د ټیلیفوني اړیکو او انټرنېټ بیا فعالېدو هرکلی: کابل کې تر ماښام ناوخته خلکو پر واټونو خوښۍ کولې

د عکس سرچینه، Getty Images
کابل کې د بي بي سي همکارنو د ښار بېلابېلو واټونو کې لیدلي چې له نژدې دوه ورځني بندیز وروسته خلکو د انټرنېټ او ټیلیفوني اړیکو د بیا فعالېدو پراخ هرکلی کړی.
د افغانستان پلازمېنه کابل او ځینو نورو ښارونو کې د چهارشنبې پر ورځ له غرمې وروسته ټیلیفوني اړیکې بېرته فعالې شوې. په ځينو ولایتونو کې د انټرنیټي کرښو د کار پېلدو رپوټونه هم ورکړل شوي.
یو معتبرې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د ځانګړي امر له مخې انټرنېټ او ټیلیفوني شبکې له سره فعالې شوي دي.
تېرو دوه ورځو کې د انټرنېټي لیکو او ټیلیفوني شبکو پرې کېدو دغه هېواد کې خلک له سخت کړاو سره مخامخ کړي وو. په نړیواله کچه د طالبانو حکومت دغه پرېکړه غندل شوې وه. د طالبانو حکومت د انټرنېټ او ټلیفوني اړیکو د بندېدو په اړه ډېر څه نه دي روښانه کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان تېره ورځ ( د سپتمبر ۳۰مه)ّ په افغانستان کې د طالبانو له حکومته سملاسي د انټرنېټ د بېرته فعالېدو غوښتنه کړې وه.
پر ټولنیزه رسنۍ اېکس خپاره کړي يوه بیان کې دغې ادارې ويلي، چې په ټول هېواد کې د انټرنېټ بندېدل به افغانستان کې "د بشري حقونو لپاره ډېرې جدي او براخې پايلې ولري."
د بشري حقونو سازمان زياته کړې وه چې "پر انټرنېټ بنديز د معلوماتو ازاد بهیر محدودوي په ځانګړي ډول روغتیا زده کړې او بانکي چوپړونو ته لاسرسی. هغه ښځې او نجونې چې له مخکې له عامه ژونده ايستل شوې تر ټولو ډېرې اغېزمنېږي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۴۸ ساعته انټرنېټي بندیز کاروبارونه او الوتنې له ستونزو سره مخ کړې، بېړنيو خدمتونو ته یې لاسرسی محدود کړ، او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د لا انزوا په اړه یې اندېښنې راپورته کړې.
تېره میاشت د طالبانو حکومت کې د بلخ د ولایتي ادارې ویاند ویلي وو چې د انټرنېټ لاسرسی "د فحشا د مخنیوي لپاره" بند شوی دی.
طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر ښځو د اسلامي شریعت د خپل تفسیر له مخې ډېر محدودیتونه لګولي دي.
افغان ښځو بي بي سي ته ویلي چې انټرنېټ له بهرنۍ نړۍ سره د دوی لپاره یوه ژغورونکې وسیله ده ځکه د ډېرو لپاره د زدکړو او کار فرصتونه برابروي.
د دوشنبې پر ورځ د انټرنېټ له بندېدو وروسته، ملګرو ملتونو وویل چې دا ګام افغانستان له بهرنۍ نړۍ نږدې په بشپړه توګه منزوي او ګوښی کړی. دې ادارې زیاته کړه چې دا کار د "افغانانو ته د پام وړ زیان رسولو خطر لري، چې په کې اقتصادي ثبات له ګواښ سره مخ کېدلی شي او په نړۍ کې د تر ټولو بدو بشري ناورینونو د یو بل ناورین زیاتېدل شته."
د افغانستان یوه حکومتي چارواکي د دوشنبې پر ورځ د فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل چې د فایبر اپټیک شبکې له "اته تر نهه زره مخابراتي ستنې" به "تر بل امره پورې" وتړل شي.
له نوري فایبر شبکې سره د افغانستان د نښلولو پروژه په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې د ۶۰ میلیونو ډالرو پانګونې سره پیل شوه. د طالبانو حکومت په وروستیو کلونو کې د نوري فایبر پراختیایي پروژې پراخې کړې دي، چې موخه یې د ډیجیټل سوداګرۍ له ودې، د ټیکنالوژۍ پانګونې جلبولو او په افغانستان کې د انلاین دندو موندلو کې یې د ډېرو په باور لویه مرسته کړې ده.








