي شبکو د خدمتونو د ۴۸ ساعته پرې کېدو په تړاو په کور د ننه او بهر بېلابېل غبرګونونه وښودل شول او په هېواد کې هغه کاروبارونه او چارې چې پر انټرنېټ او ټیلیفوني خدمتونو پورې تړاو لري، له جدي خنډ سره مخامخ شوې.