طالبان: د ملګرو ملتونو رپوټ له امریکا سره زموږ د هوکړې ناکامولو لپاره خپور شوی

وسله والو طالبانو له القاعدې ډلې سره د خپلو اړیکو په تړاو د ملګرو ملتونو وروستی رپوټ رد کړی او وایي، دې رپوت کې ناسمې، استخباراتي او له کینې ډکې څرګندونې شوې دي.

د ملګرو متلونو امنیت شورا غړو هېوادونو په خپل یو وروستي رپوټ کې ویلي وو چې وسله والو طالبانو تر دې وروستیو له القاعدې ډلې سره اړیکې درلودې او دې ډلې ته یې افغانستان کې پناه ورکوله.

خو طالبانو نن سې شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه ډله د امریکا له متحده ایالاتو سره لاسلیک شوې توافقنامې ته چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا هم تائید شوې ده، کلکه ژمنتیا لري او پخپل اړخ کې د یادې توافقنامې مندرجات عملي کوي.

طالبانو همدا راز د ملګرو ملتونو د رپوټ هغه ادعا هم رد کړې چې ګواکې په دې ډله کې خپلمنځي اختلافات شته، او ټینګار کوي چې ټول وسله وال یې د خپلو مشران امر مني.

د طالبانو په اعلامیه کې راغليک "د دوحې د توافقنامې له مخې اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا د امنیت پرخلاف استعمال کړي، یا دلته د چا پر ضرر د روزنې کمپ جوړ کړي، یا زموږ له خاورې څخه په استفاده د چا په ضد اعانه را ټوله کړي ".

طالبانو ویلي، "د ملګروتو ملتونو راپور د دې لپاره جوړ شوی چې د دې ډلې او امریکا ترمنځ ترسره شوې توافقنامه، چې په افغانستان کې د جګړې د اختتام، تلپاتي سولې او امن لپاره مهمه وثیقه او وسیله ده، تخریب او ناکامه کړي، افغانستان کې د جګړو اور همدا شان بل پاتې شي او دلته د دښمنو او استخباراتي کړیو نامشروع ګټې چې د جګړې له دوام سره تړلې دي تامین شي ".

طالبانو د ملګرو ملتونو پر سرمنشي او د امنیت شورا پر غړو هېوادونو غږ کړی چې هېچا ته اجازه ورنکړي چې د خپلو ګټو لپاره ناسم او بې بنسټه مالومات خپاره کړي.

د ملګرو ملتونو رپوټ کې څه ویل شوي؟

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل یو وروستي‌ رپوټ کې ویلي‌ چې وسله وال طالبانو په ۲۰۱۹ او بیا د ۲۰۲۰ کال په لومړیو میاشتو کې هم له القاعدې سره اړیکې درلودې، او القاعده په دې موده کې د طالبانو په مرسته په افغانستان کې یو ځل بیا ځواکمنېدله.

دغه رپوټ د امنیت شورا د (تحلیلي مرستې او د بندیزونو د څار ډلې) لخوا چمتو شوی او د تېرې می میاشتې پر ۲۷مه نېټه د امنیت شورا ته وړاندې شوی دی، چې د ۲۰۱۹ کال او بیا ورپسې د ۲۰۲۰ کال د مارچ میاشتې تر نیمایي پورې موده پکې ارزول شوې ده. ‌

د امنیت شورا وایي، طالبانو د ۲۰۱۹ کال په پای او د ۲۰۲۰ کال په پیل کې له القاعدې سره غونډې درلودې،‌ او په دې غونډو کې پر عملیاتي‌ پلانونو،‌ تمریناتو او په افغانستان کې د القاعدې غړو ته د ځای ورکولو په اړه خبرې وشوې.‌

په رپوټ کې راغلي‌ چې د القاعده ډلې جګپوړي‌ مشران، د دې ډلې سلګونه جنګیالي او د نورو نړیوالو ترهګرو ډلو غړي‌ لا هم په افغانستان کې دي‌ او له طالبانو سره اړیکي پالي.

وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر دې دمه د امنیت شورا دې رپوټ ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

له حقاني شبکې سره پخوانۍ اړیکې:‌

د امنیت شورا وایي، د حقاني‌ شبکه په ځانګړې توګه له القاعدې سره د پخوا په څېر نږدې اړیکې لري او دې شبکې د امریکا او طالبانو د خبرو پر مهال القاعدې ته د دې خبرو په اړه حال ورکاوه.‌

رپوټ وایي،‌ طالبانو د دې خبرو پر مهال القاعدې ته ډاډ ورکاوه چې د دواړو ډلو تاریخي اړیکو درناوی به کوي.‌

رپوټ کې زیاته شوې چې القاعدې ډلې له امریکا سره د طالبانو تړون یوه بریا وبلله او مثبت غبرګون یې ورته وښود.‌

امنیت شورا د خبرداري په توګه وایي، د ترهګرۍ ضد هغو لاسته راړونو خوندي کول به یوه ننګونه وي‌ چې طالبانو یې په اړه له امریکا سره هوکړه کې ژمنه کړې، ځکه دا ژمنه طالبان مجبوروي چې په افغانستان کې د القاعدې ګواښ له منځه یوسي.‌

د افغان سولې بهیر په اړه ناهیلي:

د امنیت شورا په دې وروستي رپوټ کې د افغان سولې بهیر، د امریکا او طالبانو خپلمنځي‌ هوکړې، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادلې او له افغانستان د امریکایي ځواکونو پر وتلو هم رڼا اچول شوې.‌

رپوټ د دې ټولو مسلو په تړاو وایي، له لومړنیو نښو نښانو ښکاري‌ چې د دې اهدافو ترلاسه کول به ګران وي.‌

د امنیت شورا وایي، که څه هم طالب وسله وال د امریکا سره د خپلو مشرانو هوکړې ته ژمن دي، خو بیا هم په دې ډله کې خپلمنځي اختلافات شته او عمومي پیغام یې هم لا سخت دریځه دی.‌

رپوټ همدا راز اندېښنه څرګندوي‌ چې طالبان لا هم یو قوي‌ پوځي ځواک دی او د ۲۰۲۰ کال د جګړه ییز موسم لپاره چمتو دي.‌

رپوټ وایي، طالبانو پر افغان حکومت او ځواکونو خپل بریدونه ډېر کړي دي،‌ خو د امریکا له غوسه کولو ډډه کوي.‌

د امنیت شورا وایي، د شپږ نیم زره پاکستاني‌ وګړو په ګډون ګڼ شمېر نړیوال ترهګر په افغانستان کې د خوندي‌ ځایونو په لټه کې دي.

رپوټ وایي، د ترهګرۍ ضد ځواک په توګه د طالبانو پر وړتیا هله باور کېدلی شي چې دوی د داعش خراسان ډلې پر ضد ګام پورته کړي.‌

امنیت شورا د خپل رپوټ په پای کې وایي‌ چې د افغان سولې بهیر ملاتړ کوي‌ او له همدې کبله یې پر طالب مرکچیانو د سفر بندیزونو کې نرمي‌ کړې، او مخکې به هم دا کار کوي.‌