ټرمپ د مالیې او لګښتونو جامع قانون لاسلیک کړ چې نافذ شي

JvlF

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یوه ورځ وروسته له هغه چې خپله تاریخي طرحه یې په کانګرس کې تصویب کړه، هغه لاسلیک کړه او په قانون یې واړوله.

دا قانون د جمعې په ماښام په سپینه ماڼۍ کې لاسلیک شو او ورسره د دې قانون مهمې برخې لکه د مالیاتو راکمول، د دفاعي لګښتونو لوړول او د کډوالۍ سختګیره پالیسۍ پلي شوې.

ټرمپ دغه قانون د خپلواکۍ د ورځې له اورلوبې او له هغو پیلوټانو سره له یو پوځي پیک‌نیک مخکې لاسلیک کړ، چې تازه یې د ایران د درېیو اټومي سایټونو د بمبارۍ په ماموریت کې برخه اخیستې وه.

هغه د "عقاب منګولې" په نوم د امریکا د ناکامو عملیات یادونه وکړه، چې د جیمي کارټر واکمنۍ کې د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره ترسره شول. ټرمپ وویل: "یاد مو دي څو کاله مخکې چې چورلکې له یو بل سره ولګېدې؟ یو ناورین و. خو زموږ قضیه برعکس وه. هېڅ پېښه نه ‌وه. نه مو کومه الوتکه له لاسه ورکړه، نه یو کس ووژل شو. هماغه ښکلي الوتکې چې تاسو ولیدې، هغه کاملاً له رادار پټې وې. له دوښمن هېواده تېرې شوې، خو هغوی هېڅ خبر هم نه شول."

ښاغلي ټرمپ خپلو پلویانو ته هم وویل دا قانون به له اقتصادي ودې سره مل وي، خو اوس باید مشکوک امریکايان قانع کړي، ځکه نظرپوښتنې ښيي چې ډېر خلک د دې قانون له ځینو برخو سره مخالف دي.

د هغه څو تنه جمهوري‌پال ګوندي ملګري د دې قانون له امله مخالف وو، ځکه دوی باور لري چې دا به د امریکا د ملي پور کچه لوړه کړي. ډیموکراتانو بیا خبرداری ورکړی چې دا قانون شتمنو ته انعام او بې‌وزلو خلکو ته سزا ورکوي.

د ټرمپ د مالیې لوی او ښکلی قانون ۸۷۰ مخه لري او لاندې برخې پکې شاملې دي:

  • د ۲۰۱۷ کال د ولسمشرۍ د دورې د مالیاتي کمونو تمدید
  • د کم عاید لرونکو او معلولو کسانو لپاره د دولتي روغتیايي پالنې د لګښتونو سخت کمښت
  • د انعام، اضافه کارۍ او ټولنیز تامین له عوایدو نوي مالیاتي معافیتونه
  • د دفاعي بودیجې ۱۵۰ میلیارد ډالره زیاتوالی
  • د جو بایډن د واکمنۍ پر مهال د پاکې انرژۍ د مالیاتي امتیازاتو کمول
  • د کډوالۍ او ګمرک ادارې ته ۱۰۰ میلیارد ډالر بودیجه
جمهوريپالو قانون جوړوونکو د ټرمپ د جولای د څلورمې نیټې له ضرب الاجله مخکې د بودیجې د یوې پراخې لایحې له تصویب وروسته جشن ولمانځه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جمهوريپالو قانون جوړوونکو د ټرمپ د جولای د څلورمې نیټې له ضرب الاجله مخکې د بودیجې د یوې پراخې لایحې له تصویب وروسته جشن ولمانځه.

د قانون تر لاسلیک څو شېبې مخکې، هغه دوه بی‌۲ بم غورځوونکې الوتکې، چې پر ایران د اټومي بټیو د برید په عملیاتو کې هم کارېدلې وې، له اېف-۳۵ او اېف-۲۲ جنګي الوتکو سره یوځای الوتنه وکړه.

ښاغلي ټرمپ د سپینې ماڼۍ له بالکنه د خپلو خبرو پر مهال، د هغو جمهوري‌پالو استازو مننه وکړه چې د دې قانون ملاتړ یې وکړ. هغه د مالیاتو د کمولو ستاینه وکړه او پر ټولنیزو پروګرامونو لکه د خوراکي مرستو او دولتي روغتیايي پاملرنې اغېزو ته یې پام ونه کړ.

هغه وویل: "دا تر ټولو لوی کم لګښت دی، خو تاسو به یې احساس هم نه کړئ. خلک خوشحاله دي."

سربېره پر دې، ښاغلي ټرمپ د هغو اضافي سرچینو هم ستاینه وکړه چې د سرحدونو د تجهیز او د کډوالۍ چارو ته ورکړل شوي او دا یې یوه ستره لاسته‌راوړنه وبلله چې د زړو وګړو لپاره به د انعام، اضافه کارۍ او ټولنیز تأمین مالیه پای ته ورسېږي.

دا د جشن او خوشحالۍ فضا وروسته له هغو ورځو رامنځته شوه چې په کانګرس کې د جمهوري‌پالو یاغي استازو سره سختې خبرې او چنې وهلو دوام درلود.

د استازو جرګې د رایې ورکولو وروستی بهیر د دیموکرات ګوند د مشر حکیم جفریز له خوا تر ۸ ساعتونو اوږدې وینا وروسته وځنډېده، چې یوه نوې ریکارډ جوړوونکې وینا بلل شوې ده.

هغه دا قانون "د امریکايانو پر روغتیايي پاملرنه یو وحشیانه برید" وباله او د هغو کسانو څرګندونې یې یادې کړې چې د دې قانون له اغېزو اندېښمن وو.

دا قانون د جولای په ۳مه، د ۲۱۴ مخالفو رایو په مقابل کې په ۲۱۸ موافقو رایو تصویب شو.

اېلان مسک، چې پخوا د ټرمپ د کابینې غړی و، بیا بیا پر دې قانون سخته نیوکه کړې او هغه یې "لېونتوب" بللی دی.