ایا افغانستان کې انټرنېټ ته د لاسرسي نورې لارې هم شته؟

په عکس کې په کابل کې د تلویزون غونډۍ برېښي چې ګڼ انتنونه پرې لګېدلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په افغانستان کې د یوه نیمه دولتي شرکت تر څنګ څلور نور مخابراتي شرکتونه فعالیت لري‌، چې د شمېرو له مخې ۲۶ میلیون ګډونوال یې لرل.
    • Author, مامون درانی

په افغانستان کې د کورنیو مخابراتي شرکتونو ترڅنګ درې نورې سرچینې هم شته، لکه وي-ساټ، ثریا (Thuraya) او سټارلېنک، چې ټولې د سپوږمکۍ له لارې مخابراتي خدمات وړاندې کوي.

له دې سرچینو ښایي په بحراني‌ او سختو حالتونو کې کار واخیستل شي، ځکه د لوړو لګښتونو تر څنګ د ځینو هغو کارونه یې ناقانونه بلل کېږي.

په افغانستان کې یو افغان سوداګر وایي، د دې لپاره چې د نړیوالو سوداګریزو شرکتونو سره یې اړیکې‌ ډاډمنې‌ او دوامدارې وي اړ شو، چې‌ سټارلېنک انټرنېټ انتن رانیسي‌.

دغه سوداګر چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، وایي پوهېده چې ښایي د طالبانو مشر به یوه ورځ د "انټرنېټ" پر کارولو هم بندیز ولګوي.

" څو میاشتې وړاندې مې د سپېس اېکس شرکت د انټرنېټي خدماتو سټارلېنک انتن او وای فای روټر وپېرئ. "

دغه سرچینه وایي په داسې حال کې، چې په تېرو دوو ورځو کې په ټول افغانستان کې مخابراتي خدمات په بشپړ ډول پرې شوي وو، خو ده خپلې سوداګریزې چارې د سټارلېنک انټرنېټ په مرسته پر مخ وړلې.

د انټرنېټ د څار یوې نړیوالې ادارې (نېټ بلاکس) پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې‌ افغانستان کې ۴۸ ساعتونو وروسته انټرنېټ بېرته فعاله شو.

په افغانستان کې دوې ورځې د ټولو مخابراتې شرکتونو پر فعالیت بندیز لګېدلی و .

د عکس سرچینه، NETBLOCKS

د عکس تشریح، د انټرنېټ د څار یوې نړیوالې ادارې (نېټ بلاکس) پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې‌ افغانستان کې ۴۸ ساعتونو وروسته انټرنېټ بېرته فعاله شو.

سټارلېنک څه شی دی او څنګه کار کوي؟

د سټارلېنک د یوه ستنډرډ انتن وزن نږدې درې کیلوګرامه او اندازه یې د دوو A4 پاڼو په کچه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سټارلېنک وایي تر دې دمه یې د نړۍ له ۱۰۰ ډېر هېوادونه تر خپل پوښښ لاندې راوستي او د فعالو کاروونکو شمېر یې له ۶ میلیونو اوښتی دی.

سټارلېنک د سپوږمکیو د یوې پراخې شبکې له لارې انټرنېټي‌ خدمات برابروي، چې سیمه کې ځایي مخابراتي ستنو او کورنیو شبکو ته اړتیا نه لري‌.

سټارلېنک د نړۍ د تر ټولو شتمن کس اېلان مسک د "سپېس اېکس" کمپنۍ پروژه ده، چې د دې خدماتو لپاره یې د ځمکې مدار ته سلګونه سپوږمکۍ استولي‌.

موخه یې د نړۍ لرې پرتو او کلیوالي سیمو کې هغو خلکو ته د چټک انټرنېټ رسول دي‌ چې دغو خدماتو ته لاسرسی نه لري.

د سټارلېنک د یوه ستنډرډ انتن وزن نږدې درې کیلوګرامه او اندازه یې د دوو اې فور (A4) پاڼو په کچه ده.

د کورنیو مخابراتي‌ شرکتونو پرتله د سټارلېنک انټرنېټ ګران او د هېوادونو په کچه یې بیو کې هم توپیرونه شته‌.

دا شرکت په بریتانیا کې له پېرېدونکو د میاشتې ۱۰۰ ډالر (۷۵ پونډ) فیس اخلي، خو بنګلدېش، چې یو آسیایي هېواد دی، د میاشتې ۵۰ ډالر فیس ټاکل شوی دی.

سپوږمکۍ سره د اړیکې انتن او روټر یې هم ۵۵۰ ډالر بیه لري، خو دا بیې بیا هم بېلابېلو هېوادونو کې توپیر کوي.

سټارلېنک وایي، تر دې دمه یې د نړۍ له ۱۰۰ ډېر هېوادونه تر خپل پوښښ لاندې راوستي او د فعالو کاروونکو شمېر یې له ۶ میلیونو اوښتی دی.

افغانستان د سټارلېنک "ناپوښل شویو سیمو" کې

سټارلېنک ته په افغانستان کې دننه په رسمي بڼه د فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.

د عکس سرچینه، Starlink

د عکس تشریح، سټارلېنک ته په افغانستان کې دننه په رسمي بڼه د فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې، خو یو شمېر کسانو په پټه د سټارلېنک انتنونو راوړل پیل کړي

افغانستان د هغو هېوادونو تر څنګ ځای لري چې د "ناپوښل شویو سیمو" یا unserved regions په نوم یادېږي او د سټارلېنک انټرنېټي پروژې ته د فعالیت رسمي اجازه نه ده ورکړل شوې.

په دې ډله کې چین، روسیه، ایران، سوریه او شمالي کوریا هم شامل دي، چې هلته هم د سټارلېنک خدماتو ته لاسرسی نشته.

خو سټارلېنک د "Roam" له ځانګړنې سره، چې د سفر لپاره جوړه ده، کاروونکو ته دا فرصت ورکوي، چې د دې ځانګړتیا په فعالولو سره د نړۍ هر کونج کې یې وکاروي‌.

د دې لپاره اړینه ده چې کاروونکی په هغه هېواد کې د سټارلېنک انتن واخلي او ثبت یې کړي، چېرې چې دغه شرکت په کې د فعالیت قانوني اجازه ولري‌.

کاروونکي د سټارلېنک د "Roam" ځانګړنې د فعالولو لپاره، چې وکولی شي له ثبت شوي هېواد نه بهر یې هم وکاروي، د میاشتني لګښت ترڅنګ باید له ۵۰ تر ۱۰۰ ډالره اضافه تادیه کړي‌.

سټارلېنک ته په افغانستان کې دننه په رسمي بڼه د فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې، خو یو شمېر کسانو په پټه د سټارلېنک انتنونو راوړل پیل کړي، چې د بهرنیو هېوادونو پرتله یې بیه دوه برابره او میاشتنی لګښت یې هم له ۱۲۰ ډالره پورته دی.

د دې شرکت انټرنېټي خدماتو بیې هم لوړې او د کارولو جواز باید د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت نه واخیستل شي

د عکس سرچینه، Space X

د عکس تشریح، د سټارلېنک ترڅنګ "VSAT" وی-ساټ شرکت هم د سپوږمکۍ له لارې انټرنېټي خدمات وړاندې کوي، چې په افغانستان کې تر ډېره بهرنۍ موسسې او ځینې شرکتونه له دې خدماتو کار اخلي.

د سټارلېنک ترڅنګ "VSAT" وی-ساټ شرکت هم د سپوږمکۍ له لارې انټرنېټي خدمات وړاندې کوي، چې په افغانستان کې تر ډېره بهرنۍ موسسې او ځینې شرکتونه له دې خدماتو کار اخلي.

د دې شرکت انټرنېټي خدماتو بیې هم لوړې او د کارولو جواز باید د طالبانو د حکومت د مخابراتو وزارت نه واخیستل شي، چې پروسه یې پېچلې ده.

ثریا (Thuraya) هم د موبایل نړیوال مخابراتي شرکت دی، چې مرکز یې په متحده عربي اماراتو (UAE) کې دی.

دغه شرکت د سپوږمکۍ له لارې د موبایل ټیلیفون او انټرنېټي خدمات وړاندې کوي، په ځانګړي ډول هغو سیمو ته چې ځمکنۍ شبکې (مخابراتي انتنونو) ته لاسرسی نه لري.

د ثریا ټیلیفون له ۶۰۰ تر ۱۲۰۰ ډالرو پورې بیه لري، د سیم کارت او فعالولو لګښت یې شاوخوا ۲۰ تر ۵۰ ډالره دی.

د غږ دقیقه له ۰.۸۰ تر ۱.۵۰ ډالره ده او د ډیټا انټرنېټ د هر میګابایټ پر بنسټ نسبتاً لوړ لګښت لري.

د دې تر څنګ په هغه ولایتونو کې، چې د ګاونډیو هېوادونو سره نژدې پراته دي، دا شونې ده، چې ځایي خلک د هغو ګاونډیو هېوادونو له مخابراتي‌ خدماتو نه ګټه واخلي‌.

ولې افغانستان کې ټیلیفوني اړیکې پرې شوې وې؟

له دې مخکې د افغانستان مخابراتي اړیکې د سپوږمکۍ له لارې برابریدې، چې د ډېر لګښت ترڅنګ د انټرنېټ او ټیلیفوني اړیکو کیفیت یې هم ټیټ و.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په افغانستان کې کورنیو شبکو د لوړو لګښتونو د کمولو او د خپلو خدماتو د کیفیت د ښه کولو لپاره په نوري فایبر زیاته تکیه وکړه، چې دا خدمات د نیمه دولتي شرکت "افغان ټیلیکام" له خوا وړاندې کېدل.

د راپورونو له مخې، د سپټمبر پر ۲۹مه نېټه چې دوشنبې ورځ وه، د طالبانو حکومت د مخابراتو وزیر کورني مخابراتي شرکتونه وربللي او ورته ویلي وو، چې د ملا هبت الله اخوندزاده په شفاهي امر په ټول افغانستان کې باید نوري فایبر قطع شي.

افغانستان نږدې ۲۰ کاله وړاندې د نوري فایبر کیبل شبکې د جوړولو لپاره له یوه چینایي شرکت سره قرارداد لاسلیک کړ، چې د افغانستان لپاره د نړیوال انټرنېټ اتصال لومړنی لوی ګام و.

په افغانستان کې د نوري فایبر پروژه په ۲۰۰۷ کال کې د ۶۰ میلیونه ډالرو په لګښت د دولتي بودجې له لارې پیل شوه، چې د چټک انټرنېټ، کورنیو او نړیوالو ټیلیفوني‌ اړیکو برخه کې لوی بدلون یې راوست.

تر ۲۰۱۰ پورې، شاوخوا ۹۰۰۰ کیلومټره کیبلونه وغځول شول او ۲۶ ولایتونه یې له نړیوالو شبکو سره وصل کړل.

افغانستان ته له اوو لارو نوري فایبر ننوځي، چې د منځنۍ او سویلي اسیا هېوادونو له جال سره یې نښلولی دی.

د طالبانو د مخابراتو وزارت د شمېرو له مخې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې له ۱۸۰۰ کیلومترو ډېره د نوري فایبر شبکه پراخه شوې ده.

دغه وزارت ویلي، چې اوس د ۴۸۸ کیلومترو پراخوالي لپاره نوې پروژې تصویب شوې دي، چې بېلابېل ولایتونه پکې شامل دي.

له دې مخکې د افغانستان مخابراتي اړیکې د سپوږمکۍ له لارې برابریدې، چې د ډېر لګښت ترڅنګ د انټرنېټ او ټیلیفوني اړیکو کېفیت یې هم ټیټ و.

په افغانستان کې کورنیو شبکو د لوړو لګښتونو د کمولو او د خپلو خدماتو د کیفیت د ښه کولو لپاره په نوري فایبر زیاته تکیه وکړه، چې دا خدمات د نیمه دولتي شرکت "افغان ټیلیکام" له خوا وړاندې کېدل.

ځکه نو د دغې شبکې د فعالیت له بندېدو سره د کورنیو مخابراتي شبکو فعالیتونه هم اغېزمن شول او په تېرو دوو ورځو کې په ټول هېواد کې د انټرنېټ تر څنګ ټیلیفوني‌ اړیکې هم نه نیول کېدې.

سټارلېنک په کړکېچونو کې څه مرسته کړې؟

اوس مهال سټارلېنک په ډېرو سوډاني ایالتونو کې فعال دی، خو د بندېدو دوامداره ګواښ یې شته.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اونیو بشپړ بند وروسته په خرطوم، الجزیره او دارفور کې خلکو د انټرنېټ لاسرسي لپاره سټارلېنک ته مخه کړه، سره له دې، چې بیې یې لوړې او کارول یې ناقانونه وو.

په ۲۰۲۳ کال کې د سوډان د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو تر منځ ویجاړوونکې جګړه پیل شوه، چې د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو په قطع کولو سره د خلکو ژوند نور هم له ستونزو سره مخ شو.

د چټک غبرګون ځواکونو په ۲۰۲۴ کال فبرورۍ کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو لکه خرطوم او لوېدیځو برخو کې له سترو مخابراتي‌ شبکو وغوښتل، چې د ۳۶ میلیونو کاروونکو لپاره خپل خدمات ودروي‌.

دا کار د دې لامل شو چې د سوډان اوسېدونکي له نړۍ سره اړیکې له لاسه ورکړي او د ورځني ژوند چارې یې په بشپړه توګه له ګډوډۍ سره مخ شوې.

د اونیو بشپړ بند وروسته په خرطوم، الجزیره او دارفور کې خلکو د انټرنېټ لاسرسي لپاره سټارلېنک ته مخه کړه، سره له دې چې بیې یې لوړې او کارول یې ناقانونه وو.

په ۲۰۲۴ کال د اپریل په ۳۰ مه اېلان مسک ګواښ کړی و، چې د "کارولو شرایط او د سرغړونو" له امله به په سوډان کې د سټارلېنک خدمات بند کړي.

په ځواب کې ۹۴ بشري سازمانونو له مسک څخه غوښتنه وکړه، چې دا خدمت بند نه کړي، ځکه دا به د ملیونونو سوډانیانو لپاره "ډله ایزه سزا" وي.

اوس مهال سټارلېنک په ډېرو سوډاني ایالتونو کې فعال دی، خو د بندېدو دوامداره ګواښ یې شته.

بل خوا روسي ځواکونو په اوکرايين کې تر پرمختګ وروسته انټرنېټي‌ خدمات درولي وو او هڅه یې کوله، چې ټولنیزې رسنۍ بندې کړي.

اېلان مسک د روسیې له یرغل سملاسي وروسته په اوکرایین کې د سټارلېنک خدمات برابر کړل، چې تر اوسه دې هېواد ته د دغه سیستم زرګونه انتنونه او روټرونه لېږل شوي دي.

د لندن کېنګز کالج کې د دفاعي مطالعاتو څېړونکې ډاکتره مارینا مېرون وایي: "اوکراییني ځواکونه یې د اړیکو لپاره کاروي، د بېلګې په توګه د مرکزونو او د جګړې ډګر کې د سرتېرو ترمنځ."

نوموړې زیاتوي: "د دې سیګنالونه د عادي راډیويي سیګنالونو په څېر نه شي جام کېدلی او د سیستم لګول یې ۱۵ دقیقې وخت نیسي."