د طالبانو مشر: امریکا دې زموږ سره پر هوکړه او ژمنو کلکه ودرېږي

د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله اخونزاده پر امریکا غږ کړی چې له دې ډلې سره پر هوکړه او ژمنو کلکه ودرېږي.

ملا هبت الله اخونزاده د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې ویلي، د دې تړون ریښتوني پلي کېدل د ټولو اړخونو په ګټه دي. د پیغام په یوه برخه کې راغلي:

"اسلامي امارت له امریکا سره لاسلیک کړې توافقنامې ته ژمن دی، له مقابل جهت هم غواړي چې په خپلو ژمنو کلک ودریږي او پرې نه ږدې چې دا حیاتي فرصت ضایع شي"

د ملا هبت الله دا پیغام په داسې مهال دی چې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن کابل ته راځي اوله ولسمشر غني سره ګوري.

په ورته مهال تېره یکشنبه د افغانستان لپاره د ایران، پاکستان، روسیې او چین استازو په ګډه ویډيويي ناسته کې د افغان کشالې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې چې د سولې لپاره له اوسني چانس ګټه واخلي.

امریکا تيره فبرورۍ له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې باید مارچ کې د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره پنځه زره طالب بندیان او د افغان حکومت زر بندیان خوشي شوي وی.

خو دا پروسه له نږدې میاشتني ځنډ وروسته پیل شوه او تر تېرې اونۍ حکومت تر زرو طالب بندیان او دې ډلې تر ۱۷۷ بندیان خوشي شول، مګر د افغاستان د ملي امنیت شورا وايي، دې بندیانو کې یوازې ۱۰۵ د حکومت اړوند کسان دي.

دې شورا د مۍ پر ۱۱ وویل، که طالبان د حکومت تر ده سوو بندیان خوشي نه کړي، دوی هم نور بندیان نه خوشي کوي.

د ملا هبت الله اخونزاده په پنځو ژبو (پښتو، دري، عربي، انګلیسي او اردو) خپاره شوي دې پیغام کې د دې موضوع له یادولو پرته په زندانونو کې د بندیانو وضعیت بد بلل شوی او له خیریه بنسټونو او انساني حقونو ادارو غوښتل شوې چې ژر تر ژره د بندیانو د خوندیتوب او خلاصونه لپاره ګامونه واخلي.

د طالبانو مشر په نوي پیغام کې هېواد کې هغو خونړیو بریدونو ته هېڅ اشاره نه ده کړې،‌ چې لسګونه ولسي وګړي پکې ووژل شول.

‌په ورته وخت کې، کابل کې د پارلمان ځینو غړو له حکومته غوښتي چې پر امریکا فشار راوړي له افغان حکومت سره دوه اړخیز امنیتي تړون ته ژمنه پاتې شي.

افغان حکومت په افغانستان کې وروستي تاوتریخوالي ته په اشارې وايي، چې د طالبانو او امریکا د سولې تړون بې ګټې دی، خو طالبان بیا بیا افغان حکومت تورن کړی چې له امریکا سره یې د سولې تړون د پليتابه خنډ دی.

د هبت الله اخوند په پیغام کې هم له اشارې پرته له امریکا غوښتنه شوې چې "چاته باید اجازه ور نه کړئ زموږ او ستاسو ترمنځ توافقنامه چې په نړیواله کچه منل شوې، له خنډ، ځنډ او بالاخره له ناکامۍ او ماتې سره مخ کړي".

نوموړی خپل پیغام کې زیاتوي، له امریکايي نیواک وروسته یي ډله ځان غواړي پالیسي نه لري او د واک انحصارول یې هدف نه دي او د نارینه او ښځینه حقه حقونه به ور کړي.

په دې پیغام کې پر نړیوالو روغتیايي ادارو او موسسو غږ شوی چې افغانستان کې د کورونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره هڅې ډېرې کړي.