تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو رپوټ: وسله والو ډلو د طالبانو حکومت ته جدي خطر نه دی جوړ کړی
د ملګرو ملتونو په هغه رپوټ کې چې تېره ورځ د دې سازمان امنیت شورا ته وړاندې شو، راغلي چې د تېرې اګست میاشتې له لومړۍ نېټې بیا د اکتوبر تر ۳۱مې پورې دوی په افغانستان کې د خوندیتوب او امنیت په هکله یې د ۲۷۳۷ پېښو رپوټونه ثبت کړي، چې د پروسږ ۲۰۲۴ کال همدې مودې پرتله ۱۴ اعشاریه اووه سلنه زیاتوالی ښيي.
په رپوټ کې ویل شوي، د اکست میاشتې له لومړۍ نېټې بیا د اکتوبر میاشتې تر ۳۱مې پورې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وسله والو مخالفو ډلو د هېواد پر خاوره د کنټرول په لړ کې د دوی پر وړاندې هېڅ پام وړ ګواښ نه دی رامنځته کړی.
په رپوټ کې زیاته شوې: ''په بغلان، هلمند، هرات، کابل، کندهار، کندز، نیمروز، پنجشېر او تخار ولایتونو کې د افغانستان ازادۍ جبهې، د ملي مقاومت جبهې، د ملي جګړې جبهې، د ملي تحرک جبهې، د افغان خلکو اسلامي ازادۍ جبهې او د افغانستان د ازادۍ غورځنګ پر امنیتي پوستو او کاروانونو د ډزو، لاسي بمونو ۴۱ پیښو مسوولیت په غاړه اخیستی، چې پر پوستو او کاروانونو د لاسي بمونو بریدونو او ډزو، پېښې پکې شاملې دي، چې له دې څخه ۱۹ پېښې تائید شوې دي.''
په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، د اګست له لومړۍ نېټې نیولې بیا تر اکتوبر ۳۱ پورې، د داعش-خراسان ډلې بریدونه د شمېر او کچې له پلوه کم شوي او دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو د دې ډلې پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړ. رپوټ زیاتوي، یادې ډلې د اګست پر ۱۲مه ادعا وکړه، چې د دوی دوه غړي چې د غلا تورونه پرې لګول شوي وو، له کندز زندانه ایستل شوي او د توقیف په حال کې وژل شوي دي. د اګست پر ۱۳مه د طالبانو حکومت ځواکونو د داعش خراسان ډلې یو قوماندان وواژه او د اګست پر ۱۵مه بیا یادې ډلې ادعا وکړه، چې په ننګرهار ولایت کې یې د طالبانو یو جاسوس اعدام کړی دی.
'د پولو اوږدو کې پېښې شوې'
دغه راز په رپوټ کې ویل شوي: ''د اګست له لومړۍ نېټې بیا د اکتوبر تر ۱۷مې پورې له ایران اسلامي جمهوریت، پاکستان او تاجکستان سره د افغانستان د پولو اوږدو کې یو شمېر پېښې رامنځته شوې دي.''
په رپوټ کې د ننګرهار، کونړ او بدخشان ولایتو ځینو پېښو یادونه شوې، چې د رپوټ له مخې په اګست میاشت کې د امنیتي پوستو جوړولو پر سر رامنځته شوې او یا پاکستاني پوځیانو پر کونړ ولایت د توپو او توغندیو ګوزارونه وکړل.
په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې د اګست پر ۲۵مه او د اکتوبر پر ۲۴مه په افغانستان کې د طالبانو حکومت او تاجکستان د ځواکونو تر منځ د ډزو تبادله وشوه. په رپوټ کې دغه راز د پاکستان هغې ادعا یادونه شوې، چې وايي، د تحریک پاکستان طالبان (ټي ټي پي) غړي په هغه هېواد کې بریدونه کوي او افغان طالبانو پټنځایونه ورکړي دي، خو طالبان د پاکستان دغه ادعا ردوي.
په رپوټ کې د اګست له لومړۍ نېټې تر اکتوبر ۳۱مې پورې په افغانستان کې د یو شمېر هوايي بریدونو او ډرون فعالیتونو یادونه شوې وه او د غزني، هلمند، کابل، کندهار، خوست، لوګر، ننګرهار، پکتیا او پروان ولایتونو په ځینو سیمو کې جاسوس ډرونونه لیدل شوي دي. رپوټ زیاتوي: ''د اګست پر ۱۱مه په نورستان کې د ټي ټي پي پر ادعا شویو مرکزونو هوايي بریدونه وشول او د اګست پر ۲۷مه بیا خوست، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د داعش ډلې پر ادعا شویو مرکزونو هوايي بریدونه وشول، چې پایله کې یې ملکي خلکو ته مرګژوبله واوښته.''
دغه راز په رپوټ کې په سپتمبر میاشت کې هم په خوست، پکتیکا، پکتیا، کندهار او کندز ولایتونو کې هم د ډرونونو فعالیت یادونه شوې ده. رپوټ زیاتوي: ''د اکتوبر پر نهمه رپوټونه ورکړل شول، چې په کابل کې د ټي ټي پي پر مشر نور ولي مسېد برید شوی، چې نوموړی ترې ژوندی وتلی او پر اکتوبر لسمه په پکتیکا کې پر ټي ټي پي او ملګرې ډله یې حافظ ګل بهادر ګروپ د بریدونو رپوټونه ورکړل شول.''
'افغانستان او پاکستان دواړو ته اقتصادي زیانونه اوښتي'
رپوټ له هغه وروسته د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتو یادونه کوي، چې د یوناما د چارو مشرې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیالې جورجیټ ګنین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په هکله د خپل رپوټ وړاندې کولو په ترڅ کې د افغانستان امنیتي وضعیت په هکله وویل، په ظاهره ارام دی، میلیونونو افغانانو له دې نسبي ثباته او د جګړې اړوند تاوتریخوالي له نشتوالي خوند واخیست، چې ''یو نسل خلکو نه و لیدلي.'' خو نوموړې د دې تر څنګ د ''ټي ټي پي شتون او فعالیتونو پر سر'' د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډېرېدونکي تاوتریخوالي او د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د بریدونو یادونه وکړه، چې په خبره یې د ملکي تلفاتو لامل کېږي.
د نوموړې په وینا د همدې تاوتریخوالي له کبله د دواړو هېوادونو تر منځ له تېرو دوو میاشتو راهیسې د تګ راتګ لارې تړل شوې، چې افغانستان او پاکستان دواړو او دغه راز د دواړو لوریو خلکو ته یې اقتصادي زیانونه رسېږي.
نوموړې وویل: ''موږ د پاکستان د هغې وروستۍ پرېکړې هرکلی کوو، چې د افغانانو لپاره یې له خپلې پولې د بشري مرستو لېږدولو اجازه ورکړه.''
نوموړې دغه راز د سیمې هغو هېوادونو مننه وکړه، چې په وینا یې د خبرو له لارې یې د کړکېچ حل موندلو هڅې کوي.
د یوناما د چارو مشرې وویل، په داسې حال کې چې نن (ډسمبر لسمه) د بشري حقونو ورځ لمانځل کېږي، چې د ټولو لپاره د وقار، مساواتو او انصاف یادونې معانا لري، د افغانستان خلک له ګڼ شمېر کړکېچونو سره لاس او ګرېوان دي او د دوی له برالا زغم سره سره، د دوی وضعیت لا زیات نړیوال ملاتړ او پاملرنې ته اړتیا لري.
اغلې ګنین وایي، په افغانستان په پرلپسې ډول په سیستماتیک ډول ښځې او نجونې نژدې د عامه ژوند په ټولو برخو کې له ګډونه بې برخې دي، د نجونو او ښځو پر متوسطه او لوړو زدکړو بندیزونه نژدې څلورم کال ته رسېدلې، چې ورسره افغانستان له ښځینه ډاکترانو، متشبیثینو، ښوونکو او مشرانو محرومېږي، چې د هېواد د نن او راتلونکي لپاره هم اهمیت لري.
نوموړې زیاته کړه، په افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه په تدریجي ډول زیات شوي، خبریالان له ګواښونو، توقیف او سانسور سره مخامخ دي، چې له کبله یې خلک د خپل راتلونکي په هکله د پرېکړو په بحثونو کې له ګډونه بې برخې کېږي.
اغلې ګانیون وايي، افغانان په خپل ورځني ژوند کې په سیستماتیک ډول د طالبانو حکومت امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لارې محدودیتونه تجربه کوی او په خبره یې یواز د بشري حقونو وضعیت نه دی، چې ناوړه بڼه غوره کوي او پر افغانانو اغېز کوي، بلکې افغانستان په پرلپسې ډول له خورا سخت بشري بحران سره مخامخ دی.
نوموړې وویل: ''په ۲۰۲۶ کال کې به تر ۲۳ میلیونو ډېر افغانان، چې د نفوس له نیمايي ډېره برخه ده- په ۲۰۲۶ کال کې به هم بشري مرستو ته اړتیا ولري، د دوی اړتیاوې په حیرانونکي ډول په ډېرېدو دي.''
د نوموړې په وینا دا په داسې حال کې ده، چې زرګونه افغانان هره میاشت له ایران او پاکستانه ستانه شوي، چې ځینې یې په زور ایستل شوي. هغې زیاته کړه:
''په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستانه د نژدې دوه نیم میلیونو کسانو ستنېدلو سره په نفوس کې شپږ سلنه زیاتوالی راغلی، چې هغه اقتصادي، چاپېریالي او بشري کړکېچ ورسره لا زیات شوی، چې رېښې یې ژورې دي او دغه هېواد له مخکې ورسره لاس او ګرېوان دی.''
'د نفوس زیاتوالي له کبله عاید کمېږي'
نوموړې د نړیوال بانک د معلوماتو پر بنسټ وویل، چې، ''سږ کال به د ناخالص کورني تولید کچه څلور اعشاریه پینځه سلنه وي، د نفوس ډېرېدو له کبله به سړي سر عاید څلور سلنه ټیټ شي او دا به درېیم پرلپسې کال وي، چې (په افغانستان کې) سړي سر عاید کمېږي.''
نوموړې پر ځان د بساینې په لړ کې د ټرانزیټ سوداګرۍ له لارې د افغانستان جیوګرافیک موقعیت او کورنیو تولیداتو له لارې له اقتصادي پلوه پر ځان د بساینې لپاره د طالبانو حکومت ټاکل شویو هدفونو یادونه وکړه او په خبره یې:
''دا موضوع د دوی په وروستۍ ملي ودې پالیسۍ کې هم یاده شوې. خصوصي سکتور هم له هغو ځینو برخو یوه ده، چې ښځې پکې تر یوه بریده د کار ازادي لري. خو په ټول کې پر ځان د بساینې پروژه د نورو پالیسو تر سیوري لاندې ده، چې د پانګونې پر وړاندې یې سیاسي خنډونه رامنځته کړي دي. ایډیالوژیک محدودیتونه هم په ځانګړي ډول د ښځو او دغه راز د نارینه وو لپاره د اقتصادي فعالیتونو مخه نیسي.''
نوموړې وايي، ګڼ شمېر داسې ښځې او نجونې افغانستان ته ستنېږي، چې په اقتصادي برخه کې د ودې وړتیاوې لري، خو دوی ته به د کار اجازه نه ورکول کېږي.
نوموړې په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د دې ادارې دفترونو ته ورشي، چې په خبره یې دا نه یوازې له بشري حقونو سرغړوونه ده، بلکې د ملګرو ملتونو سازمان له چارټره هم سرغړونه ده او، ''دا زموږ د هغو خدمتونو پر وړاندې هم یو خنډ دی، چې شورا یې موږ ته ماموریت سپارلی دی. موږ ستاسې لا نور ملاتړ ته اړتیا لرو، چې دا وضعیت عادي نه شي.''
اغلې ګنیون په افغانستان کې د وچکالیو او کرنیزو ځمکو ویجاړۍ یادونه وکړه، چې په وینا یې د نفوس له ډېروالي او مخ پر ځوړ اقتصاد سره یو ځای د یوه داسې هېواد پر کرنې ناوړه اغېزې کوي، چې تر ډېره ژوند پکې پر همدې تکیه کوي.
نوموړې وویل، د طالبانو حکومت له لوري د کوکنارو پر کښت بندیز، چې نړیوالې ټولنې یې هرکلی کړی، د درېیم پرلپسې کال لپاره هم دوام لري. د هغې په وینا په داسې حال کې چې کروندګر د کوکنارو پر ځای نورو بدیلو کروندو ته د اوښتو هڅې کوي، په ځینو کلیوالو سیمو کې د دې کروندګرو عاید تر ۴۸ سلنې پورې ټیټ شوی دی. هغه زیاته کړه:
''د دوحې پروسې د یوې برخې په توګه، د ملګرو ملتونو ادارې، اوسني چارواکي، بسپنه ورکوونکي، د سیمې هېوادونو او افغان کارپوهانو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په کاري ګروپ کې د بدیل معیشت د پرمختګ لپاره د عمل پلان په اړه یوځای کار کړی دی. د عمل پلان د پلي کولو لپاره ډیرو تمویل او تخنیکي مرستو ته اړتیا ده.''
هغې زیاته کړه، له مخدره توکو سره مبارزه داسې څه دي، چې نړیوالې ټولنې ته هېڅ احتمالي خطر نه لري او پکې ګډون د ټولو لپاره ګټوره چاره ده، خو د دې مبارزې ملاتړ نه کول ټولو ته زیان رسوي.
اغلې ګنیون وايي: ''د افغانستان واکمن چارواکي پرلپسې توګه له نړیوالې ټولنې سره د څو اړخیزو اړیکو لپاره فرصتونه له لاسه ورکوي یا یې ردوي، په ځانګړې توګه له هغو مرستندویه هېوادونو سره د پرېکون خطر رامینځته کوي چې د افغانستان لخوا په جدي توګه د دوی د اندېښنو د حل کولو څخه د انکار له کبله په زیاتیدونکې توګه مایوس دي.''