د هند په تر ټولو بډایه ایالت کې د ژبې موضوع پر سر شخړه څه ده؟

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
له څو اونیو راهیسې، د هند په تر ټولو بډایه ایالت، مهاراشټرا کې د ژبې او هویت پر سر یوه شخړه روانه ده.
دا شخړه په اپریل میاشت کې له هغه وروسته پیل شوه چې د مهاراشټرا ایالتي حکومت د دولتي لومړنیو ښوونځیو لپاره د انګلیسي او مراټي ژبو تر څنګ د هندي ژبې تدریس د درېیمې ژبې په توګه اجباري کړ.
د فدرالي حکومت چارواکي وايي، دغه امر یې د ایالت له پالیسۍ سره همغږی دی.
په هند کې د تعلیم ملي پالیسي، چې په ۱۹۶۸م کې جوړه شوه، موخه یې په دغه هېواد کې د زدکړې وده او تنظیم دی. د پالیسۍ نوې بڼه بیا پنځه کاله مخکې د لومړي وزیر نریندرا مودي حکومت لخوا معرفي شوه، چې اوس پړاو په پړاو پلي کېږي او ځینې وختونه ناندارۍ هم را پورته کوي.
د مهاراشټرا حکومت دغه پرېکړه د مدني ټولنې، د ژبې فعالینو او د اپوزېسیون له سختو نیوکو سره مخ شوې. دوی یاده پرېکړه په دغه ایالت کې د هندي ژبې، چې تر ډېره په شمالي او مرکزي ایالتونو کې ویل کېږي، د لاس بري کېدو هڅه بللې ده.
ژبه په هند کې یوه حساسه مسئله ده، ځکه د مهاراشټرا په ګډون ډېری ایالتونه له خپلواکۍ وروسته د ژبني لیکو پر بنسټ جوړ شول. سیمه ییزه ژبه ډېر کله د سیمه ییز ویاړ او هویت سره تړاو لري، ځکه یې په اوسني وضعیت کې هر ډول بدلون په ګواښ بدلاېدای شي.
د بېلګې په ډول پروسږ کال په بنګلورو کې، چې د تکنالوژۍ شرکتونو ډېروالي له کبله د هند سیلیکون دره هم بلل کېږي، د کنډا ژبې فعالینو لاریونونه وکړل او غوښتنه یې دا وه، چې سوداګریزې لیک دړۍ (لوحې) دې، د انګلیسي تر څنګ په ځايي ژبه ولیکل شي.
خو کله چې خبره د هندۍ ژبې یاده شي، یانې هغه ژبه چې په هند کې تر نورو ډېر ویونکي لري، ناندارۍ هم ورسره زیاتې شي.
د کلونو په اوږدو کې، د هندي ژبې د ودې لپاره د بېلو فدرالي حکومتونو اقداماتو، په غیر هندي ژبو ایالتونو کې د سیمه ییز کلتور د کمزوري کېدو وېره رامنځته کړې ده.
دا اندېښنې په ځانګړې ډول هله زیاتې شوې، چې له کم پرمختلليو ایالتونو د هند نورو برخو ته، په ځانګړې توګه سویل ته د دندو په لټه کې ګڼ شمېر ځايي خلک لاړل.
سیاسي شنونکی ابهای دیشپانډي وايي، دا اندېښنې په ۲۰۱۴م کال کې د هندو ملتپال بهارتیه جنتا ګوند (بي جې پي) واک ته له رسېدو وروسته زیاتې شوې. دغه ګوند په هندي ژبو ایالتونو کې برلاسی دی او د هندي ژبې امتیاز په اړه یې د مشرانو څرګندونې ډېر کله جنجالي شوې دي.
کله چې په مهاراشټرا کې تاوتریخوالی زیات شو، نو د ایالت حکومت، چې د بي جي پي په مشرۍ ایتلاف لخوا اداره کېږي، خپله پرېکړه لغوه کړه او د درې ژبو پالیسۍ بیا څېړلو لپاره یې یوه کمېټه وټاکله، خو دې پر شاتګ را ولاړه شوې شخړه هواره نه کړه.
دا ناندارۍ د اوږدې مودې ځنډېدلې ښاروالۍ له ټاکنو څو میاشتې مخکې را ولاړې شوې. په پام کې ده، د ممبۍ ښار په ګډون په دغه ایالت کې هم د ښاروالۍ ټاکنې ترسره شي، چې د ژبې پر سر را پورته شوي جنجالونه به پکې مهم رول ولري.
یاده پېښه د واکمن ایتلاف او اپوزیسیون ګوندونو ترمنځ سیاسي شورماشور لا ډېر کړی. دوی یو پر بل د سیاسي لوبو تور پورې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په مهاراشترا کې د غیر مراټي ژبو ویونکو په وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه مخکې هم ورکړل شوي.
په اپرېل کې، په ټاهي ولسوالۍ کې پر دوو مېرمنو، د دوی استوګنځې کې وروسته له هغه برید وشو، چې یوې یې له یوه سړی په هندي ژبه "بخښنه وغوښتله" خو سړي ټینګار کاوه، چې ښځه باید بخښنه په مراټي ژبه ترې وغواړي.
په همدې اپرېل کې، په ممبۍ کې یو امنیتي ساتونکی د مهاراشټرا اپوزېسیون د یو غړي نونرمان سینا دغړو لخوا د دې ادعا له مخې ووهل شو، چې هغه ور ته ویلي و، په مراټي نه پوهېږي.
د راپورونو له مخې، په مې میاشت کې په ممبۍ کې یوې جوړې وروسته له هغه یوه کس ته د هغه د کار په مقابل کې د پیسو له ورکولو انکار وکړ، چې هغه په مراټي ژبه له خبرو انکار وکړ.
تېره اونۍ، یوه حیرانونکې ویډیو چې د یوې هټۍ مالک ښیې، چې د مهاراشټرا اپوزېسیون غړو لخوا د مراټي نه ویلو له امله وهل کېږي، پر خواله رسنیو خپره شوه او غوسه یې راوپاروله.
که څه هم د ژبې مسئلې ټولنیز ویش زیات کړی، خو له دوو لسیزو وروسته یې په دغه ایالت کې ځینې سیاسي سیالان سره یو ځای کړي هم دي.
د سیاسي چارو یو پخوانی ژورنالیست پرشانت ډیکشټ، چې د دغه ایالت په اړه یې راپورونه ورکړي، وايي:
"د مراټي ژبې او کلتور مسئله د خلکو زړونو ته نژدې ده، دا یوه احساساتي موضوع ده، په ځانګړې ډول د هغو خلکو لپاره چې په ممبۍ کې ژوند کوي. دا کیسه له ۱۹۶۰م لسیزې همداسې را روانه ده."

د عکس سرچینه، PTI
په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰مو لسیزو کې، ځايي مشر بال ټاکري د هغو خلکو په اړه، چې له سویلي ایالتونو ممبۍ ته کډوال شوي وو، وویل چې دوی د ځایی وګړو دندې اشغال کړې دي.
له هغه وروسته د لسیزو لپاره ګوند خپل غوسه له شمالي ایالتونو څخه د هغو خلکو پر وړاندې واړوله چې د اقتصادي فرصتونو په لټه کې ښار ته کډوال شوي وو، خو ګوند د اترپردېش او بهار په څیر ایالتونو راغلي خلک د ځایي اوسېدونکو د دندو په نیولو تورن کړل.
داسې ښکاري چې دا تاوتریخوالی به دوام وکړي، ځکه د هند د وروستۍ سرشمېرنې له مخې ویل شوي، د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۱ کلونو په منځ کې په ممبۍ ښار کې د هندي ژبو نفوس ۴۰٪ زیات شوی دی.
د مراټي ژبې په ملاتړ دا متمرکز لاریونونه لا دمخه له رایه ورکوونکو سره همغږي شوي دي، په ځانګړې توګه په ممبۍ ښار کې او ځینې یې په دې باور دي چې دا کولای شي د ښاروالۍ په ټاکنو کې د ټاکري د تره زامنو سره د ټاکنو په ګټلو کې هم مرسته وکړي.








