تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زلمی خلیلزاد او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازی پر افغان سوله غږېدلي
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ 'یوناما' پر ټوېټر لیکلي، د یوناما مشر تدامیچي یماماتو په دبۍ کې له زلمي خلیلزاد او د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره د افغانستان د سولې لپاره پر نړیوال ملاتړ غږېدلی دی.
یوناما د ناستې یو انځور خپور کړی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
په افغان حکومت کې یوې معتبرې سرچينې ويلي، په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د توافق لیک پر مراسمو بحث ورته رښتیا نه ښکاري.
له دې مخکې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه تازه ټویټ کې له امریکايۍ مرکچي ډلې سره د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبره کړې.
نوموړی وايي د طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی مذاکراتي ډلې د ډاکتر زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا له اړوند ډلې سره غونډه وکړه چې پکې د سولې د هوکړې د لاسلیک او اړوند مراسمو په هکله خبرې وشوې.
ښاغلي شاهین دغه خبرې چې پرون او وړمه ورځ ترسره شوې ګټورې بللې او ویلي دي چې د خبرو دا لړۍ به څو ورځې دوام وکړي.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صديقي بیا ټینګار کوي، چې یوازې هغه طرحه به دولت ته د منلو وړ وي چې اوربند يې اساسي ګام وي.
هغه پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې یوازې هغه طرحه به دولت ته د منلو وي چې اوربند په کې د اساسي ګام په توګه مطرح شي.
دا په داسې مهال ده چې پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم په یوه ویډیويي پیغام کې د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبره وکړه او ویې ویل چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته چمتو دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویل چې پاکستان د افغان سولې په تړاو تر ډېره بریده خپل مسوولیت ترسره کړی او په افغانستان کې د سولې ټینګښت د دواړو پاکستان او افغانستان په ګټه دی.
د ښاغلي قریشي د دغو څرګندونو په اړه طالبانو او امریکا تر دې دمه څه نه دي ویلي او په خپله ښاغلي قریشي هم دا نه دي ویلي چې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوم لوري کړې ده.
افغان چارواکي هم وايي چې هغه څه چې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه ویل کېږي دوی ته یې په اړه څه نه دي ویل شوي.
د سولې په چارو کې د حکومت وزیر سلام رحیمي وايي د سولې د راوستلو او په دې برخه کې د پرمختګ لپاره له اوربند پرته پر بل څه باور نشته.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې له نژدي څاري او که خبرو کې پرمختګ وشي نو افغان حکومت چمتو دی چې د خبرو له لپاره خپل پلاوی واستوي.
ځیني رپوټونه طالبانو ته د نژدي سرچینو له خولې وايي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو په موخه د اوه ورځني اوربند هوکړه شوې ده.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړاندې هم د تاوتریخوالي او جګړې د کمولو په اړه ویلي وو او د بین الافغاني خبرو لپاره یې پر اوربند ټینګار کړی و