افغانستان له بنګله دېش د يو ورځنيو لوبلړۍ وګټله: حشمت شهيدي وايي توپ اچوونکو "ښه لوبه" وکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د دريو يو ورځينو سياليو دویمه لوبه کې هم افغانستان بنګله دېش ته ماته ورکړه او له دې سره یې دا لوبلړۍ په خپل نامه کړه.

افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه. بنګله دېش ونشوی کړی ټاکلی هدف پوره کړي او ټوله لوبډله یې یوازې د ۱۰۹ منډو په جوړولو سره وسوځېده.

افغانستان خپله لومړۍ وېکټه په ۱۸ منډو له لاسه ورکړه، له دې وروسته یې وېکټې یو پر بل پسې ژر ژر وبایللې خو ابراهیم ځدراڼ نژدې تر وروستیو پر وېکټه پاتې شو او د ۹۵ منډو په جوړولو سره د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شول.

د ابراهیم تر څنګ محمد نبي ۲۲، اې اېم عضنفر ۲۲، ننګیالي خروټي ۱۳ او رحمان الله ګوربز ۱۱ منډې وکړې.

د بنګله دېش لپاره مهدي حسن معراج دری، تنظیم حسن ثاقب دوې، رشاد حسین دوې او تنویر اسلام یوه وېکټه واخیسته.

بل پلو د افغانستان لپاره راشد خان پنځه، عظمت الله عمرزي دری او ننګیالي خروټي یوه وېکټه واخیسته.

له لوبې وروسته حشمت الله شهيدي وويل، "ډېر خوښ يم چې لړۍ مو وګټله، ابراهیم ښه ولوبېد، وېکټه اسانه نه وه... توپ اچوونکو ښه بالېنګ وکړ. عمرزي ښه پيل وکړ او په پيل کې يې لوبه قابو کړه."

افغانستان تر دې وړاندې همدا روانه مياشت بنګله دېش ته د شل اوريزو لوبو لړۍ ۳-۰ بايللې وه. همدې ته په اشارې، افغان لوبډلمشر حمشت الله شهيدي ويلي وو چې، دواړه فارمټونه بېل دي او په وينا یې پر خپله لوبډله بشپړ باور لري.

نوموړي ويلي وو، "زه په خپل ټيم باور لرم، زه فکر کوم موږ ښه لوبډله لرو او په تېر کې مو هم په يو ورځینو سياليو کې ښه کرېکټ کړی دی."

بنګله دېش سره تر سياليو وروسته افغان لوبډله زېمبابوې ته سفر کوي او ټاکل شوې هلته يوه ټېسټ لوبه او دری شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي.

دا لوبې به د هراري سپورټس کلب په لوبغالي کې کېږي. دا لومړی ځل دی چې د هرارې لوبغالی له څلورو کلونو وروسته د ټېسټ کوربه توب کوي.

وړاندې افغانستان او زېمبابوې وروستی ځل د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر او د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشتو کې له یو بل سره مخامخ شوي وو چې په یو ورځنیو لوبو کې افغانستان بریالی شوی و او د شل اوریزو لوبو لړۍ یې ګټلې وه،‌ خو په ټېسټ لړۍ کې یې یوه لوبه مساوي او بله ګټلې وه.

همدا ډول د نومبر پر ۱۷ مه د افغانستان، پاکستان او شري لنکا تر منځ د شل اوريزو لوبو دری اړخيز لړۍ هم پيلېږي.

د افغانستان کريکټ بورډ په وينا ټاکل شوې وه چې افغان لوبډله به له پاکستان سره د دريو شل اوريزو سياليو لپاره په نومبر کې سفر وکړي خو په وينا يې د ۲۰۲۶ نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په موخه شري لنکا هم دغې لوبلړۍ ته ور اضافه شوه.